د اوزبیکستان یاداشتونه

د اوزبیکستان یاداشتونه

1194031
د اوزبیکستان یاداشتونه

 

په اصل کې دې لیکنې ته  د لا درکه شوي تمدن په لټون کې  عنوان  مناسب وو. خو پدې وروستیو کې  په ترکستان کې  د فریدریس سټار لخوا  د لا درکه روند اندۍ   په نامه  تحقیقات دوام لري. ددې په خاطر  مونږ  دا عنوان  انتخاب نکړ. د بله پلوه  روند اندي  هغه  کلمه  ده  چې  لویدیځې نړۍ  ددې کلمې په واسطه  تل  خپل فکرونه  په نورو تحمیل کړي او تپلي دي. همداشان  په نړۍ کې  رامنځته شوي  دوه نړۍوالې خونړۍ جګړې هم  د همدې  کلمې  ثمره  ده.

خو مونږ  بیا  د لا درکه شوي تمدن  په لټون کې یو. د یو داسې تمدن  چې  د استثمار پر بڼسټ ولاړ نوي بلکې د عدالت پر بڼسټ ولاړ وي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور بلبل  وايي غواړم چې پدې خپرونه کې د اوزبیکستان په اړه لنډ بحث وکړم. هغه وايي چې تیره اونۍ يي د اوزبیکستان نه لیدنه وکړه. هغه وايي چې  د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس تیکا پر ملاتړ د انقرې د استراژیکو مطالعاتو مرکز ، د صباح الدین زایم د پوهنتون  او اوزبیکستان د ملي پوهنتون  په همکارۍ په جوړ شوي سمپوزیم  له امله  تیره اونۍ اوزبیکستان ته سفر کړی وو.

هغه وايي کله چې انسان خپل ابايي وطن  یا  زر کاله مخکې  د خپلو نیکونو خاورې ته سفر کوي  داسې احساس کوي چې د خپلو نیکونو  نه بلنه ترلاسه کړي وي. انسان یو ډول احساس کوي چې  بیان يي ګران  دی.

هغه وايي چې اوزبیکستان ته د سفر نه مخکې د سیمې په اړه یو اندازه تحقیقات وکړل. خو  کله چې انسان  د منځنۍ اسیا او بیا په خاصه توګه د اوزبیکستان په اړه تحقیقات  کوي  په ترکی ژبه  سرچینې  دومره محدودې  دي فقد  لکه د مکسیکو په اړه چې  تحقیقات کوې. په انقره کې مو  په کتابتونونو کې  د سیمې په اړه د موخذونو او سرچینو  لټونه وکړه  خو  هیڅ پیدا نشوه. خو په انګلیسي ژبه بیا  دومره ډیرې سرچینې  او مذخذونه  شتون لري چې  پوښتنه يي مکوه.

ترکستان

په ترکیه او اوزبیکستان کې  د تاریخي  پوهې خاوندان  هغه سیمه چې نن د ترک جمهوریتونو په نامه  مشهوره ده  پخوا  دا سیمه  د ترکستان په توګه مشهوره وه. خو د پخواني شوروي اتحاد لخوا ددې سیمې  د اشغال کیدو نه وروسته ددې سیمې د پارچه پارچه کیدو په خاطر پدې سیمې  د مختلفو نومو د ایښودو  هڅه شوې ده . له بده مرغه چې ددې اشغال نه وروسته ددې سیمې اصلي نوم ترکستان تر ډیره حده  ورک  شوی دی.

مونږ د ترکیې ترکان  د خدای بخلي  ولسمشر تورګوت اوزال  په دوره کې  د پخواني شوروي اتحاد د پارچه پارچه کیدو نه وروسته  پدې اړه  یو اندازه  معلومات پيدا کړل.

همداشان ددې سفر په ترڅ کې مونږ  یو سمپوزیم  د یو تن ګډون کوونکي  خاطراتو  دا تریخ  حقیقت  مونږ  ته  راپه یاد کړ.

دې ګډونوال  وویل چې   مونږ  د خدای بخلي  اوزال  د دورې نه مخکې د جاپانیانو لخوا د وریښمو د لارې په اړه  جوړ شوی  یو مستند فلم  ننداره کړ. کله چې مو پدې فلم کې ولیدل  چې د قزاقستان، قیرغیزستان او اوزبیکستان خلک  اودس  کوي  او لمونځ کوي حیران  پاتې شوم.

هغه ویل  مونږ  داسې فکر کولو  چې قومونه  د تاریخ په یوه دوره کې رامنځته شوي وو او وروسته بیا  ورک شوي دي  . خو  نه  دا قومونه نن هم  خپل موجودیت ته دوام  ورکوي.

ددې خاطرې په اوریدو سره  ډیر خواشینی شوم. دا ډیره  د افسوس خبره ده. البته چې هغه کس نه ملامتوم  ځکه چې په هغه وخت کې  تعلیمي نصاب  پدې ډول وو.

پرته د شکه  چې  د ماضي او تاریخ په اړه معلومات ترلاسه کول  ډیر مهم  دي.

هو د نني ختیځ ترکستان  د سیمې په ګډون  دا ټوله سیمه  د ترکستان په نامه  یادیده. د ویلو ده چې  دا ډول  مسایل  او پرمختګونه یواځې د پخواني شوروي اتحاد  په واکمنۍ رامنځته شوي ندي. د ملي دولت  په بحیر کې هم  د نړۍ په ټولو هیوادونو کې دا ډول  ویشل کیدل  او پارچه پارچه کیدل  ترسترګو کیږي.

