د ترکیې د نړۍوالې اجندا تحلیل

د ترکیې د نړۍوالې اجندا تحلیل

1066078
د ترکیې د نړۍوالې اجندا تحلیل

 

پدې خپرونه کې هم  په نړۍ کې د تعلیم  په اهمیت  او ارزښت بحث کوو.

په تیره خپرونه کې  مو هم  په نړۍوال کچه  د تعلیم  پر اهمیت  او ډولونو بحث کړی وو. په تیره خپرونه کې مو هم  ویلي وو چې  ښه تعلیم  او بد تعلیم  ساري  دی. د نورو هیوادونو  تعلیمي  سیستم  هم  زمونږ په ژوند  مستقیمې اغیزې کولای شي. د همدې امله  د بشریت د کورنۍ  لپاره  یو ګډ نړۍوال  تعلیمي سیستم  ته اړتیا لرو. په تعلیمي  سیستمونو کې مو  د عدالت او حسن ظن  په اړه بحث کړی وو. پدې خپرونه کې په همدې مسلې  بحث ته دوام  ورکوو.

د ترکیې د انقرې ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د انسانانو  سالم چلند  چې  په یوې ټولنه کې  د ژوند اساسي  برخه  تشکیلوي  د عمومي اخلاقو په توګه  منل شوي دي. د همدې امله  د ټولنې هر وګړی  باید  ددې اخلاقو خاوند وي.

د ویلو ده چې  غلا نه کول، په چا  باندې برید نه کول، درواغ نه ویل، د نورو سره بد چلند نه کول  دا هغه څه دي چې د یوې ټولنې  اساس تشکیلوي. د یوې ټولنې اساسي اصول دي.

د یوې شیبې لپاره  د ځان سره  فکر وکړۍ ، سهار له کوره وځۍ او  فرض وکړۍ  چې  دا اصول شتون ونلري ایا  څه  به  رامنځته شي. لومړی دا چې پداسې یو حالت  کې د کور نه وتلی شو؟ دا چې  پدې پوه نشو چې د کور نه د وتو سره سم  یو څوک په مونږ  برید نه کوي څه ډول کولای شو  ووځو؟ د یوې شیبې لپاره د ځان سره  فکر وکړۍ چې  په یوې ټولنه کې  خلک په دوامداره توګه په خلکو بریدونه کوي، تیری کوي، د خلکو مال او ملک غصبوي، پرته ددې چې  کار وکړي  د نورو  مالونه لوټوي ایا پداسې یوې ټولنه کې  به انسان څه ډول ژوند وکړي؟ ایا پداسې  یوه وحشت نه ډکه  ټولنه کې څه ډول کولای شو چې ژوند وکړو.

د همدې امله  وایو چې  په یوه ټولنه کې د هر څه نه مخکې  یو داسې  تعلیمي پروګرام  او سیستم  ته اړتیا لرو چې  د  ښو اخلاقو خاوند  وګړي  وروزي  . د سالمې ټولنې او نړۍ  لپاره  د چارو په لومړیتوب کې  باید  همدې مسلې ته ځای ورکړو.

د یادولو وړ ده چې  عمومي ارزښتونه  او اخلاق په ټولو ټولنو او هیوادونو کې  یو شان دي. سره ددې چې د ټولنو ترمنځه  اخلاقي  ارزښتونه  ټوپیر لري خو په عمومي مسلو کې بیا  جدي توپیر شتون نلري.

متجسس  ، زیار او زحمت ته هڅوونکی تعلیمي سیستم.

لاندې  ارزښتونه  هغه څه دي چې  یو تعلیمي  سیستم  د محتویاتو او ډول  په اړه دي. یو داسې  سیستم  چې بڼسټ يي  پر عدالت ، خوشبینۍ او اخلاقو ولاړ وي. دا هغه  بڼسټ دی  چې هر ډول  تعلیمي  سیستم  باید پرې  ولاړ  وي.

