د جي - ۲۰ سرمشريزه او لاسته راوړنې

په تركيه كې د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو د مشرانو په ګډون د جي – ۲۰ سرمشريزه د روان كال د نوامبر د مياشتې په ۱۵مه نېټه پيل او په ۱۶نېټه پاى ته ورسېدله.

420210
د جي - ۲۰ سرمشريزه او لاسته راوړنې


په تركيه كې د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو د مشرانو په ګډون د جي – ۲۰ سرمشريزه د روان كال د نوامبر د مياشتې په ۱۵مه نېټه پيل او په ۱۶نېټه پاى ته ورسېدله. پدې ډول تركيه په سرمشريزه كې د فعال رول او د عنعنوي مېلمه پالنې سره د دوه ورځو لپاره د نړۍ د اقتصاد پر مركز بدله شوه. په تركيه كې د جي – ۲۰ كلنۍ سرمشريزه د نورو په پرتله خورا مهمه وه. ځكه د فوق العاده اجندا سره د نړۍ مشرانو د اقتصاد ترڅنګ په سياست باندې هم بحث وكړ. ددې سر مشرېزې په درشل كې په نړيوال سياست كې دوه مهمې پېښې تر سترګو شوې چې د سر مشريزې په اجندا يې ژوره اغېزه وكړه. لومړى پېښه په پاريس كې خونړي ترهګري بريدونه ول چې ۱۳۲ تنو په كې خپل ژوند له لاسه وركړ. دويمه مهمه پېښه بيا د سوريې د ستونزې په اړه د اړوندو هېوادونو ترمېنځ د ويانا تړون وو.
سربېره پر دې د سرمشريزې د پاى په اعلاميه كې او د نړۍ د مشرانو د په څرګندونو كې څلور مهمې موضوعګانې د پاملرنې وړ وې.
۱ – د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د غوڅې مبارزې په موخه د غړو هېوادونو مطلقه هوكړه وه. په ځانګړي توګه د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د امريكا ولسمشر باراك اوباما او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په عين وخت كې داعش د ټول بشريت لپاره ګواښ وبللو او په ګډې مبارزې باندې يې ټينګار وكړ.
۲ - دويمه مطلقه هوكړه بيا د سوريې د ستونزي د آواري په موخه د ويانا د تړون د عملي كولو په برخه كې وه. ټولو مشرانو په سوريه كې د جګړې د پاى ته رسېدو په موخه د شپږ مياشتني او ۱۸ مياشتي پلان او انتقالي دورې پر سر سره سلا مشورې وكړې. يواځنۍ ستونزه په سوريه كې د بشار اسد د راتلونكې په اړه ده. ولسمشر اردوغان او باراك اوباما څرګنده كړه چې د سوريې په راتلونكې كې بشار اسد ته ځاى نشته دى. كه څه هم روسيه ددې دريځ سره مخالفت لري خو د ولاديمير پوتين په ګډون روسي چارواكو دا هم نه دي ويلي چې بشار اسد بايد حتما په راتلونكې سوريه كې رول ولوبوي. داسې ښكاري چې د بشار اسد پاتې كېدل سخت ښكاري. ددې سره سره به دا د ۱۸ مياشتي انتقالي بهير په پايله كې څرګنده شي.
۳ – دريمه هوكړه بيا د كډوالو سره د مرستې په موخه د ټولو هېوادونو لخوا د مالي، ټولنيزو او سياسي مرستو د ترسره كولو په برخه كې وه. په عمومي توګه ټولو مشرانو دا ومنله چې كډوال بايد د خپلو حقونو نه بې برخې نه شي، خپلې دروازې بايد پرانيستې وساتل شي او د ترهګرو په سترګه ورته و نه كتل شي.
۴ – څلورمه هوكړه بيا د نړيوال اقتصاد د موضوع په اړه وه. د نړيوال اقتصاد د متوازنې ودې، د آى اېم اېف په چوكاټ كې اصلاحات، د بېكارۍ او استخدام د چارو، د بېوزلو هېوادونو سره د مرستې په اړه ټولو هېوادونو سلا مشورې وكړې. په دې
