ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسې پوهیږۍ چې په ترکیه کې کې د لومړي ځل لپاره یوې میرمني په ۱۹۳۳ میلادي کال کې د پيلوټۍ اجازه نامه او د تخصص سند ترلاسه کړ.
په ترکیه کې لومړنۍ ښځینه پیلوټه بدریه طاهر کوکمن ده. بدریه طاهر کوکمن په ۱۹۳۲ میلادي کال د وجیهي په هوايي ښوونځي کې په هوايي زده کړو پيل وکړ. هغې د یو پلو نه په دولت کې ماموریت دنده پر مخ وړله او د بل پلو نه يي په هوايي ښوونځي کې هوايي زده کړې اخیستې.
هغه د هوايي زده کړو او پیلوټۍ سره د شوق او ځانګړې مینې له امله د خلکو د سختو غبرګونو سره مخامخ شوه او د ډول ډول خنډونو سره به مخامخیدله.
حتا د مامورین د تنخوا به يي هم کسر معاش کوله تر څو د هوايي زده کړو نه لاس واخلي خو هغې عزم او اراده ډیره لوي وه . د ټولو خنډونو او ستونزو سره سره د خپل خیال نه لاس وانخیست.
د ډیرو زیاتو فشارونو او خنډونو نه وروسته د وظیفې پریښودو ته اړ شوه او پیلوټۍ سره د ځانګړې مینې له امله يي دولتي دنده او ماموریت فدا کړ.
بدریه طاهر په ۱۹۳۳ کال کې په ترکیه کې د پراشوټ د لومړي ښوونځي د لومړي مدیر عبدالرحمان ترک قوش لخوا د هوايي زده کړو د فراغت سند ترلاسه کړ. همداشان عبدالرحمان بدریه طاهر ته د ګوکمن یا د اسمانونو انسان لقب ورکړ.
همداشان په ترکیه کې په ۱۹۳۴ میلادي کال کې د تخلص د قانون د تصویبیدو سره خپل تخلص طاهر ګوکمن کیښود.
په ۱۹۳۴ کال کې بدریه طاهر ګوکمن د خپل فراغت سند د تایید په خاطر وړاندې کړ خو هغه د یو امتحان تابع شوه. خو کله چې د امتحان هیئت ښوونځي ته راغی د هوايي ښوونځي یواځنۍ الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله امتحان پاتې شو او لنډه موده وروسته دا هوايي ښوونځی وتړل شو.
سره ددې چې د هغه د پیلوټۍ سند په رسمي توګه تایید نشو خو بیا هم په ترکیه کې د لومړۍ ښځینه پیلوټې او هوا بازې لقب ترلاسه کړ او د تاریخ په زرینو پاڼو کې خپل نوم ثبت کړ.