د ورځنۍ اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې په سوریه کې روانې کورنۍ جګړې وروستي حالت او وضعیت ته لنډه کتنه کوو.

1599676
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د عرب پسرلي او په سوریه کې د کورنۍ جګړې لس کاله پوره شو. د ویلو ده چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له امله ددې هیواد تر نیمايي ډیر نفوس د خپلو ځایونو نه بې ځایه شوي او یا بهر هیوادونو ته او یا هم پخپله هیواد کې نورو سیمو ته کډه شوي دي. همداشان پدې کورنۍ جګړه کې نږدې یو میلیون تنو انسانانو ژوند د لاسه ورکړ. هیواد د هره پلوه د چا خبره په کنډوالۍ بدل شوی دی.

خه اوس پوښتنه داده چې ایا په سوریه کې د دومره وینو تویدو او هیواد په کنډوالۍ د بدلیدو نه وروسته د یو سیاسي حل لارې رامنځته کیدل امکان لري؟

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د عرب پسرلی لومړی په تونس کې پیل او په ډیره لنډه موده کې لمن یو زیات شمیر عرب هیوادونو ته وغځیده . عرب پسرلي په اصل کې  په یو زیات شمیر هیوادونو کې په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوونکي هغه ټپې خولې په حرکت او خوځښت راوستې او پدې هیوادونو کې هغه ډیکټاتور نظامونه چې چا به يي  د ړنګیدو په اړه کله هم فکر کړی نه وو یو یو ړنګ او راوپرځول. د ویلو ده چې لومړی په تونس  او وروسته په مصر کې واکمن نظام راوپرځول شو. خو له بده مرغه چې په سوریه کې  حالاتو تغیر وکړ او د ډیکټاتور نظام پر خلاف پيل شوې سوله ایزې مظاهرې په کورنۍ جګړې واوښتې.

همداشان دې کورنۍ جګړې هیواد په بل مخ واړو او په کنډوالۍ بدل کړ.

د ویلو ده چې په سوریه کې د اسد رژیم پر خلاف د پیل شوي پاڅون په مقابل کې ایران او روسیې  په څیر هیوادونو د اسد رژیم تر څنګ ځای ونیو او اسد رژیم ددې هیواد په مرسته او ملاتړ په خپلو هیوادوالو او د رژیم پر مخالفینو پر وژلو، ټکولو او قتل عامونو پيل وکړ.

د ویلو ده چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پيلیدو نه لنډه موده وروسته د ځینو استخباراتي کړیو لخوا د داعش په نامه یوه ترهګره ډله جوړه او رامنځته کړې شوه. دې ترهګرې ډلې په ډیره لنډه  موده کې په سوریه کې د خپل حاکمیت ټینګ کړ او یو زیات شمیر سیمې  د خپل کنټرول لاندې راوستې.

په پيل کې لویدیځ والو هیوادونو چې د اسد رژیم د مخالفو ډلو ته د مرستې او ملاتړ ټټر ډبوله خو ډیر کمه موده وروسته يي خپلې مرستې پرې کړې. د بله پلوه د اسد رژیم د مخالفینو ترمنځه خپلمنځیو ستونزو او اختلافاتو ددوې لخوا د رژیم پر خلاف په ګډه د حرکت کولو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړل.

ددې په مقابل کې په سوریه کې د ایران او روسیې اغیزې د هرې ورځې په تیریدو سره پياوړې شوې.

سوري مخالفینو یو زیات شمیر سیمې د لاسه ورکړې خو یواځې د ترکیې په مرسته په خپو ولاړ دي. همداشان نن ورځ مخالفین د ترکیې په مرسته او ملاتړ یواځې په ادلب او ځینو تصفیه شوو سیمو کې خپل موجودیت ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې د ترکیې د قوي ارادې ، نه سترې کیدونکو هلو ځلو او پياوړې ډیپلوماسۍ په نتیجه کې په ادلب او نورو سیمو کې په لویه کچه د بشري تراژیدۍ مخه نیولې ده . ترکیه په سیمه کې د استقرار د ټینګښت هڅه کوي.

د ویلو ده چې نن ورځ په سوریه کې د فرات سیند په ختیځ کې ډیره ستره سیمه د پ ک ک ترهګري سازمان چې د امریکا ملاتړ تر شا لري تر واک لاندې لري.

سوریه نن ورځ په فعلي ډول په درو جلا برخو ویشل شوی دی. کورنۍ جګړې هیواد د هره پلوه په کنډوالۍ بدل کړی دی. د هیواد د نیمايي نه زیات نفوس له خپلو ځایونو بې ځایه شوی دی. یوه دریمه برخه د نفوس د سوریې بهر هیوادونو ته کډه شوي دي. یواځې څه باندې درې نیم میلیون تنه سوري وګړي ترکیې ته راکډه شوي دي.

د سوریې اقتصاد له هره پلوه افلاس کړی دی. پدې هیواد کې جدي د خوړو او غلې ستونزه شتون لري.

د هیواد زیربناګانې او بڼسټونه په کامله توګه له منځه تللي دي.

پداسې حال کې چې په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې نه لس کاله تیریږي او دا هیواد په ټوله معنا په کنډوالې بدل شوی دی ددې هیواد روانې ستونزې د سیاسي حل لارې د موندولو هلې ځلې دوام لري.

په ځانګړې توګه ترکیې  روسیې  او ایران په مشرۍ پيل شوی د استانې بهیر په ترڅ کې د سوریې لپاره د نوي اساسي قانون د جوړولو چارې دوام لري خو له بده مرغه چې تر ننه پورې جدي کوم پرمختګ پکې ندی شوی .

د اسد رژیم او ملاتړي تل د حقیقي حل لارې په خاطر هڅه نکوي او د چا خبره پر وړاندې خنډونه جوړوي. د بله پلوه امریکا بیا په سوریه کې د فرات سیند ختیځ لورې ته د پ ک ک د څانګو وای پ جي او پ وای ډي تر کنټرول لاندې په سیمه کې د یو خپلواکه ادارې د جوړولو هڅه کوي. همدې مسئلو ددې هیواد د ستونزې د حل مخه ډب کړې ده .

همداشان دا هیواد د نړۍوالو زبرځواکونو د نیابتي جګړې په مرکز بدل شوی دی.



اړوند خبرونه