چوكاټ كې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا بېوزلو هېوادونو ته د وركړل شوې قرضې د لوړ سود له امله اندېښنه وښودل شوه. همداراز د پېسو د نړيوال صندوق آى اېم اېف د اصلاحاتو پر لار د خنډونو د لرې كولو موضوع هم مطرح شوه.
د مرمرې د پوهنتون د نړيوالو اړيكو د څانګې د استاد پروفيسور دوكتور رمضان ګوزين څرګندونو ته ستاسې پام را اړوم چې د موضوع په اړه يې كړي دي.
د جي – ۲۰ د سرمشريزې د رسمي پايلو ترڅنګ د غونډو تشريفات او مېلمه پالنه هم د اجندا د موضوع ګانو مهمه برخه وه. دا سرمشريزه د تركيې د په توريستي ښار انتاليا كې ترسره شوه. د سرمشريزې په ټولو ناستو كې د تركي كلتور د عنعناتو سره سم هغه جزييات په نظر كې ونيول شول چې د ټولو بهرنيو مېلمنو پام يې ځانله راواړلو. دا ددې سبب شو چې په سرمشريزه كې د تركيې نظر او وړانديزونه د نړۍ د نورو مشرانو لخوا په نظر كې ونيول شول. بېګلې يې هم په پورتنيو هوكړو كې ليدل كيږي.
د بېلګې په ډول د تركيې رسمي دريځ چې وايي `` ترهګري د هېڅ يو دين، ژبې، رنګ، توكم او مليت پورې اړه نه لري. ترهګري ترهګري ده. `` دا دريځ د سرمشريزې د پاى په اعلاميه كې درج شو. همداراز نړيوالې سولې ده د داعش لخوا د خطر رامنځته كېدل او د ترهګرۍ پر وړاندې د تركيې د فعالې مبارزې دريځ هم د ګډونوالو لخوا ومنل شو.
د جي – ۲۰ په سرمشريزه كې د تركيې يو بل مهم دريځ بيا د نړيوال اقتصاد د پياوړي په موخه د اړوندو ګامونه پورته كول دي. تركيه د جي – ۲۰ د غړو هېوادونو د دوره ايي مشر هېواد په توګه به درې اړخيز پلان عملي كړي. لومړى اړخ يې په وروسته پاتو هېوادونو كې د ځوانانو او ښځو لپاره د كار زمينه برابرول دي چې د نړيوال اقتصاد يوه برخه وګرځي. په دې چوكاټ كې د تركيې د جي – ۲۰ د غړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګرو او پانګه والو، ښځو، مدني ټولنې د استازو، ځوانانو او كارګرانو د ټولنو د جوړولو وړانديز وكړ. د سرمشريزې د پاى په اعلاميه كې داسې مواد راغلي دي چې د پورتنيو وړانديزو د عملي كولو په موخه به ترې ګټه پورته شي.
د تركيې د پلان دويم اړخ بيا تطبيقي بڼه لري. د جي – ۲۰ په سرمشريزو كې د ترسره شوو پرېكړو د عملي كولو په موخه د يو ميكانيزم رامنځته كول دي. د پلان وروستى اړخ بيا د پانګې اچوونې پورې اړه لري. د نړيوال اقتصاد د متوازنې ودې په موخه د پانګې اچوونې، استخدام رامنځته كولو او اصلاحاتو په برخه كې د اړوندو ګامونو پورته كول دي. داسې اټكل كيږي چې تر ۲۰۳۰ ميلادي كاله پورې به په دې برخه كې د ۴،۴ تريليونو ډالرو په اندازه پانګه اچوونه وشي.
ددې ټولو سره سره تر ټولو لويه ستونزه د د جي – ۲۰ په سرمشريزو كې د ترسره شوو پرېكړو د عملي كولو په برخه كې ده. د اټكلونو له مخې ددې سازمان غړي هېوادونه په سرمشريزو كې د ترسره شوو پرېكړو يواځې ۴۰ سلنه يې عملي كوي. د جي – ۲۰ د سرمشريزو پرېكړې يواځې توصيوي بڼه لري. پرېكړې يا هيڅ نه عملي كيږي او يا هم راتلونكو سرمشريزو ته حواله كيږي. دا ځكه چې دا سازمان هم لكه د نورو نړيوالو سازمانونو په څېر د دولتونو ملي ګټو ته زيات اهميت وركوي. ددې سازمان د غړو هېوادونو لخوا سرغړونې نشي كولاى چې وغندي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه