د ورځنې د اجندا تحلیل

په ننۍ خپرونه کې  د عبدالحمید خان  ژوند  او نن ورځ ته  په انعکاساتو بحث کوو.

1146144
د ورځنې د اجندا تحلیل

 

عثماني امپراتورۍ  د قوي پاچاهانو نه  دویم سلطان عبدالحیمد خان د ۱۹۱۸ میلادي کال د فبروري په ۱۸ مه نيټه  ددې فاني نړۍ نه  سترګې پټې کړې. روانه اونۍ  د سلطان عبدالحمید خان د ۱۰۱ تلین سره  سمون خوري. تاریخ په اصل کې  یواځې ماضي ته نه وايي . تاریخ  په اصل کې د روښانه راتلوونکي تر ټولو ښه  موخذ  دی. د همدې امله  تاریخ  باید یواځې  د ستاینې او یا د محاکمه کولو  د الې په توګه نه بلکې  د عبرت اخیستو په سترګه وکتل شي. د تاریخ نه باید انسان  تل عبرت واخلي. د ترکیې نامتو لیکوال او شاعر محمد عاکف ویلي دي چې  تاریخ د تکرر  په توګه بیانوي.

د انقرې د یلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور داکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

پروفیسور  بلبل وايي که چیرې  تاریخ ته د عبرت اخیستو په سترګه وکتل شي  ایا څوک به ترینه د تکرر په نامه وکړي؟ که چیرې  مسلې ته  ددې اړه وګورو سلطان عبدالحمید او د هغه  دوره  په نن ورځ  د لا ښه پوهیدو په خاطر  زمونږ  ډیر زیاته مرسته کوي. د ویلو ده  چې سلطان عبدالحمید او د هغه دوره  په نن ورځ  د لا ښه پوهیدو لپاره زمونږ  د نږدې تاریخ  تر ټولو مهمه  دوره ده.

پرته  د شکه  چې د سلطان عبدالحمید خان په دوره کې د پراختیا په خاطر  ترسره شوې هلې ځلې، جوړ شوي ښوونځي، لوېې لارې، د لرو پرتو جغرافیو سره  ټینګې شوې قوې اړیکې  او په نړۍ کې د موازنې ساتلو په سیاست ډیر زیات ټینګار کول  هغه  څه دي چې  د روښانه راتلوونکې لپاره زمینه برابره کړې ده .

پدې خپرونه کې غواړو چې  د هغه دورې د ستونزو او په نن ورځ يي په اغیزو  بحث وکړو.

که چیرې  د سلطان عبدالحمید خان  دورې ته  ځیر شو د هغه  اصلي  هدف  او موخه  د ویش  او پارچه کیدو د خطر سره مخامخ  عثماني لویه امپراتورۍ  ژغورل وو. هغه  د امپرایالستو  ځواکونو په مقابل کې  د موازنې د سیاست  نه د کار اخیستو نه دا لویه امپراتوري په خپو  درولې وه.

سلطان عبدالحمید  خان  ټول ژوند عثماني امپراتوري  د بهرنیو دښمنانو  او د هغوې  د کورنیو همکارانو  پر وړاندې په مبارزه کې تیر شوی دی. امپریالستو طاقتونو به  د عثماني  امپراتورۍ نه  د ناروغ  کس په توګه یادونه کوله. هغوې غوښتل چې دا ستره  امپراتوري په خپلو منځونو کې وویشي. خو  سلطان عبدالحمید خان  د خپل ذکا  او فراصت  سره  ددوې په مقابل کې مبارزه کوله  او تل به يي  په خپلو کړو پښیمانول.

د همدې امله  څو ځله  د ډول ډول  خیانتونو سره مخامخ  شوی دی. په هغه وخت کې د اتحاد او ترقۍ  غورځنګ  چې  عبدالحمید خان به يي  تل په استبداد او دیکټاټورۍ  تورن  وو  خو کله  چې  واک ته  ورسیدل  داسې  چلند او کړنې وکړې  چې  هر سړی يي د ځان پورې حیران  کړ.

د ویلو ده چې  صهیونیستو  یهودانو  په هغه وخت کې  د انګلستان په مرسته  د عثماني امپراتورۍ  تر حاکمیت لاندې په سیمه کې  د اسراییلو د دولت  د جوړولو هلې ځلې کولې.

کاتب جلبي دولتونه د ابن خلدون  په څیر  انسانانو ته  ورته  کول. هغه  به ویل  چې  دولتونه  هم  د ماشومتوب، ځوانۍ  او زړښت  دورې  لري. کاتب چلبي  ویل  چې  عثماني امپراتورۍ هم  د ماشومتوب، ځوانۍ  او بلوغت  دوره  تیره کړې ده   او د زړښت  دوره يي پیل شوې ده . لکه څرنګه چې  طبیبان  د ناروغانو  د تداوۍ  او درملنې په برخه کې مهم  رول لري همداشان  دولتونه هم  د تجربه لرونکي، قوي  او مهم  چارواکیو  سره  د هر ډول  خطراتو په مقابل کې  ساتل کیږي. کاتب جلبي  به ویل چې  عثماني دولت  مشري  باید  یو داسې کس ته  وسپارل شي چې  هغه د مشرۍ  توان او ظرفیت  ولري. هغه  کافي تجربه ولري.

سلطان  عبدالحیمد  هغه  کس  څه چې  کاتب چلبي ویلي وو هغه ټولو اوصافو  او تجربې  نه برښمند وو. خو  له بده مرغه چې  وخت د بدلیدو په حال کې وو. د امپراتوریو  معیاد  پوره شوی وو.

د شلمې پیړۍ په پیل کې یواځې عثماني امپراتوري  د تاریخ  د پاڼې نه پاکه شوې نده بلکې د روسیې ، اتریش، هنګري امپراتورۍ هم  د تاریخ د پاڼو نه پاکې شوې. پداسې حال کې چې  د عثماني ، روسیې ، اتریش او هنګري په څیر  امپراتورۍ د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه  وروسته  ختمې شوې  د انګلستان  قوي  امپراتوري بیا د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د تاریخ د صفحې نه پاکه شوه.

په نن ورځ  د سلطان عبدالحیمد خان د دورې اغیزې :

که چیرې  نن ورځ  د هغه دورې  انعکاساتو ته  وګورو  د هر څه نه مخکې د سلطان عبدالحمید خان په دوره کې  رامنځته شوې نړۍوالې اړیکې  او د نړۍ د مسلمانانو نه  قوي  دفاع  او د هغوې نه د ملاتړ  نه د مثال په توګه یادونه کولای شو. نن ورځ  د جابان نه  نیولې تر چین نه، د افریقا نه  تر منځني ختیځ او اروپا  په یو  زیات شمیر برخو کې  د عبدالحمید خان په دوره کې د جوړو شوو اثارو  شاهدي کوو. د ویلو ده چې د عثماني امپراتورۍ  او پاچاهانو ترمنځه  سلطان عبدالحیمد خان  هغه  امپراتور او خلیفه  دی  چې  د ټولو ستونزو، عدم امکاناتو  او  اقتصادي  ستونزو سره سره  په نړۍ کې  د ځان ډیر زیات  اثار  پریښې دي.

سلطان عبدالحمید په اصل کې  د عثماني امپراتورۍ  د پراختیا  او  د ډیر زیات طاقت او قوت  د دورې پاچا نه وو. هغه د یو داسې  دورې پاچا وو چې  عثماني امپراتورۍ د پارچه پارچه کیدو او  ویشل کیدو  د ګواښ سره  مخامخ  وه. هغه  د خپل عمر  لویه برخه  امپراتوري او عثماني دولت په خپلو خپو د درولو  او د پارچه پارچه کیدو د مخنیوي په خاطر  په مبارزه کې تیر کړی دی.

سلطان عبدالحمید  خان  د یوې خاینې  او منفورې کودتا په پایله کې  له واکه  لرې کړی شو.

د هغه  وخت د کودتا اصلي معمارانو  اتحادچیانو  دې لړۍ ته  دوام  ورکړ. همداشان  وروسته  نوموړو د ازادۍ او ائتلاف  په غورځنګ کې ځای ونیو. دې کودتاګانو  د مندرس  ، اوزال  او اردوغان په دورو کې هم  دوام وکړ. په ترکیه کې  کودتاګانو  د جمهوریت  د تاریخ په ترڅ کې  دوام  کړی دی. خو  کله  چې  په ترکیه کې  د عدالت او پراختیا  ګوند  واکمنۍ ته  ورسید  په هیواد کې د ډیموکراسۍ  او ملکي کیدو په برخه کې د اوچتو کړو  قوي  او قاطع ګامونو سره  د کودتاګانو  دود  د ورکیدو سره مخامخ کړ.

په ترکیه کې  حکومتي  نظام  د صدراتي نه  ریاستي ته  د اوښتو سره  د کودتا دود ته  تر ټولو  ستره  ضربه ورکړ شوه.

