د ورځنۍ اجندا تحلیل

مورو  د روښانه  راتلوونکې پر لورې :

1140271
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د فیلیپین  په سویل کې  د مینداناو په ټاپو کې میشت  د مورو مسلمانان  د بشريت په تاریخ کې  تر ټولو  زیات  دریدونکي  او ځوریدلي  مسلمانان  دي. د مورو په سیمه کې پر مسلمانانو  دا ظلمونه او شکنجې  د ۱۵۰۰ کلونو په پيل کې  پيل شوي چې  د تیرو څه باندې  پنځو پیړیو راهیسې  په همدې شان دوام لري. د ویلو ده چې ددې سیمې مسلمانانو د نړۍ تر ټولو کړیدلي، ځوریدلي، غم او درد لیدلي  مسلمانان  دي. نن  ورځ ددې سیمې  او جغرافیې لپاره نوې هیلې  او امیدونه  راژوندي شوي دي.

د ویلو ده چې نن ورځ  په افقونو کې  د مورو د سیمې د ماشومانو په سترګو کې د اوښکو وچیدل، تورتم  دوره  او شپې ورځې د ختمیدو، د ماشومانو بې پلاره او بې موره پاتې کیدو  ښکاري. نن ورځ  د مورو  مسلمانان  د روښانه  راتلوونکې پر لورې  روان  دي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ترکي ژبو هیوادونو کې  په هره دعا کې  د فلسطین، کشمیر او نورو کړیدولو ملتونو  او مسلمانانو سره  سم  د مورو  مسلمانانو پر حق کې هم  دعاګانې کیږي. د ویلو ده چې  د مورو د مسلمانانو مبارزه  د نامتو شاعر  او لیکوال  صالح میرزا اوغلو لخوا د لیکل شوي  د رڼايي جنګیالي  او د مورو داستان  په نامه د شعر سره  نړۍ کې لا زیات  مشهور شول. خو  نن ورځ  د مورو مسلمانان  د یو ډیر روښانه  راتلوونکې انتظار باسي.

غواړو  چې  پدې بحث کې  د جنوري به ۲۱ مه نیټه  د ترسره شوي ټولپوښتنې په اړه هم  تاسې ته  لنډ معلومات درکړم.

لومړی راځۍ چې د مورو د مسلمانانو تاریخ ته لنډه کتنه وکړو.

د ویلو ده چې  د اسلام مبارک دین  د فیلیپین  ټاپو ګانو ته هم  د لرې ختیځ د نورو  سیمو په څیر  رارسیدلی  دی.

د مورو سیمې ته هم  د مسلمانو سوداګرو په ذریعه  د اسلام  مبارک دین  رسول شوی او وروسته  خپور شوی او لا زیاتې کیتلې ته  رسول شوی دی. د ویلو ده چې  د مورو په سیمه کې مسلمانانو تر ۱۵مې پيړۍ پورې  د خپلو دولتونو  تر چت  او حاکمیت لاندې په ډیره  سوله ایزو  او  ډاډمنده  فضا کې ژوند کولو.

په ۱۵۲۱ میلادي کال کې  د مورو د سیمې د مسلمانانو او اسپانیویانو ترمنځه نښته  پیلیږي. د ویلو ده چې  په هغه وختونو کې اندولوس  چې  اوس د اسپانیا په نامه یادیږي  د مسلمانانو تر کنټرول لاندې وو. پدې جګړه کې  د مسلمانانو د ماتې او اندولوس  د لاسه ورکولو نه وروسته  نښتو  فیلیپین ته  وغځیدې  او د هغه نیټې نه راپدیخوا يي د مختلفو نومونو سره  دوام پيدا کړ. دا جګړې  د نږدې ۵۰۰ کلونو راهیسې په همدې شان دوام لري.

پداسې حال کې  چې د فیلیپین سویلي برخو  قاطع  اکثریت  مسلمانانو تشکیلوه  خو  په ۱۹۰۰ کلونو کې  د سیمې په ساختارونو کې د تغیراتو د راستو  له امله مسلمانان په یو زیات شمیر سیمو کې په لږه کیو بدل شول.

د ویلو ده لومړی  اسپانیویانو  او د شلمې پيړۍ  په لومړۍ برخه کې  کله چې  سیمه  د امریکا او وروسته د فیلیپین تر کنټرول لاندې راغله  د غوره کړو سیاستونو سره  يي  ډیری  مسلمانان  یا په قتل  ورسول  او یا يي هم  کډوالۍ ته  اړ کړل شول.