د ویلو ده چې  یوه وخت د عثماني جغرافیې په توګه په مشهورې سیمه کې نن ورځ  ۵۲ جلا جلا دولتونه  شتون لري.

ددې پرمختګونو د رامنځته کیدو نه وروسته پر ځای ددې چې  خواشیني وښایو  باید خپلې اړیکې لا پسې  قوي کړو.

مونږ هم  باید د انګلستان د ننۍ کامون ویلټ  او د فرانسې د فرانسوي ژبې  هیوادونو د ټولنې په څیر  یو حرکت  رامنځته کړو.

معماري

پروفیسور بلبل وايي کله چې د سهار په ساعتونو کې  د اوزبیکستان په پلازمینه  تاشکنت کې  د الوتکې نه  ښکته شوو  خوندور  د پسرلي باران  زمونږ نه هر کلی وکړ. داسې احساس مو وکړ لکه  چې  زمونږ  نیکونه  د لمدو او اوښکو نه ډکو سترګو سره  زمونږ نه هر کلی کوي.

د ویلو ده چې  اوزبیکستان  تک شین  او آباده  یو هیواد دی. ددې هیواد ټول ښارونه لکه تاشکنت، سمرقند، بخارا  او داسې نور ټول  تک شنه  ول. ددې ښارونو هر لوري ته  تاریخي  او لرغوني  اثار  ترسترګو کیدل. دې هیواد  د خپلو لرغونو  او تاریخي اثارو نه په ډیره  ښه توګه حفاظت کړی دی.

پروفیسور  بلبل وايي  اوزبیکستان ته  د خپل سفر په ترڅ کې ما  پدې هیواد کې  د چا خبره  د ونو د قد نه  اوږدې  ودانۍ  ونه لیدې.

د نوموړي هیواد په ځانګړې توګه  پلازمینه تاشکنت، سمر قند او بخارا ښارونه  د سر خلاصي  موزیمونو په څیر  دي. پدې ښارونو کې  داسې یو بڼسټ  او ودانۍ به ترسترګو نشي  چې انسان  ته ناراحته کړي.

کله چې  په اوزبیکستان کې  دا ټول مشاهده کړو  انسان  بیا  ښه پوهیږي چې مونږ په ترکیه کې کومې ښېګڼې  د لاسه ورکړي دي.

علم او مدنیت.

په اوزبیکستان کې  تر ټولو  زیات  شی  چې انسان تر اغیزو لاندې  راولي  هغه هم  مدرسې  دي. پدې  خاوره کې په ۱۵ مه  پيړۍ کې  د تعلیم، علم، کولتور، فرهنګ او مدنیت  په اړه  په څه اندازه  ستر ګامونه اوچت شوي  او په کومه اندازه  ورته  اهمیت ورکړ شوی  دی دا مدرسې هر څه په ډاګه کوي. د اوزبیکستان  دا ستر مدنیت په اصل کې هغه کسانو چې  فکر کوي مدنیت او علم  یواځې د لویدیځ نه  عبارت دی  یو  ډیر ښه درس  دی.

د ویلو ده  چې  د اوزبیکستان  په پلازمینه  تاشکنت  کې  په  ۱۶ مې پيړۍ کې جوړه شوې  د کوکلداش  مدرسې نه  د لیدنې پر مهال  پروفیسور ډاکټر  محمد امین ګوکتاش  وویل چې په ۱۶ مه پيړۍ کې  په لویديځ کې ددې مدرسې په کچه  پدې اندازه  مجعز  علمي مرکز  ودانۍ  شتون نه درلود.

همداشان  د سمرقند  ښار  د ریګستان  میدان  د لیدو پر مهال  انسان زړه چې  په ورځو ورځو  دلته پاتې شي  او ددې میدان  د احتشام ننداره وکړي.

د ویلو ده  چې  دا میدان  په ۲۰۰۱ میلادي کال  کې  د یونسکو د سازمان لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې  شامل کړې شو. پدې میدان کې  د کولیه، اولوغ بای، شیردور او طلاکاري  مدرسې  شتون لري.

د ویلو ده چې  د الوغ بای  مدرسه  په ۱۴۲۰ میلادي کال کې د  تیمور د امپراتورۍ په دوره کې  د څلورم  سلطان  ستورو پوه  اولوغ بای  لخوا جوړه شوې ده .

د ویلو ده چې  پدې مرسته کې  د روغتیايي علومو نه نیولې تر ستور پيژندې، د ریاضیانو نه نیولې  تر دیني  علومو پورې په یو زیات شمیر برخو کې  درس ورکول کیده.

دا مدرسه په اصل کې د هغه دورې تر ټولو د مهمو پوهنتونونو په توګه ترینه یادونه کیږي.

په اوزبیکستان کې د سلګونو مدرسو نه نن ورځ یواځې په پلازمینه تاشکنت کې  د کوکلداش  او په بخارا ښار کې د میر عرب مدرسې  نن ورځ فعالي دي . دا خبره  په واقعیت سره  چې انسان  خواشینی کوي. خو کله چې په ترکیه کې  وګورو  یوه مدرسه هم پرانیستې نده. خو  د اکسفورد او هارورد په څیر  تاریخي پوهنتونونه نن ورځ هم  د پخوا په څیر  فعالي دي او تعلیم پکې  دوام لري.

د ویلو ده چې په اوزبیکستان  او ترکیې په څیر  د نړۍ د تاریخ د زانګو  په هیوادونو کې  باید  دا مدرسې  بیرته د علم او فرهنګ په مرکزونو بدلې کړی شي او بیرته يي دروازې  پرانیستل شي. دا  زمونږ  یوه جدي اړتیا ده.

 

 

 



اړوند خبرونه