د ورځنۍ اجندا تحلیل

ټولنیزه مډیا :

1256657
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د ویلو ده چې  په ننۍ پیړۍ کې په ډیرې شدیده توګه  د ټولنیزې مډیا د اصطلاح سره  مخامخ  یو. انسانان هره ورځ په ساعتونو  ساعتونو  خپل قیمتي  وخت  د ټولنیزې مډیا  په استفادې سره  ضایع کوي  او ددې خبرې په پایلو بحثونه  کوي.

ټولنیزه مډیا  د بعضو  لپاره  د رقابت  او انارشي  میدان  دی  او د بعضو لپاره بیا  په ازاده  توګه د خپل نظر د بیانولو  او خوښیو  د اظهار  ډګر  دی.

د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ټولنیزه مډیا باید څه ډول وارزو؟ د ویلو ده  که چیرې مونږ ټولنیزه مډیا په هر ډول  وارزو  او یا  يي په اړه هیڅ ارزونه ونکړو  ټولنیزه مډیا خپل فعالیت  ته  د خپلو سیاستونو او اهدافو له مخې  دوام ورکوي. خو دا خبره ددې په معنا نده چې  د ټولنیزې مډیا په اړه زمونږ  د ارزونو پر وړاندې خنډ  جوړ کړي.

ټولنیزه مډیا  نن  یو داسې  مجازي فضا  ده  چې په وړیا توګه  او   په ډیره  ازاده توګه د هر ډول  فکر  بیان ته يي زمینه برابره کړې ده .

راځۍ چې لومړی  د ټولنیزې مډیا  د ګټو په اړه لنډ بحث وکړو. ټولنیزه مډیا  د هغه  کسانو لپاره چې غواړي خپل فکر په ازاده توګه بیان کړي، د هغه کسانو لپاره چې غواړي مختلف نظریات او فکرونه مطالعه کړي او د هغه برخې لپاره  چې د نړۍ د مختلفو ټولنو او د ټولنې د مختلفو برخو د فکرونو د مطالعې  لیوالتیا لري  دې خبرې تګي  دي  یو ډیر  ښه  فرصت او امکان  برابر کړی دی.

یو داسې  مجازي  فضا ده چې  د یو انسان  فکر چې په حقیقت  کې  د خپل ژوند په اوږدو کې  خپل فکر او نظر  نړۍ خو پریږده چې خپل ټول هیواد، خپلې ټولنې او حتا  د ټولنې  یوې برخې ته  هم  رسولی نشي خو د ټولنیزې مډیا له لارې دده نظر  ټولې نړۍ ته  رسیږي.

همداشان  برعکس  په حقیقي  ژوند کې  که چیرې تاسې وغواړۍ چې ستاسې  نظر  له تاسو سره پاتې شي خو د ټولنیزې مډیا له لارې په ډیر کم وخت کې  د هرې برخې  غوږونو ته  رسیږي. حتا ډیر لرې لرې کسان  ستاسې  په نظر  باندې واقفیږي.

همداشان  دا ټول کار پرته  د کومې سرمایې  او پیسو په وړیا توګه کیږي.

پخوا به ددې کار لپاره  ډیرو زیاتو پیسو  ته اړتیا وه. د بیلګې په توګه  انسان مجبور یو چې  د خپل نظریې  د خپرولو  لپاره  ورځپاڼه جوړه کړي، راډیو جوړه کړي  او یا تلویزیون  جوړ کړي. ددې لپاره ډیرې زیاتې سرمایې او پیسو ته اړتیا وه خو نن ورځ  بیا دا هر څه په وړتیا توګه کیږي.

نن ورځ  په ډیرو کمو پیسو  د ټولنیزې مډیا  له لارې کولی شۍ چې خپل فکر او نظر  د نړۍ  ډیرې سترې کیتلۍ  ته  ورسوۍ. تر ټولو مهمه خو داده چې خپل دا فکر پرته د سانسور او کنټرول   نه  په څه ډول  چې  ستاسې  زړه وي په هماغه ډول  نورو ته انتقال کړۍ.

ازادي د بیان  او په ازاده توګه د نظریو او فکرونو بیانول  د هر چا نه مخکې  هغه رژیمونو  او دولتونو ته  ستر ګواښ جوړوي چې  سرپټي  وي.

