د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1748714
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د تیرې یو څه مودې راهیسې په منځني‌ ختيځ کې د هیوادونو ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د نورمالولو په اړه د ځینو پرمختګونو شاهدي‌ کوو. د اوږدې مودې او اوږدو نښتو نه وروسته د سیمې مخکښ او مهم هیوادونو د جګړو او نښتو پر مهال ډیپلوماسۍ ته مخه کړې ده او ډیپلوماسې ته په خاطر يي د لارې د نقشې په جوړولو پيل کړی دی.

د ویلو ده چې په سیمه کې د اړیکو د نورمالولو په اړه بهیر لومړی د اسرائیل سره د ابراهیم تړون په چوکاټ کې د ټرمپ‌ د حکومت په دوران کې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د لیدنې او اړیکو د نورمالولو سره پیل شو.

وروسته پدې بهیر کې بحرین او مراکش په ګډون د اسرائیل او عربو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو بهیر لا پسې پراخه شو.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ مشر لیکوال ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم .

ډاکټر یشیل تاش وايي د عرب پسرلی چې په منځني‌ ختیځ‌ کې د پسرلي‌ په څیر پيل شوی وو خو وروسته يي د سیمې هیوادونه د یو بل سره واچول او هیوادونه يي په بلاکونو سره وویشل . همداشان دې جګړې د سیمې هیوادونه لکه سوریه، لیبیا، یمن او عراق  د ټول طاقت او توان نه وغورځول او ټول يي ډیر زیاته ضعیفه کړل. همداشان د ترکیې په ګډون سعودي‌ عربستان ، ایران او مصر په څیر دودیزو هیوادونو خپل ټول قوت او انرژي د خپل ځان نه په دفاع کې په مصرف رسوله.

همداشان د متحده عربي‌ اماراتو او قطر په څیر د خلیج د سیمې کوچني‌ هیوادونه هم ډیر زیات سټري‌ شوي‌ دي. سره ددې چې د اسرائیل پر خلاف تهدیدونه ډیر شوي‌ دي‌ خو پدې موده کې تر ټولو زیاته ګټه همدې هیواد کړې ده .

اسرائیل د یو پلو عرب هیوادونه په خپلو منځونو کې سره په جګړه اخته کړي‌ او د بله پلوه په سیمه کې د خپل دوه ډیر مهم رقیبان  ایران او ترکیه په سوریه کې په نیابتي‌ جګړه کې دخیل کړي‌ دي.

اوس په سیمه کې د یوې نوې دوره د پيلولو په اړه هلې ځلې دوام لري. ددې نوي‌ پيل لومړنۍ حمله په غیرې منتظره ډول  د ترکیې او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه رامنځته شوه. د عرب پسرلي‌‌ نه وروسته د چا خبره په هره سیمه او هر فرصت کې د یو بل سخت مخالفو دې دوو مهمو هیوادونو بالاخره د مخالفت نه لاس واخیست او د روغې جوړې پریکړه يي وکړه.

د ویلو ده چې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه په اړیکو کې د نورمالیدو بهیر لنډه موده مخکې  متحده عربي اماراتو ته د اسرائیل د سفر سره لا پسې مضبوط شو. د ویلو ده چې په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره د اسرائیل لومړي‌ وزیر متحده عربي‌ اماراتو ته سفر وکړ. ددې سفر سره يي په اړیکو کې د نورمالیدو بهیر ښه قوي کړ.

د ویلو ده چې متحده عربي‌ اماراتو ته د اسرائیل د لومړي‌ وزیر د سفر نه مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان قطر ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان د خپل دې سفر سره د ترکیې لپاره د قطر اهمیت یو ځل بیا ټولې نړۍ ته ښکاره کړ.

همداشان د ولسمشر اردوغان د سفر نه سمدلاسه وروسته د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان قطر ته سفر وکړ.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي‌ په ګډون د خلیج د هیوادونو لخوا پر قطر د بندیز لګولو او ددې هیواد سره د ټولو اړیکو د پرې کولو نه وروسته لومړنی سفر دی. د سعودي‌ په مشرۍ خلیج هیوادونو یو څه موده مخکې  په قطر لګولي‌ بندیزونه لرې کړل او ددې هیواد سره له سره د اړیکو د رغولو په خاطر ځیني‌ ګامونه اوچت کړل.