د یادولو  وړ ده چې  د تخت نه د عبدالحمید خان د راښکته کولو په خاطر  ترسره شوې  کارونه، په ځانګړې توګه د اتحادچیانو ددې خیانت په اړه  ملت ناخبره وو.  د هیواد تش په نامه  روند اندو، مطبوعاتو، بیورکراسۍ  او پوځ  په څیر  داخلي عناصرو د خارجي عناصر  په مرسته  او ملاتړ  د خپل ملت او دولت  پر خلاف  داسې  یو ستر خیانت  ترسره کړ  چې  میراث يي تر ننه  پورې په هیواد کې  پاتې شو. د مندرس ، اوزال، اربکان  او اردوغان پر خلاف ترسره شوې  کودتاګانې په اصل کې  د هغه میراث دوام  وو.

د یادولو وړ ده چې  سلطان عبدالحمید  خان  د خارجي  دښمنانو لخوا د هغوې د داخلي لاسپوڅو  په واسطه  نړۍ ته  د یو شیطان په توګه  معرفي شوی وو. ټولو داسې ګمان کولو که چیرې سلطان عبدالحمید خان  له منځه  ولاړ شي او یا د تخت نه ښکته کړی شي  موجودې  ټولې ستونزې به  حل شي. همداشان  دوې دا کار  وروسته د جمهوریت په دروان کې  د  مندرس ،اوزال، اربکان او اردوغان په دورو کې هم  وکړ.

د ویلو ده چې  عبدالحمید خان  د تخت نه د راښکته کولو نه وروسته  رامنځته شوو حالاتو  یو زیات شمیر  هغه روند اندي چې د هغه د تخت نه په ښکته کولو کې  فعاله رول  او لاس درلود  ډیر زیات  پښیمانه  ول  خو وخت د وخت نه تیر وو.

د نوموړو روند اندو د جمع نه  د نامتو شاعر او لیکوال  رضا توفیق نه یادونه کولای شو. هغه  د سلطان عبدالحمید خان په اړه  شعرونه ولیکل . خپله پښیماني  پدې شعرونو کې  اظهار کړه. هغه د سلطان عبدالحمید خان د روحانیت نه  استبداد  تر نامه  لاندې په شعر کې هر څه  په ډاګه کړل.

هغه پدې اړه په لیکلي شعر کې ویلي وو: ای  لوی سلطانه ، تاریخ چې هر کله هم  ستا نه یادونه کوي  تاته  حق  درکوي. مونږ وو چې  په ډیرې بې شرمۍ مو په تا  افترا  وویله. ته  د پيړۍ تر ټولو  ښه سیاسي  پاچا وې او عبدالحمیده.

هو دا هم  حقیقت دی چې  د عبدالحمید  مخالفین  ټول  روند اندي  پدې فکر نه وو. د هیواد نامتو لیکوال کمال طاهر  وايي چې  نوموړو  رونډ اندي په اصل کې  د لویدیځ مدنیت  د حاکمولو  او عثماني دولت  د ژغورنې په خاطر  دا  کار کړی وو. خو د  خواشینۍ خبره داده  دا  رونډ اندي وروسته په هر څه د پوهیدو سره سره  چې دا د عثماني دولت پر خلاف جوړه شوې دسیسه وه  خو بیا يي هم  د هغوې نه ملاتړ ته دوام ورکړ. کوم  کسانو  چې  ددوې په مقابل کې غږ اوچتو  او په واقعیت سره يي  د عبدالحمید خان او عثماني دولت  د لمنځه تلو مخنیوی  کولو هغوې به يي په جهالت او وروسته پاتې کیدو  تورنول. که چیرې  مسلې ته ددې زاویې نه وګورو  د عثماني دولت د ختمیدو  اصلي  لامل  هم  همدا  لویدیځ پلوي  رونډ اندې وو.

ایا  د عثماني دولت  د  رونډ اندو  او د جمهوریت د دورې د روند اندو ترمنځه کوم ټوپیر شتون لري؟ دې رونډ اندو  د خدای بخلي  شهید لومړي وزیر عدنان مندرس د اعدامولو ، د تورګوت اوزال په وژنه  کې هم  ورته  رول  درلود. ایا  دوې  بیا  د رامنځته کړو  دې فلاکتونو او هیواد ددې ناخوالو سره  د مخامولو له امله  پښیماني وښوده . نه.

همداشان نن ورځ  یو زیات شمیر  د لویدیځ  لاسپوڅي  روند انډې هم  شتون لري چې یواځنۍ دنده  د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خلاف تبلیغات  او د خپلو بادارانو په ژبه  خبرې کول دي. د طوطي په څیر  یو څه  خبرې او انتقادونو نه  حفظ کړي  او د هر فرصت په موندولو سره  دا تکراروي. الله مکره  که چیرې  دوې  پدې وروستۍ  اقدام کې بریالی شوي وی  نو نن ورځ به  ددې ملت حال څه وای؟ ایا  دوی  به  پخپلو دې کړنو  پښیمانه وی؟

 



اړوند خبرونه