پروفیسور  بلبل وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې له سیمې لیدنه وکړه. ډیری خلکو د ځمکې د پاسه د ژوند کولو  حق  نه درلود  . هغوې  د کښتیو  په منځ کې ځانونه ته  کورونه جوړ کړي وو او د سیندونو په منځ کې  ژوند کولو ته  دوام  ورکوي.

د ویلو ده چې د مورو د سیمې مسلمانانو  په ۱۹۶۰ کلونو کې  ددې ظلمونو او  مسلمانانو د نسل وژنې  پر خلاف  منظم  مقامت  پیل کړ. د سیمې  مسلمانان  د منسجم کیدو نه وروسته  په مقامت  لاس پورې کړ.

نوموړو  مسلمانانو  د بیلابیلو  سازمانونو او ډلو تر چت لاندې  دې مقامت ته  دوام  ورکوي. همداشان ددې سره سم  د نوموړو  سازمانونو  او ډلو مشرانو  د فیلپین د حکومت سره  مذاکراتو هم   پيل کړي وو. دا مذاکرات  د اسلامي ازادۍ د جبهې د مشر سلامت هاشم  او د هغه د مړینې نه وروسته  د نوي مشر حاجي مراد ابراهیم  لخوا  دوام  وموند.

همداشان  د نوموړو مذاکراتو په پایله کې  د فیلیپین  د حکومت او اسلامي ازادۍ د جبهې  ترمنځه  ددې څه باندې ۵۰ کلنې جګړې د پایته رسولو  چې په ترڅ کې  ۱۲۰ زرو تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او تر دوو میلیونو تنو ډیر انسانان  کډوال شوي دي  په ۲۰۱۲ کال کې  تړون لاسلیک شو. په ۲۰۱۴ کال کې  د سولې د بهیر د څار په خاطر  د څار هیت  وټاکل شو. همداشان  په ۲۰۱۴ کال کې  د فیلپین  ولسمشر د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاین پر مهال  د مورو مسلمانانو سره   د خودمختارۍ   ژمنه وکړه.

هغه وویل چې د بري په صورت کې  به د مورو سیمې ته خودمختاري ورکړي.

سره ددې چې ددې بهیر نه  پنځه کاله تیږیږي خو  بالاخره  د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۲۱ مه نیټه د مورو مسلمانانو ته د خودمختارۍ د ورکولو په خاطر  ټولپوښتنه وشوه. پدې ټولپوښتنه کې  ۸۰ سلنه خلکو  مسلمانانو ته د خودمختارۍ د ورکولو  په پلوي رای وکاروله.

د ویلو ده چې  د مورو په سیمه کې د خودمختارۍ په خاطر لومړی د ۸۰ غړیو لرونکې انتقالي  اداره جوړیږي. دا انتقالي اداره به  د پارلمان په څیر  دنده اجرا کوي. دا انتقالي اداره به تر ۲۰۲۲ کاله پورې  د د بانګسامورو د سیمې  اداره  په لاس کې واخلي.

د ویلو ده چې  ددینه وروسته به  د نوموړې سیمې  ۷۵ سلنه  مالیه  سیمه ایزې ادارې ته او ۲۵ سلنه به مرکزي  حکومت ته ورکول کیږي.

همداشان  د سیمې  د طبعي  زیرمو نه  د ترلاسه کیدونکو عوایدو  ۷۵ سلنه  سیمه ایزې ادارې ته  او باقي ۲۵ سلنه به مرکزي حکومت ته ورکول کیږي.

همداشان  ددینه وروسته  د مورو په سیمه کې  کیدای شي چې اسلامي قوانین عملي کړي.

همداشان پدې سیمه کې میشت  مسیحیان به د فیلپین د قوانینو تابع  پاتې شي.

د ویلو ده چې  د خومختارۍ سره  به  د مورو د سیمې مسلمانان په داخلي چارو کې خپلواکه  او په بهرنیو او امنیتي چارو کې به  د فیلپین د حکومت  پورې تړلي وي.

د  مورو د مسلمانانو اړتیاوې:

د یادولو وړ ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې د سولې د بهیر تداوم  ډیر ګران کار  دی.ډیری وخت  تیرې پیښې  د سولې مذاکرات  د خنډونو سره  مخامخولی شي. د همدې امله  د نړۍوالې ټولنې لخوا  په سیمه کې  د سولې د بهیر او مذاکراتو نه ملاتړ  حیاتي ارزښت  لري.

د ویلو ده چې  د فیلپین  ولسمشر  رودریګو دوترته د مورو سیمې ته  نږدې په یوې سیمه کې  لوی شوی دی. دا چې  د هغه  کوچنیوالی  پدې سیمه کې تیر شوی  او د مورو د سیمې  د مسلمانانو د حال او احوال نه  ډیر په ښه توګه اګاه  دی  دا  ډیره مهم چانس  دی. د همدې امله  ددې بهیر  د تداوم په خاطر باید  د دوترته نه ملاتړ  وشي.

همداشان  باید  اجازه ورنکړل شي چې دا بهیر  او مسلمانانو  هیلې او امیدونه  د داعش ترهګرې ډلې  په لاس  له منځه یوړل شي.

یو ټولنه چې  د تیرو ۵۰۰ کلونو راهیسې  د خپلواکۍ په خاطر مبارزه کوي، پدې مبارزه کې  ډیر سخت  بدلونه  پرې کړي وي  البته چې  مرستو ته اړتیا لري.

د ویلو  ده چې نن ورځ  پدې سیمه کې  ۲۶ نړۍواله خیریه موسسې  شتون لري. د اسلامي نړۍ نه یواځې د ترکیې  خیریه  ټولنه  د سیمې د خلکو سره  مرستې کوي. ددې سیمې خلک لا زیاتو انساني مرستو ته اړتیا لري.

همداشان  ددې سیمې  مسلمانان  یواځې د اوس لپاره نه بلکې په راتلوونکې کې هم  هر ډول مرستو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه د خودمختارۍ په دوره کې. ددې سیمې  مسلمانان  د اوږدو  کلونو راهیسې د ژوندي پاتې کیدو په خاطر  د وسله والې مبارزې او ټوپک  نه پرته  بل څه ندي لیدلي. همداشان د سیمه ایزو  حکومت  او ادارې د جوړولو په خاطر  البته چې  ادارچیانو ته  اړتیا لري. دا چې  د مورو د سیمې  د کړیدولو  او ځوریدولو  مسلمانانو دا  ۵۰۰  کلنه  ارزو او هیلې  عبس  نشي  باید ټوله اسلامي نړۍ ددوې سره  د کدرونو  د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

ددې سیمې  د روغتیايي، حقوقي ، عامه نظم، ادارې  او داسې نورو برخو کې د اړتیاوو  د پوره کولو په خاطر  باید  پوهنتونونه ، د طب ، حقوقو، عامه ادارې او داسې نورو برخو فاکولتې  پرانیستل شي. ددې سیمې  ځوانان باید  په سالمه توګه وروزل شي  تر څو  په خپلو خپو ودریږي  او خپلې ټولې اړتیاوې پخپله حل کړي.

د ویلو ده چې  د مورو د سیمې  د سولې د مذاکراتو د دوام  به خاطر  د ترکیې په ګډون یو نړۍوال کمیسیون  جوړ شوی وو. همداشان ددې کمیسیون ترڅنګ  د څار یو هیت هم  ټاکل شوی وو.

د څار پدې هیت کې د مورو د مسلمانانو په غوښتنه  د ترکیې  یوه مرستندویه ټولنه هم  شتون لري. د ترکېې د انساني مرستو  ټولنې  یو تن غړی  حسین اوروچ  پدې هیت کې  د ترکیې استازیتوب کوي.

سره ددې چې  د ترکیې ډیری خلک  پدې نه پوهیږي خو ترکیه  د خپل قوي تاریخ، میراثونو او تجاربو سره  د نړۍ په یو زیات شمیر  برخو کې  د نړۍوالې سولې سره  مرسته کوي.

ترکیه یواځې د دولت په کچه نه بلکې  د ملکي  او خیریه ټولنو سره هم  دا ډول فعالیتونه  پرمخ وړي.

د ویلو ده چې  د  مورو د سیمې  د ۵۰۰  کلنې مبارزې  په دوران کې روانې شپې او ورځې  ډیرې زیاتې قیمتي دي.

دا  شپې او ورځې او دوره  د مورو  د سیمې  د روښانه راتلوونکې  له پلوه  ډیر زیات اهمیت لري. ددې سیمې د هر یتیم، هرې ګونډې، هرې مور  او هر پلار  لپاره  ځانګړی اهمیت لري . د انسانیت  او سولې لپاره ځانګړی اهمیت لري.



اړوند خبرونه