د همدې امله هم قطر ته د سعودي‌ د ولیعهد شهزاده سفر ډیر مهم وو.

که چیرې د سعودي‌ عربستان او ایران ، ترکیې او مصر او ترکیې او اسرائیل ترمنځه هم د روغې جوړوې او اړیکو د نورمالولو په اړه هلو ځلو ته دقت وکړو په سیمه کې د یوې نوې دورې د پيل او روغې جوړې ښکارندويي کوي.

خو دا هم باید هیر نکړو چې په سیمه کې د روغې جوړې لپاره باید ډیر خوش بینه نشو ځکه چې دا خبره هم ځیني‌ سببونه لري.

لومړی دا چې دا پرمختګونه پداسې یوې حساسې دوره کې چې په نړۍواله کچه رقابت ښه پسې قوي‌ شوی دی رامنځته کیږي.

پداسې یو وخت کې چې د امریکا – چین ،  روسیې او لویدیځ  ترمنځه رقابت د هرې ورځې په تیریدو سره لا مخ په قوي‌ کیدو دی او په کلاره کلاره دا رقابت په جګړو د بدلیدو په حال کې کیدای شي‌ چې د اړیکو نورمالیدل ډیر ممکن نوي.

دویم لامل د امریکا ټول دقت او پام چین سره رقابت ته اوښتل او منځنی ختیځ په خپل حال پریښودل دي.

سره ددې چې امریکا وايي چې منځنی ختیځ  یواځې نه پریږدي‌ خو په افغانستان کې رامنځته شوو پرمختګونو د منځني‌ ختیځ هیوادونو نه وار خطا کړی دی. د افغانستان نه په ناڅاپي‌ توګه د امریکا وتل او د طالبانو پر خلاف چې د تیرو دوو لسیزو راهیسې جګړه کوله او په زرګونو تنو امریکايي او متحدو ځواکونو سرتیرو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو  او پدې جګړې په میلیاردو ډالر په مصرف رسولي‌ وو د طالبانو سره تړون لاسلیکول او دا هیواد طالبانو ته سپارل او د تیرو شل کلنو لاسته راوړنو عبس کولو ددې هیوادونو لپاره یو ډیر ښه درس دی.

دویم لامل په سیمه کې موجودې ستونزې دي. د ویلو ده چې په سیمه کې د سوریې، لیبیا، لبنان ، یمن او عراق په څیر په هیوادونو کې نښتې او د جګړو پوتانشیل اوس هم ډیر لوړ دی. پدې سیمه کې د نښتو د پایته رسیدو په اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده.

همداشان بله مهمه مسئله ددې هیوادونو ترمنځه ستونزې د سیاسي‌ حل لارو څخه حل ناممکنه ښکاري.

دریم فکټور او تر ټولو مهم مسئله د ایران د اټومي‌ سیاستونو په اړه ناڅرګندي‌ ده. د ویلو ده چې د ایران او امریکا ترمنځه د اټومي‌ پروګرام په اړه به ویانا کې مذاکرات پيل شوي‌ دي. ددې مذاکراتو د بریالي‌ کیدو په خاطر ایران یواخې یو امتیاز نه باید مقابل لوري‌ ته امتیازات ورکړي.

د بله پلوه اسرائیل ددې مذاکراتو د ناکامولو لپاره د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي. اسرائیل د روانو مذاکراتو د ناکامیدو په صورت کې پر ایران د پوځي‌ مداخلې په خاطر پر امریکا، انګلستان او خلیج هیوادونو فشارونه ډیروي.

که چیرې دې احتمال ته وکتل شي‌ پداسې یو حالت کې د اړیکو نورمالیدو په اړه ډیره زیاته خوشبیني‌ هم ناممکنه ده.

نتیجه داده چې سیمه په یو ډیر حساس وخت او نقطه کې قرار لري. هره شیبه د هر څه احتمال ډیر لوړ دی.



اړوند خبرونه