د ورځنۍ اجندا تحلیل
په سوریه کې نیابتي جګړه
په سوریه کې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوی انقلاب ګام په ګام د کورنۍ مبارزې او مجادلې نه د سیمه ایزو او نړۍوالو طآقتونو ترمنځه د جګړې په مرکز بدلیږي. ددې هیواد په مبارزه کې د بهرنیو اکټورانو د مداخلې سره نیابتي جګړه پيل شوې ده . د بله پلوه د سوریې د جګړې اکټوران او د جګړې په ډګر کې قواعد هم د پام وړ بدلون موندلی دی.
د ویلو ده چې په سوریه کې د انقلاب د پیلیدو نه په اعتبار سره یواځې درې هیوادونه شتون لري چې د سوریې په اړه يي بااستقراره سیاستونه غوره کړي دي. ترکیه ، روسیه او ایران هغه درې هیوادونه وو چې د سوریې په مسئله کې دخیل دي. پداسې حال کې چې ترکیه د سوریې مخالفینو نه ملاتړ کوي روسیه او ایران بیا د اسد رژیم نه ملاتړ کوي. د سوریې په اړه د امریکا سیاست بیا استقرار نلري. کله د یو پلو او کله هم د بل پلو نه ملاتړ کوي.
د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د بهرنیو سیاستونو د څانګې څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
په سوریه کې د انقلاب د پيلیدو په لومړیو کلونو کې په سر کې امریکا کې لویدیځوالو هیوادونو په سوریه کې د اسد رژیم د مخالفینو نه ملاتړ کولو خو د داعش لخوا پدې هیواد کې د نفوذ او د خپلو فعالیتونو د ساحې د پراخولو او روسیې د مداخلې نه وروسته نوموړو د سوري مخالفینو د ملاتړ نه لاس واخیست.
امریکا ددینه وروسته په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د پوځي څانګې وای پ جي او سیاسي څانګې پي وای ډي سره پوځي همکارۍ په پیلولو سره په ځانګړې توګه د هیواد په شمال کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه.
سره ددې چې لویدیځوال هیوادونه د سوریې مخالفین اوس هم سوري مخالفین د سوریې د مشروع استازو په توګه په رسمیت پیژني خو اوس ورسره مرسته نکوي.
د بله پلوه د سوریې په اړه د امریکا په سیاستونو کې بې استقراري دوام لري.
امریکا د اوباما په دوره کې د سوریې مسئله ځیني مسئلې د خپلې سرې کرښې په توګه اعلان کړه خو وروسته يي بیا په شا ګام اوچت کړ.
پدې وروستیو کې حتا پخپله اوباما اعتراف وکړ چې د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د روسېې لخوا پر سوریې د پوځي مداخلې په خاطر امریکايي ځواکونو ورته لار خلاصه کړه او په لاره کې موجود ټول خنډونه يي له منځه یوړل.
همدشان د ټرمپ په دوره کې سره ددې چې د سوریې نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو اعلان وکړ خو په سوریه کې د امریکايي مرکزي ځواکونو او یو زیات شمیر نورو سیمو کې امریکايي ځواکونو د وتو نه انکار وکړ . نوموړو ټرمپ ته د تیلو او انرژۍ مسئله رابرسیره کړه او وویل چې تیلو امنیت باید وساتي.
نن ورځ هم په سوریه کې امریکايي ځواکونه د فرات نهر په ختیځ کې سیمو کې او دیروزور کې د تیلو کوهیانو کنټرول په لاس کې نیولی دی.
ددې سربیره د پ ک ک ترهګري سازمان د ځانګو پ وای ډي او وای پ جي نه ملاتړ ته دوام ورکوي.
د بله پلوه روسیه سره ددې چې د اسد د رژیم سره ځینې اختلافات هم لري خو بیا هم د اسد د رژیم نه ملاتړ ته دوام ورکوي. سره ددې چې ځینې داسې ادعاء کوي چې ټوله سوریه د اسد رژیم تر کنټرول لاندې ده او یا باید لاندې شي خو دا حقیقت نلري او حقیقي سیاست پلوه دا خبره ممکنه هم نه ښکاري. ددې خبرې ژوندی مثال د ترکیې سره د استانه د بهیر سیاسي او پوځي تړونونو او هوکړه لیکونو دوام دی.
همداشان روسیه په ادلب د پوځي فشارونو د زیاتولو سره ترکیه ددې هیواد په ګټه ځینو ګامونو اوچتولو ته مجبوروي. د بله پلوه په تل رفعت او منبیج په سیمو کې د وای پ جي ترهګرو سره په مختلفو برخو کې اړیکو ته دوام ورکوي.
د بله پلوه په سوریه کې د فرات سیند ختیځو سیمو کې په ځانګړې توګه د مالکیه او فیش هابور د امریکا سره قوي مبارزې ته دوام ورکوي. روسیه دلته وخت نا وخته د ګزمو په ویستو سره د امریکايي ځواکونو سره ټکر کوي . روسیه غواړي چې په کلاره کلاره امریکا ددې سیمې نه وباسي.
د ویلو ده چې په سوریه کې د روسیې لپاره بله مهمه مسئله د ایران سره رقابت دی. روسیه سره ددې چې په سوریه کې د مخالفینو او د دعش پاتې شونو پر خلاف د روانې مبارزې به خاطر د ایران سره اتفاق او اتحاد ته دوام ورکوي خو د بله پلوه په سوریه کې ددې هیواد د نفوذ او اغیزو د کمولو هڅه کوي. روسیه د اسد په رژیم د ایران پر خلاف د ځان د قوي کولو په خاطر فشارونه د هرې ورځې په تیریدو سره ډیروي.