د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د روسیې او اوکراین روان کړکیچ ته لنډه کتنه کوو

1765903
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د روسیه چې د اوږدې مودې راهیسې د اوکراین پر خلاف د فشارونو ډک سیاست ته دوام ورکولو پدې وروستیو میاشتو کې دا فشارونه په تلو تلو د پوځي مداخلې پر لورې روان دي. د بله پلوه پدې مسئله کې د امریکا او اروپايي هیوادونه دخلیدل جدي تشنیج ته لار پرانیستې. په سیمه کې پوځي تحرکاتو او وروستیو څرګندونو او د وضعیت ترینګلتیا ته په کتو سره ددې احتمال شتون لري چې هره شیبه ستره جګړه پيل شي.

 د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څيړونو بڼسټ لیکوال او محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په یو زیات شمیر مهمو جیوپولتیک مسئلو کې د امریکا په ګډون یو زیات شمیر لویدیځوال مشران او اکټوران  امتحان کړي دي هم د هغوې د ناکامې مشرۍ او هم د بې سیاستۍ نه د ګټې پورته کولو سره غواړي د خپل نفوذ ساحه لا پسې پراخه کړي. لکه څرنګه چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اشاره کړې  ده روسیه ګام په ګام د پخواني شوروي اتحاد پر لور روانه ده او له سره پخواني شوروي اتحاد د راژوندي کولو هڅه کوي.

د ویلو ده چې نن ورځ د اوکراین نه نیولې تر ګرجستان ، د سوریې نه نیولې تر لیبیا پورې د جګړې په مهمو ډګرونو کې د روسیې به مقابل کې لویدیځ بلاک هیوادونه په جدي توګه د بې سیاستۍ له امله د ماتې سره مخامخ دي. په  امریکا کې بیا په ځانګړې توګه د بایدن په دوره کې  د روسیې په مقابل کې هیڅډول اغیزمن سیاست ندی تولید شوی او تل ډیر ضعیفه پاتې شوي دي. روسیه هم د امریکا او لویدیځو هیوادونو دا تشه په ډیره ښه توګه د ډکولو هڅه کوي او خپلې اغیزې ډیروي.

په اصل کې په اوکراین کې روان وضعیت د همدې ناکامو سیاستونو پایله او ثمره ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په اوکراین کې د هغه د سیاستونو سره مخالف یو حکومت زغملی نشي دا هیواد د جدي  فشارونو لاندې نیولی دی. همداشان د روسیې ددې فشارونو په مقابل کې د اوکراین سره د ترکیې، انګلستان او پولنډ په څیر  هیوادونو نه پرتله د لویديځ بلاک نه کوم قوي  او جدي  ملاتړ نه لیدل کیږي.

د ویلو ده چې د بایدن په مشرۍ د امریکا حکومت د اوکراین سره د کړو تعهداتو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی او روسیې په مقابل کې ددې هیواد امنیت تضمین نکړی شو. د ناټو او امریکا دا ضعف روسیې ته لا پسې جسارت وربښي.

همداشان جرمني  بیا د تاریخي خطا په کولو سره معتدله سیاست غوره کړی دی. هو دا حقیقت دی چې جرمني انرژۍ له پلوه د روسیې پورې تړلې ده خو که چیرې روسیه اوکراین اشغال کړي  دا اشغال به تر ټولو ډیر په جرمني  منفي اغیزې وکړي.

هو البته چې د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل کول او ددې هیواد اشغالول یو ضعیفه احتمال ښکاري خو روسیه په هر قیمت چې وي د اوکراین حکومت ضعیفه کوي. همداشان لکه د کریمیا په څیر د دونتسک سیمه هم د خپلې خاورې سره  د ګډو په خاطر پوځي  عملیات کیدای شي چې ډیر حیرانوونکي  نوي.

سره ددې چې لویډیځ  نړۍ  روسیه پر اوکراین د احتمالي یرغل په صورت کې په ډیرو سخت او شدیدو اقتصادي تحریمونو ګواښي  خو د روسیې ولسمشر چې په اوکراین کې کوم جیوپولتیک او ستراتیژیکې ګټې ګوري  دا تحریمونه ورته ډیر سپک ښکاري. د ویلو ده چې روسیې په لسګونو زره تنه سرتیري د اوکراین په پولو کې ځای په ځای کړي او په زرګونو تنه سرتیري بیلاروس ته استولي دي.

دې پرمختګونو ټول د جدي  اندیښنو سره مخامخ کړي دي. په اوکراین د روسیې د مداخلې احتمال يي لا پسې قوي کړی دی. له بده مرغه چې امریکا تر اوسه پورې پدې اړه هیڅ کوم جدي ګام ندی اوچت کړی. روسیې ته تشو ګواښونو نه پرته بل کوم جدي ګام ندی اوچت کړی.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته هغوې ته د خپل منځنیو ستونزو د حل په خاطر ترکیې ته بلنه ورکړه . ولسمشر اردوغان دواړو ته وویل که چیرې وغواړي ترکیه ددوې ترمنځه منځګړتوب او مهم رول لوبولو ته چمتو ده.



اړوند خبرونه