د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د سوریې د ادلب ولایت  وروستیو پرمختګونو ته لنډه کتنه کوو.

1707029
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د اسد رژیم اړوند ځواکونو پدې وروستیو ورځو کې د روسیې د هوايي ځواکونو پر ملاتړ یو ځل بیا د ادلب په سیمه کې په بریدونو پيل کړی دی.

د سوري‌ مخالفینو تر کنټرول لاندې په ادلب  چې نږدې څلور میلیونه تنه اوسیږي‌  بریدونه په اصل کې یو بل ستر انساني‌ ناورین او بحران ته لار پرانیزي.

ترکیه  ددې بریدونو له امله په رامنځته کیدونکې ستر خطر او فلاکت ډیر ښه اګاه دی چې د همدې امله يي  ددې احتمالي‌ ناورین او تراژیدۍ د مخنیوي‌ په خاطر ځینو پوځي‌ ګامونو اوچتولو هڅه کوي. د بله پلوه په ادلب د روسیې پر ملاتړ د اسد د ځواکونو د بریدونو په اړه د نړۍوالې ټولنې بې تفاوته پاتې کیدو او سترګې پرې پټول د اسد رژیم  ته لا زیات جسارت ورکوي.

د ترکیې د سیاسي‌ اقتصادي او ټولنیزو تحقیقاتو د بڼسټ محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 د ویلو ده چې پدې وروستیو میاشتو کې په سوریه کې د  پوځي‌ پرمختګتونو او جګړو له پلوه حالت ډیر نورمال او عادي‌ پرمخ روان وو خو د اسد رژیم د روسیې د هوايي ځواکونو پر ملاتړ یو ځل بیا پر ادلب بریدونه پيل کړل.

د ویلو ده چې ددینه مخکې د روسیې د سوچي‌ په ښار کې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو په غونډه کې په سیمه کې د اوربند په اړه د هوکړې سره جګړې په لویه بيمانه ختمې شوې وې. خو د تیرو څو اونیو راهیسې له بده مرغه چې جګړې او بریدونه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. په سیمه کې  یو ځل بیا د نښتو او بریدونو  شاهدي‌ کوو.

د اسد رژیم ځواکونو د مځکې او روس ځواکونو د هوا له لارې په ځانګړې توګه د ام ۴ کرښې په سویل کی  د جبل زاویه په سیمې په بریدونو پيل کړی دی.

که چیرې ددوې د حرکاتو او بریدونو طرز او چلند ته وکتل شي‌ دوې غواړي‌ چې په سیمه کې مخالف ځواکونه او ترکي‌ ځواکونه شمالي‌ لورې ته په شا کیدو ته د مجبورولو په خاطر فشارونه راولي.

د جبل زاویه سیمه د موقعیت له پلوه د ادلب د نورو سیمو په پرتله لوړه او د همدې امله ځانګړې او ستراتیژیک سیمه ده.

د اسد ځواکونه غواړي‌ چې پدې سیمه کې د ځای په ځای کیدو سره حاکمه سیمه ونیسي‌ او  د ادلب شمال لوري‌ ته غځیدلې کرښې د خپل حاکمیت لاندې راولي . ګام په ګام  د سیمې کنټرول ونیسي.

ددې ترڅنګ غواړي‌ چې د ام ۴ لوژستیک په کرښه د پوره حاکمیت د ټینګولو سره د ختیځ نه لویدیځ  د حلب نه لاذکیه او تارطوس پورې د لویې لارو کنټرول په خپل لاس کې ونیسي.

د ویلو ده چې د اسد رژیم او د هغوې د شریرو متحدینو ددې شریر پلان  بدل د تل په څیر ملکي‌ وګړي‌ پرې کوي.

د نوموړو بریدونو له امله وار د مخه په لسګونو زره ملکي‌ وګړي‌  د خپلو کور او کلو نه شمالي‌ سیمو پر لورې غوځیدلي‌ دي.

پډې سیمه کې  د هر ډول احتمالي‌ سترو عملیاتو او بریدونو د کچې د لوړیدو سره به په سلګونو زره تنه بې ګناه او معصوم وګړي‌ د خپلو کورونو او کلو نه ویستو ته اړ شي.

د بله پلوه ترکیه د هر ډول احتمال او بشري‌ ناورین او بحران د مخنیوي‌ په خاطر په سیمه کې د خپلو پوځي‌ تحکیماتو په لا پياوړي‌ کولو پيل کړی دی. ترکیه غواړي‌ چې د اسد رژیم او د هغوې متحدینو د هر ډول بریدونو مخنیوی وکړي .

پډې مسئله کې باید نړۍواله ټولنه هم چوپه خوله او پټې سترګې پاتې نشي. نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا باید پر روسیې فشارونه ډیر کړي‌ هغوې ته په ډیره غوڅه ووايي چې په ادلب هر ډول پوځي‌ عملیات او برید به ډیر سخت بدل ولري.

که چیرې د روسیې مخه ونه نیول شي په سیمه کې به یو ځل بیا ډیرې سترې نښتې پيل شي.



اړوند خبرونه