ایا تاسې پدهیدلۍ؟

ایا تاسو پوهیږئ چې د تورکیې ترټولو لوی سر خلاصی بازار د ایزمیر ولایت د  تیرې په ولسوالۍ کې شتون لري؟

1873167
ایا تاسې پدهیدلۍ؟

ایا تاسو پوهیږئ چې د تورکیې ترټولو لوی سر خلاصی بازار د ایزمیر ولایت د  تیرې په ولسوالۍ کې شتون لري؟

۶۰۰ کاله مخکې د ایزمیر ولایت  د تیرې په  ولسوالۍ کې جوړ شوی سرخلاصی بازار ، نه یواځې په تورکیه کې بلکې  په ټوله نړۍ کې  ځانګړی شهرت لري.

 د ځینو سرچینو په وینا، د تیرې  دا بازار د لویوالي  او تنوع له مخې له قیرغیزستان  نه وروسته په نړۍ کې دویم ځای لري. د تیرې  د ولسوالۍ   ځایی اوسیدونکي نه یوازې د شاوخوا کلیو  او  ښارونو خلکو نه کوربه توب کوي بلکې په خپلو  رستورانتونو او هوټلونو د ټولې نړۍ د سیلانیانو کوربه توب کوي.

د تیرې بازار هره سه شنبه د ښاروالۍ له لاوډ سپیکر څخه د "د بازار د دعاء " په لوستلو سره پرانیستل کیږي، او هټۍ وال  د شکر د اداء کولو په خاطر د برکت او لا ښې ګټې لپاره په ګډه دعا کوي .

د ویلو ده چې پدې بازار کې د شاوخوا کلو او بانډو خلک خپل کرنیز محصولات، لبنیات او نور لاسي صنتعونو توکي پلورولو ته راوړي. پدې بازار کې  کوچ ، زیتون، د زیتون غوړي، پنیر، قیماق، هګۍ، شیدې، تازه ترکاري، ډول ډول سابه، میوې، صابون، جامې، ډوډی، لاسي اوبدل شوي توکي، بوټان ، شیشه يي توکي او هر هغه څه چې ستاسې عقل ته راځي موندلی شئ.

دغه بازار چې د ولسوالۍ په مرکز کې کوڅو او جادو ته غځېدلی او هره سه شنبه د ولسوالۍ څلور دریمه  برخه پوښلي، ډیر زیاتو ځايي او بهرنیو سیلانیانو د جاذبې مرکز دی او د هغوې کوربه توب کوي. دا چې د تیرې بازار په تورکیه او نړۍ کې ځانګړی شهرت لري دا یواځې د هغه د لویوالي له امله ندي بلکې ددې ترڅنګ تاریخي او کلتوري دلیلونه هم  شتون لري چې بازار يي په تورکیه او نړۍ شهرت ته رسولی دی.

هغه سیمه چې بازار پکې موقعیت لري یوه ډیر برکتناکه کرنیزو مځکو خاونده ده چې د میلاد نه ۲۰۰۰ کاله مخکې راهیسې د یو زیات شمیر مدنیتونو کوربه توب کړی دی. دا سیمه د ډیره بډایه تاریخي او کولتوري میراث خاوند دی.

د ویلو ده چې د تورکیې د پنځو لویو ښارونو نه وروسته تر ټولو زیات تاریخي ابدات د تیرې په ولسوالۍ کې شتون لري. د همدې امله هم دا ولسوالۍ په تورکیه او نړۍ کې ځانګړی شهرت لري.



اړوند خبرونه