د عرب پسرلی  ددې خبرې ښکاره  مثال دی. د ویلو ده چې په عربي هیوادونو کې چې د لسګونو کلونو راهیسې  د استبدادي  رژیمونو لخوا د نړۍ نه په سرپټې توګه  اداره کیدل  د همدې ټولنیزې مډیا په واسطه پکې ژورو بدلونو  او حتا  پاڅونونو ته  زمینه برابره شوه. ځکه چې  ټولنیزه مډیا  کنټرول  ددوې  لپاره ډیر ګران  وو. خلک  د تولنیزې مډیا له لارې په ډیر کم وخت کې سره  بسیج  او تنظیم  شول  .

ټولنیزه مډیا د هر ډول  درواغو او ناسمو معلوماتو د خپرولو، د کیتلو د پارولو لپاره هم  ډیر ښه  فرصت  برابره کړی دی.

د ویلو ده چې ټولنیزه مډیا  د مثبتونو اړخونو سربیره  یو زیات شمیر منفي اړخیړونه هم  لري. ټولنیزه مډیا نن ورځ  په ډیره  بې باکه  توګه  د هر ډول  درواغو، ناسمو معلوماتو، بې ځایه تهمتونو  او بهتانونو  د خورولو  تر ټولو  اسانه  لاره  او طریقې باندې  بدله شوې ده . د ویلو ده چې  نن ورځ په یو داسې حالت کې قرار لرو کې  کومه خبره رښتیا ده او کومه خبره درواغ  ددې معلومول  په ناممکنې خبرې بدله شوې ده .

ټولنیزې مډیا له لارې  یواځې  فکرونه او نظریات نه بلکې  هر ډول  بد اخلاقي، جرمونه او  جنایتونه   هم  په ډیره  بې باکه توګه نشریږي. پدې مجازي نړۍ کې هیڅ شی نه کنټرولیږي.

ټولنیزه مډیا د هر ډول  برید  لپاره کارکوونکو ته  فرصت ورکوي. د فیسبوک  بڼسټ ایښودونکي  ویلي دي چې د هر ډول  هک نه  د حفاظت په خاطر يي خپل د کمپوټر کمره  او مایک  تړلي او پلستر يي پرې وهلی  دی چې دا خبره حیرانوونکې ده .

د ویلو ده چې  نن ورځ  په نړۍ کې  خلکو ته  د ټولنیزې مډیا له لارې لاس رسی  ډیر اسانه شوی دی. نن ورځ د نړۍ  استخبارات  ددې تشې نه په ډیره ښه توګه استفاده کوي. نن ورځ  د نړۍ  استخباراتي شبکې او سازمانونه  په ټولنو کې د خپلو موخو لپاره  د خلکو د پارولو او تشنج  او ګډوډۍ د رامنځته کولو په خاطر د ټولنیزې مډیا نه  استفاده کوي. مونږ ددې خبرې ژوندی  مثال  د استانبول د تقسیم په سیمه کې ولید.

د استانبول د تقسیم  په سیمه کې  د ګیزي په پارک کې  د یو څو ونو  د پرې کولو له امله  ډیره  ستره غوغا  او بلوا  رامنځته شوه. مونږ  ددې شاهدي وکړه چې بهرني استخبارات  څه ډول  ددې  فرصت نه  استفاده کوي.

په بعضو هیوادونو کې د زیړو او نارنجي  انقلابونو شاهدي وکړه. ډیری خلک  دې انقلابونو ته  د نړۍوالو د یو زیات شمیر نړۍوالو سازمانونو سره  تړاو ورکوي. وايي چې  دا ددې سازمانونو لخوا تنظم  شوي دي.

د ټولنیزې مډیا د منفي اړخونو په اړه د بحث کولو پر مهال  باید  د بعضو برخو  چټلۍ  لوبې  چې ددې ټولنیزې مډیا له لارې ترسره کوي هیرې نکړو. نن ورځ  یو زیات شمیر برخې چې غواړي د خپلې خوښې یوه اجندا او مسئله رامنځته کړي  او یا خپل مخالفین  وټکوي  د جعلي  حسابونو  له لارې  ددوې پر خلاف  پروپاګند کوي.

که چیرې  ددې پلوه ټولنیزې مډیا ته کتنه وشي  ټولنیزه مډیا  خپل اصلي هدف  او معنا د لاسه ورکوي.

