د ورځنۍ اجنډا تحلیل
پدې خپرونه کې په سوریه کې مخالفینو او اسد د رژیم ترمنځه پخلاینې په اړه د تورکیې د نوو هلو ځلو نه لنډ بحث کوو.
د سوچي له غونډې وروسته د ولسمشر اردوغان څرګندونې او د بهرنیو چارو د وزیر چاوش اوغلو هغه څرګندونې چې ددې خبرې په ټینګار وویل چې موږ باید د سوریې د حل لپاره له مخالفینو او د بشارالاسد له رژیم سره پخلاینه وکړو ادا پوښتنې راپورته کړي چې ایا تورکیې د سوریې په اړه خپل دریځ بدل کړی دی؟ د سوریې په واقعیت کې، ایا دا ممکنه ده چې د بشارالاسد رژیم ته د یو مشروع ځواک په توګه وګوري او اړیکې ورسره نورمال کړي؟ ایا دا ډول ګام به د تورکیې او سوریې په ګټه وي او که نه؟ دا هغه پوښتنې دي چې په نني تحلیل کې به يي په لنډه توګه د بحث لاندې ونیسو.
د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
جان اجون وايي پداسې حال کې چې تورکیه په وروستیو میاشتو کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه د PKK/YPG پر خلاف په تل رفعت او منبج په څیر سیمو کې د لوی نظامي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي د روسیې او ایران له بدیل وړاندیزونو سره مخ شوی دی کوم چې د آستانې په بهیر کې نور تضمین کوونکي هیوادونه دي.
په ځانګړې توګه په سوچي کې د اردوغان او پوتین تر منځ د سرمشریزې وروسته، اردوغان وویل چې پوتین هغه ته وړاندیز وکړ چې د بشارالاسد له رژیم سره په همکارۍ له سیمې څخه PKK/YPG پاک کړي. خو ولسمشر اردوغان په یوه بل بیان کې دا هم څرګنده کړه چې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې استخباراتي ادارې د تماس په حال کې دي، خو د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. له اردوغان وروسته چاووش اوغلو له څرګندونو چې وویل موږ باید د دایمي سولې او هېواد د وېشلو د مخنیوي لپاره د بشارالاسد رژیم له مخالفینو سره پخلا کړو دا پوښتنه مطرح شوه چې آیا تورکیه په سوریه کې خپل دریځ بدلوي ؟ د ویلو ده د تورکیې ددې څرګندونو نه وروسته په سوریه کې د تورکیې تر نفوذ لاندې سیمو کې هم ځینې مظاهرې وشوې. سوري مخالفینو د تورکیې پر خلاف غږ اوچت کړ. خو د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت حالات روښانه کړل او ټینګار یې وکړ چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک او د استانه په بهیر کښې د تورکیې په دریځ کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د سوریې له انقلاب او انقلابی ځواکونو سره د مرستې دوام لری.
د واقعي مبالغه کوونکو تګلارو پرځاى، تورکيې له ډېرې مودې راهيسې په سوريه کې د سياسي حل پر اړتيا ټينګار کړى او په دې برخه کې يې تر پايه پورې په استانه کې د سياسي خبرو اترو او د نوي اساسي قانون د جوړولو له بهير څخه ملاتړ کړى دى.
په هرصورت، دلته د پروسې اصلي خنډ عامل تل رژیم او د روسیې - ایران جوړه وه چې ملاتړ یې کوي. دوی تل د نظامي حل په لټه کې وو، او تورکیې په ادلب کې د پسري ډال عملیاتو سره ځواب ورکړ. رژیم او متحدینو یې تر دې دمه څرګنده کړې چې دوی د امتیازاتو ورکولو، د نوي اساسي قانون د جوړولو او یو داسې نوي پلیټ فارم ته چمتو نه دي چې اپوزیسیون به په اداره کې مدغم شي. که دوی له دې دریځ څخه شاته شي او د حل لپاره چمتو شي ډیر څه به وشي چې تصور يي هم نه کیږي. ، دا هغه دریځ دی چې تورکیه او مخالفین یې له ډېر پخوا څخه غواړي.
په هرصورت، که د سیاسي حل پروسې په اړه د بشارالاسد رژیم نه جوړونکي چلند ته دوام ورکړي، دا به غلط دریځ وي چې هغه ته د مشروع لوبغاړي په توګه وکتل شي او اړیکې ورسره عادي کړي. زه فکر نه کوم چې تورکیه هم د داسې کوم کار نیت ولري.