ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ چې د یونسکو سازمان ۲۰۲۱ کال د ( یونس عمره کال ) په توګه اعلان کړی دی؟
د یونسکو سازمان د ټولنو ترمنځه د سولې ، همغږۍ او د ټولنو ترمنځه د اړیکو د لا مضبوطولو او پياوړي کولو په خاطر د غړیو دولتونو د مهمو شخصیتونو او یا تاریخي پیښو د لمانځنو او د تل لپاره د یاد د ژوندي ساتلو په خاطر د هغوي کلیزې لمانځي.
یونسکو سازمان د همدې پروګرام او فعالیتونو په چوکاټ کې ۲۰۲۱ کال د یونس عمره کال په توګه اعلان کړ.
د ویلو ده چې یونسکو سازمان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د یونس عمره ۷۵۰ مه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې و لمانځله.
د ویلو ده چې یونس عمره د شعرونو، انسان او طبعیت سره د مینې او محبت، زغم، ورورولۍ او سولې په اړه پرته د دین، ژبې او توکم ټول بشریت ته ډیر مهم پيغامونه ورکړي دي.
هغه ۷۲ ملتونو ته په یوې سترګې د کتو د اصولو سره خپله فلسفه د نړۍوالو بشري ارزښتنو جوړه کړې وه .
هغه یو داسې شاعر وو چې د خپلو اشعارو سره يي نړۍوالو ګډو ارزښتونو ته خدمت کړی او نړۍ د ګډو ارزښتونو په اطرافو کې د راټولو هڅه کړې ده .
د ویلو ده چې د یونس عمره اشعارو تل د بهرنیو هنرمندانو توجه جلب کړې ده . د هغه د اشعارو نه يي کمپوزونه جوړ کړي.
د ویلو ده چې د یونس عمره د حق نه راغلی شربت په نامه شعر د ګرامي جایزه وګټله. دا شعر د نامتو کمپوزر کرستوفر تین لخوا په ۲۰۱۳ کال کې کمپوز شوی وو.
همداشان دا اثر د ترکیې د ولسمشرۍ د ارکستر او د امریکا د جاناتان ګریفت د ارکستر سره په ګډه په ترکي ژبه وغږول شو.