هر هغه سیستم چې پدې بڼسټ  ولاړ نوي  هغه  د ټول  انسانیت او بشریت  لپاره ستر تهدید تشکیلوي.

که چیرې  نن ورځ  نړۍوالو جګړو  چې بشریت يي د فلاکت پر لورې راکاږلی دی  ، ترهګریزو بریدونو ، په دومداره  توګه امنیتي دیوارونو ، د نورو د احیا او ژوندي کولو پر ځای  د لمنځه وړو په اړه هر ډول  وسلې او ایجادونه  جوړیږي  دا د بې  تعلیمه  انسانانو نه بلکې  د ډیر لوړ تعلیم  خاوندانو لخوا جوړیږي. دا د ډیرو لوړ تعلیم  خاوندانو  کار  دی. دا ټول کارونه د لږ  تعلیم  سره  نه بلکې  د ډیر لوړ تعلیم  کار  دی. نن ورځ روانې اوښکې ،  دردونه ، غمونه  او   وژنې  .

د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص  په یو حدیث شریف کې فرمایلي دي چې  د بې ګټې علم نه  الله تبارک و تعالی ته  پناه وړم . دا حدیث  شریف په اصل کې هر څه بیانوي او د هر څه خلاصه  ده. یعنې  پیغمبر ص  د بې ګټې  علم  نه  الله ته پناه غوښتې ده.

لکه څرنګه چې مونږ  مخکې وویل  مونږ  په اصل کې  متجسس  تعلیمي  سیستم ته اړتیا لرو. یو داسې سیستم  ته چې  هره ورځ  مو نوو ایجادونو، تحقیقاتو او د انسانیت  په ګټه ښو  اعمالو ته  وهڅوي. ځکه  چې  تمبل، تیار خور، د نورو د اوږو بار  د ژوند طرز  ټولنه  له منځه وړي.

د همدې امله یو داسې تعلیمي سیستم غواړو چې  ټولنه  هر ډول کار ، مسلک ، زیار او زحمت ته  وهڅوي. یو داسې  تعلیمي  سیستم  وي چې د ټولنې غړي په خپلو خپو درولو ته وهڅوي.

د ویلو ده چې نن ورځ  د مدرن او مرکزي دولت  نه سربیره  یو ډول  تعلیمي  سیستم  په ټوله نړۍ کې  مروج  دی. دې مروج سیستم  تعلیم ته  د ټولنې د هر وګړي د لاسرسي په برخه کې  ډیره مرسته کړې ده . ددې سره سم  دې سیستم  توپیرونه له منځه وړي  او  ټول يي  یو ډول کیدو ته  هڅولي دي. دا پداسې حال کې ده چې  هر انسان  جلا زنده جان  او هر زنده جان یو جلا جهان  دی.

پدې اړه  د هیواد نامتو عالم شیخ غالب داسې ویلي دي. په ځان  ډیر پام کوه  ای  انسانه ځکه چې  اشرف د مخلوقاتو يي ته. ته د ټولو کائینانو  د سترګو تور  يي.

زمونږ  په اند  یو داسې  تعلیمي  سیستم  ته اړتیا لرو  چې  ټولو ته  یو شان  نوي. د هر وګړي  د ذکاوت  ، استعداد  په مطابق  د هغه  پوتانشیل  کشف کړي. یو داسې  تعلیمي سیستم  وي چې  ټولنې او د ټولنې وګړو ته يي لا زیاته ګټه  او خیر ورسیږي.

د ورځني ژوند  په مطابق  تعلیمي سیستم.

د عنعنوي  تعلیمي  سیستمونو  له مخې  د ټولنې وګړي  ډیری  د شاګرد استاد  د اړیکو سره  هر شی  د چا خبره  په عملي ډول  زده کوي. خو نن ورځ  تعلیمي ادارې  او تعلیمي سیستم  لا زیات مسلکي شوی دی.

مسلکي توب  او په هره برخه کې په مسلکي والي باندې ټینګار په اصل کې  زمونږ نه ډیر څه اخیستی دی. که چیرې نني تعلیمي سیستم او اداروتو ته وګورو  د حقیقي  ژوند نه  یو اندازه  لري دي. نن ورځ  تعلیم  یواځې په تیورۍ  کې پاتې شوی دی. عمل  شتون نلري.

د انشتین  یوه  مشهوره معقوله ده  چې ویلي دي ( تعلیم  په ښوونځیو کې  زده کړي شیان د هیریدو نه وروسته په عقل کې پاتې شوي شیان  دي. )

که چیرې د تعلیم نه  موخه  انسان  د ژوند حقیقت  ته  چمتو کول  وي  پس  باید  یواځې د ښوونځیو  د څلور دیوارونو له منځه عبارت نوي. تعلیم  باید  د ملکي ټولنو، خصوصي سکتور، دولتي ادارو او خلاصه  د تعلیمي دورې نه وروسته  ورسره د مخامخیدونکو ټولو ادارو سره  باید په همغږۍ کې  ترسره شي.

حفظوونکی نه  بلکې  متفکر، محقق  او څیړونکی  تعلیمي سیستم.

تعلیم  په اصل کې  د تیرو  وختونو او یا د موجود ژوند نه بلکې  د راتلوونکي لپاره  هلې ځلې دي. البته  چې  په تعلیمي سیستم کې  د تیرو  او موجودو  په اړه هم  ډیر څه زده کوونکو خو اصلي هدف  راتلوونکی دی. د تعلیم  اصلي موخه  باید  په راتلوونکي ډیر ښه پوهیدل  او  د لا نوو شیانو  د کشف  او تولید  په موخه  ترسره کیږي. که چیرې تعلیمي  سیستم  متفکر، محقق او څیړونکی  نه وي  او تل  د حفظ پر بڼسټ ولاړ وي  دا مونږ  د روښانه راتلوونکي پر لورې بیولی نشي. دا ډول  سیستم  د انسانانو  ظرفیت  ټیټوي.

ښه تعلیمي  سیستم  لومړی انسان ته  د خپل ځان د کشفولو  فرصت  ورکوي. ښه تعلیمي  سیستم  هغه دی چې  یواځې  دولت نه بلکې  د ملکي ټولنو او سازمانونو، خصوصي  سکتور لخوا هم  کنټرول شي او د هغوې  نظریو ته پکې  دقت وشي.

البته  چې  ښه تعلیم او  اکادمیک  کریر  ډیر مهم  دی خو که چیرې  ددې ترڅنګ  د اخلاقي ارزښتونو ته پکې  پاملرنه ونشي  هغه  د ګټې پر ځای  ډیر زیان  رامنځته کوي.

که چیرې  اخلاقي  ارزښتونو ته پاملرونه ونشي  ټولنې ته د ګټورو پر ځای  لا زیات ضررناکه  اشخاص  وړاندې کولای شو.

نن ورځ په ښوونځیو کې  د اتوماتیکو وسلو سره  خپل همټولګیان  قتلوونکي، په خوړو کې  د زهرو ګډونکي ، په میوو کې  د ستنو پټوونکي  جاهل  او بې سواده کسان  ندي. دا کسان  ټول  د اخلاقي ارزښتنو نه  محروم  کسان دي. دا هغه تعلیم  یافته  کسان  دي چې  ټولنې ته د ګټې نه زیات ضرر رسیږي. بشریت  د فلاکت  پر لورې راکاږي.

دا ټول بې ارزښته  او بې هدف کسان  دي. په ډیر څه پوهیږي خو یواځې پدې نه پوهیږي چې ددې پوځې او علم  نه  څه ډول د نورو  د خیر  او هوساینې په خاطر  ګټه پورته کړي.

په تعلیم کې  تر ټولو مهم  خبره  هدف  دی.   



اړوند خبرونه