د ورځنۍ اجندا تحلیل

د عراق کوردان هم د پ ک ک ترهګري سازمان سره جنګیږي:

1522737
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي حکومت اړوند ځواکونو پیشمرګه په سیمه کې د اوږدې مودې راهیسې خپل موجودیت ته دوام ورکوونکي د پ ک ک ترهګري سازمان ترمنځه نښتې پیل شوي دي.

د پ ک ک ترهګری سازمان په سیمه کې د نفوذ سیاستونو ترڅنګ د پيل کړو ترهګریزو بریدونو سره  د سیمې امنیت د جدي ګواښ سره مخامخ کړې ده . د بله پلوه ترکیې  هم د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف پوځي عملیاتو ته زور ورته کړی دی.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د بهرني سیاست محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

جان اجون وايي چې د پ ک ک ترهګريز سازمان د خلیج د لومړنۍ جګړې نه وروسته د رامنځته شوې تشې  او ګډوډۍ نه په استفادې سره د عراق په شمال کې غرنیزې سیمې د ځان لپاره د هډې او اصلي مرکز په توګه وټاکلې . همداشان ددې سیمو نه په ترکیې د خونړیو ترهګریزو بریدونو په خاطر هم د هډې په توګه په استفادې پيل وکړ او د بله پلوه يي د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي حکومت د ځواکونو د بدیل په توګه ځان مطرح کړ . ددې سره سم يي د یو بدیل ځواک په توګه د کوردانو په فدرالي حکومت ځان تحمیل کړ.

په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴ کال  نه وروسته کله چې په عراق کې د داعش ترهګرې ډله رامنځته شوه او په ډیر سرعت سره د خپل کنټرول لاندې د سیمو  په پراخولو پيل وکړ او د پیشمرګه ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل شول د پ ک ک ترهګري سازمان ددې فرصت نه په استفادې سره په سیمه کې په سلګونو کلي د خپل کنټرول لاندې راوستل. د پ ک ک ترهګري سازمان دلته د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه د لویدیځې نړۍ په مرسته یو زیات شمیر سیمې ونیولې. همداشان د داعش پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې د سینجار په سیمه کې هم د هډو په جوړولو پيل وکړ او دلته د ریښو په ځغلولو پیل وکړ. په سینجار کې یزیدي ځواکونه ځای په ځای کړل.

ترکیې بیا د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف روانه مبارزه د هیواد د پولو نه بهر راکاږله او د سوریې سربیره يي په عراق کې هم په پوځي عملیاتو لاس پورې کړ.

ترکیې د قوي ارادې د عملیاتو نه وروسته د پنجې  د پوځي عملیاتو سره په ځانګړې توګه د ترکیې سره د پولې په اوږدو کې ترهګرو ته ډیر ستر او مرګوني ګوزارونه ورکړل. ترهګرو ته ډیر ستر ځاني تلفات واړول.

یو زیات شمیر سیمې د لاسه ورکړې او د ترکیې وسله والو ځواکونو د سیمې ډیرې مهمې او حاکمې نقطې او تپې د ترهګرو نه تصفیه او پاکې کړې او دلته ځای په ځای شول. پدې ډول پ ک ک ترهګری سازمان يي سویلي برخو ته شا ته کیدو ته اړ کړ.

کله چې ترکیې د عراق په شمال کې او په ځانګړې توګه د سینجار په سیمه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د هډو او موجودیت په ټکولو او لمنځه وړولو پيل وکړ یاد شوي سازمان د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرالي حکومت ترکیې وسله والو ځواکونو ته د استخباراتو په ورکولو او مرسته کولو تورن کړ. پدې ډول د دواړو ترمنځه ستونزې مخ په ډیریدو شوې او بالاخره په نښتو کې ښکیل شول.

د ویلو ده چې د پ ک ک ترهګری سازمان چې په سیمه کې د امنیت او استقرار د خرابولو اصلي لامل بلل کیده ددې سره سم يي د خپلو نفوذي سیاستونو او هلو ځلو سره د کوردانو د فدرالي حکومت ګټې هم په مستقیم ډول د ګواښ سره مخامخ کړې.

د کوردانو فدرالي حکومت د خپلو ګټو او ترکیې د سختو فشارونو له امله بالاخره د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف ګام اوچتولو ته مجبور شو او په یو زیات شمیر نقطو کې پ ک ک سازمان د سختو فشارونو لاندې ونیو.

د کوردانو فدرالي حکومت د زیني، ویرتي او ګارا په څیر په مهمو سیمو کې پیشمرګه او زراواني په څیر خپل مهم ځواکونونو د ځای په ځای کولو پيل وکړ. پ ک ک ترهګري سازمان بیا ددې اقدام په غبرګون کې په سیمه کې په پیشمرګه ځواکونو مخامخ بریدونه پیل کړل.

پ ک ک د پيشمرګه ځواکونو پر مرکزونو او هډو د بریدونو سربیره د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي حکومت لپاره د حیاتي ارزښت نه برښمند د تیلو د انتقال په نللیکو باندې بریدونه پيل کړل.

همداشان لکه څرنګه چې ترکیې ټینګار کولو او وړاند وینه يي کړې وه ټول په حقیقت بدل شول. ترکیې به تل په ټینګار ویل چې په سیمه کې د پ ک ک شتووالی یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې  عراق، اربیل او د ټولې سیمې لپاره یو ستر ګواښ دی  همداسې وشو.

نن ورځ د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي حکومت د هرې ورځې په تیریدو سره دا حقیقت لا په ښه توګه په درکولو پيل کړی دی. د همدې امله يي که  ناوخته هم وي  خو بیا هم وخت د وخت نه د نه تیریدو له امله يي په اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د بله پلوه داسې ښکاري چې پیشمرګه ځواکونه د ترکیې د وسله والو ځواکونو سره یو ځای په سیمه کې  د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف عملیاتو کې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه