د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1826532
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د پسرلي او دوبي په رارسیدو سره او د  موسمي شرایطو برابریدو سره  به د ترهګرۍ  پر خلاف  د ترکیې په مبارزه کې یو نوی حرکت راولي.

 په داسې حال کې چې د پنجې قفل عملیات د عراق په شمال کې دوام لري، په سوریه کې د د جګړو  په لیکو کې  د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان غړي په نښه کیږي.

په ترکیه کې د PKK پر وړاندې تصفیوي عملیات چې اوس وروستي پړاو ته رسیدلي دوام لري. دا حقیقت چې  د ترکیې د اغري  په ولایت کې  د پي کاکا ترهګري‌ سازمان ۱۱ تنه غړي‌ له منځه وړ  شوي خورا  مهم دی ، ځکه چې ددې ښکارندويي کوي‌ چې دا سازمان نور په ترکیه کې د پټیدو لپاره ځای او نیولو لپاره کوم ملاتړ نلري .

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې د PKK له ترهګري  سازمان سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې هوډ مخ په زیاتیدو دی، داسې ښکاري چې پوځي عملیات چې د نوي امنیتي ستراتیژۍ او پالیسۍ  سره سم دوام لري جدي پایلې ترلاسه کړي. د دغه سازمان زیربناوې چې په کلیو او غرنیو سیمو کې په ځانګړې توګه په ترکیه کې میشتې وې او ترهګریز فعالیتونه یې تر سره کول په پراخه کچه له منځه یوړل شول. اټکل کیږي چې په ترکیه کې د میشتو تروریستي سازمانونو د غړو شمیر له سلو څخه ښکته شوی وي. په نهایت کې، پدې وروستیو کې د اغزي‌ په ولایت کې د  ۱۱ ترهګرو له منځه وړل  د دې نښه ده چې د PKK د غړو حرکت او لوژیستیکي وړتیاوې په پراخه کچه له منځه تللي دي.

 

د پسرلي په رارسیدو سره د موسمي شرایطو برابریدو  د ترهگرۍ پر وړاندې د ترکیې په مبارزه کې یو نوی تحرک رامنځته کړی دی. په داسې حال کې چې په عراق کې د پنجې ققل  عملیاتو سره  د آواشین-باسیان او زاپ په سیمو کې ددې ترهګري‌ سازمان هدفونه یو د بل پسې له منځه وړل کیږي ، د ترکیې وسله والو ځواکونو په دې سیمه کې خپل تسلط زیات کړی دی. په ورته ډول، په داسې حال کې چې د عراق په نورو سیمو کې د ترهګریز سازمان پر وړاندې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو  عملیات دوام لري، پیشمرګه ځواکونه هم  د ترکیې سره په همغږۍ کې  PKK  ترهګري‌ سازمان ته سخت  زیانونه   اړوي‌ دي. په ورته  توګه، د عراق اردو چې مرکزي حکومت پورې تړاو لري هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې دوی په سنجار کې د PKK سره تړلي وای پي جي‌ عناصرو باندې فشار راوړي.

 

په سوریه کې هم د پې کاکا په وړاندې د ترکیې جګړه دوام لري. پداسې حال کې چې د YPG عناصر د تماس په لیکو کې په نښه شوي  د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو خوځښت د پام وړ وده کړې. د سازمان اړوند ډیری مهم نومونه د دې ډرون الوتکو  لخوا له منځه وړل شوي‌ دي. دا هم وړاندوینه کیدی شي چې ترکیه به ډیر ژر په سوریه کې د PYD/YPG ترهګریز سازمان پر وړاندې د اوکراین د جګړې له امله رامینځته شوي جیوپولیټیک فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره پراخه نظامي عملیات پیل کړي.



اړوند خبرونه