ایا نن ورځ  د څو هیوادونو استخباراتي شبکې  د ټولنیزې مډیا د شرکتونو  لخوا د کارونکو  شخصي معلومات په لاس کې لري؟

که چیرې  د ټولنیزې مډیا په اړه بحث کوو  یوه خبره  زمونږ  هیریږي چې هغه هم  د  تولنیزې مډیا شرکتونو سره  زمونږ  شخصي معلومات خو له پر ځای پریږده  چې  زمونږ د ژوند په اړه  هر ډول  معلومات شتون  دی. که چیرې  خپل شخصي معلومات هم  پر ځای پریږدو یواځې   زمونږ تبصرې، د نورو د تبصرې خوښول، د نورو د تبصرو په اړه د اظهار د نظر کول  او داسې  نور  زمونږ په اړه  هر څه پخپله بیانوي. دا پخپله  زمونږ د عقیدې، دین، مذهب، قوم، ملت او هر څه په اړه هغوې ته  معلومات ورکوي. یعنې  دا شرکتونه  نن ورځ  زمونږ  سیاسي  فکر  او هر څه په اړه کافي  معلومات راټولوي.

حتا دا ویلی شو چې نن ورځ  د ټولنیزې مډیا شرکتونه  د بعضو شخصیتونو په اړه  د هغوې د ډیرو نږدو ملګرو او خپلوانو نه  په ښه توګه  واقف  او ارزونې کولی شي.

دا مسئله  د هغه هیوادونو  او استخباراتي کړیو  لپاره  چې دا شرکتونه ورسره  نږدې  کار کوي  . زمونږ  په اند  دا شرکتونه  استخباراتي سازمانونو سره  دا معلومات په وړیا توګه نه شریکوي.

نن ورځ  مونږ  د ټولنیزې مډیا نه په ډیره بې باکه او غیرې مسئولانه توګه استفاده کوو. د یوې مسئلې په اړه  خپر نظر  داسې بیانوو  لکه  څوک  چې راپسې ولاړ وي  او په زور سره  په مونږ  یو څه لیکل  غواړي.

نن  ورځ  دا شرکتونه  زمونږ  د تبصرو، لایکونو، د تبصرو په اړه د تبصرو، نظریاتو  او هر څه نه زمونږ  د ژوند د هرې برخې په اړه کافي  معلومات لري. زمونږ د ضعفونو ، پلانونو، غوښتو  او هر څه په اړه.

حتا  ټولنیزې مډیا  محرمیت  له منځه وړی  دی. نن ورځ هره ټولنه او هیواد  د خپل راتلوونکي  په خاطر باید  پدې  مسئلې  لږ غور وکړي.

هو  د نني نسلونو  یوه  برخه  کیدای شي چې  د ټولنیزې مډیا سره  ډیر تړاو ونلري. دا هغه برخه ده چې عمرونه يي  د ۶۰ کلونو نه پورته دي خو نني نسل ماشومان  بیا  د ټولنیزې مډیا په منځ کې  پیدا شوي دي. د خپل ژوند  لویه برخه په ټولنیزه مډیا کې  په مصرف رسوي.

ټولنیزې مدیا  نن ورځ  کورنۍ اړیکې او روابط  د لمنځه وړو د ګواښ سره مخامخ کړي دي. په کورنیو کې  احترام  او درناوی  له منځه وړی  دی. نن ورځ  ماشومان  داسې لویږي  لکه  خپل سري. ټولنیزې مډیا زمونږ ماشومان  د زده کړې، تعلیم ، تحصیل  او حقیقي ژوند نه لرې کړي  او خیالي  نړۍ پر لورې  راکاږلي دي.

که چیرې  دا حالت په همدې شان دوام  پیدا کړي ایا  زمونږ  د ماشومانو  عاقبت  به  څه کیږي؟ دا مجازي نړۍ به زمونږ  ماشومان  چیرې  یوسي او کوم لوري ته به يي راکاږي؟

ایا دا روان حالات  به څه ډول یوه نړۍ  رانمځته  کړي؟ پروفیسور  بلبل وايي چې  مونږ  په بشپړه توګه ناهیلي نه یو. ټولنیزه مډیا چې په کومه اندازه  منفي اړخونه لري په همدې اندازه  مثبت اړخونه او ښه فرصتونه هم  لري. خو د ماشومانو له پلوه  باید  هغوې  ددې مجازي نړۍ نه  لرې وستاتو. هغوې ته ددې فرصت ورنکړو چې خپل قیمتي وخت  په عبس باندې  مصرف کړي.

ځکه که چیرې  په خپل وخت کې ددې خبرې مخنیوی ونکړو  کیدای شي چې ورسته وخت له وخته تیر وي. کیدای شي چې وروسته بیا مونږ  هغوې ددې ګردآب نه  ونشو ویستلی.

 


پيوندونه: #ټولنیزه مډیا :

اړوند خبرونه