د ترکیې او نړۍ اجندا

85978
د ترکیې او نړۍ اجندا


د اروپا د پارلماني ټاکنو پایلې تیره اوونۍ اعلان شوې چې د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وې. د اروپا په پارلماني ټاکنو کې افراطي او ښه اړخو توکم پالو ګوندونو د پام وړ پرمختګ کړی دی او د تمو نه یي زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي دي . په ځانګړې توګه په فرانسه ، انګلستان ، دنمارک، جرمني ، بلجیم، یونان او هالنډ کې د ټاکنو پایلې ټول د ناهیلیو سره مخامخ کړي دي . پدې ټاکنو کې په فرانسه کې د ملي جبهې ګوند، په انګلستان کې د انګلستان د ازادۍ ګوند ، په دنمارک کې د دنمارک د خلق ګوند او په یونان کې د سیریزا ګوند په خپلو خپلو هیوادونو کې د یو څلورمې برخې رایو په ترلاسه کولو سره ډیر لوی بری ترلاسه کړ.
د ویلو ده چې د اروپا پارلمان د ۷۵۱ څوکیو نه ۲۱۲ څوکۍ د اورپا خلق ګوند، ۱۸۶ څوکۍ سوسیالستو ګوندونو، ۷۰ څوکۍ لیبرال ګوندونو، ۵۵ څوکۍ زرغون ګوندونو او پاتې نورې بیا د افراطي او ښه اړخه توکم پالو ګوندونو ترلاسه کړي دي. د ټاکنو دې پایلو په اصل کې د اروپا د راتلونکې په اړه اندیښنې راپارولي دي . په اروپايی ټولنه کې ټول پدې پوهیدل چې د ټولنې سره مخالفتونه شتون لري خو پدي اندازه يي هیچا تمه نه درلوده .
د فرانسې لومړي وزیر مانول والس د ټاکنو د پایلو په اړه وویل چې دې پایلو په اروپا کې یوه ډیره لویه زلزله رامنځته کړې او ټول يي حیران پاتې کړي دي . په ټولنه کې د اروپايي ټولنې د پلویانو په ګډون هر سړې ددې مسلې په لامل د ځان د پوه کولو هڅه کوي.
لا د اوسه په ټولنه کې ددې خبرې د لامل په لټولو پیل شوی دی .
د ترکیې د مارمارا د پوهنتون د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیګو د څانګې یو تن پروفیسور ډاکټر رمضان ګوزین د مسلې اړوند ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته راړوم.
پدې مسلې د ښه واقف کیدو په خاطر لومړی باید د اروپا د پارلماني ټاکنو په مفهوم او اهیمت باید ټینګار وکړو.
د یادولو وړ ده چې د اروپايي ټولنې د جوړیدونه وروسته د اروپا د پارلمان لومړنۍ ټاکنې په ۱۹۷۹ کال کې وشوې چې یوه اوونۍ وړاندې د اتم ځل ټاکنې وې چې ترسره شوې. دا ټاکنې په اصل کې په ټولنه کې د یووالي په مسله کې ډیر مهم اهمیت لري. د اروپا پارلمان د ټولنې قوانینو د برخې استازیتوب کوي او نن ورځ د اروپا د کمیسیون او شورا نه ډیر صلاحیتونه لري. په اروپا کې د پراخوالي او یووالي اړوند ټولې پریکړې باید د اروپا د پارلمان لخوا تصویب شي. د همدې امله په ټولنه کې ډیر ځانګړې موقف لري.
لومړی د اروپا پارلمان د اروپا د خلکو د مقننې د ځواک استازیتوب کوي. د ټولنې اروپايي ټولنې د مقننې چارې ددوي په غاړه دي . د اروپا سیاسي نقشه هم دوي جوړوي. د اروپا پارلمان په ملي پارلمانونو هم اغیزې لري. همداشان مسله د اروپا د سیاسي یووالي له پلوه هم ځانګړې اهمیت لري.
دویم دا چې د اروپا پارلمان د اورپايي ټولنې سیاست ته شکل ورکوي. د اروپا پارلمان هم د اروپا په سیاست کې او هم د نورو هیوادونو سره په اړیکو کې او د غړیتوب په بهیر کې ځانګړې رول لري. د بیلګې په توګه د ترکیې په څیر د هیواد چې د اروپايي ټولنې د پوره غړیتوب لپاره نوماند هیواد دی د غړیتوب مسله يي د اروپا د پارلمان په لاس کې ده .
د همدې امله ویلی شو چې د اروپا د پارلمان پریکړې ، په پارلمان کې د ګوندونو او ډلو ځواک او طاقت ، چلند او دریځ د ټولنې د راتلونکي د معلومولو له پلوه ځانګړې اهمیت لري.
د اروپا پارلمان په تیوریک کې باید د ټولنې د یووالي، پراخوالي او توسعې او پرمختګ د مسلو په اړه فعالیت وکړي. په تیره دوه کې په عمومي ډول سره په همدې مسلو ډیر کار شوی دی خو د ټاکنو وروستۍ پایلې دا ښايی چې پارلمان خپله دا ځانګړتیا له لاسه ورکړې ده . د ویلو ده چې د اروپا په پارلمان کې نوي تاکل شوي افراطي او ښي اړخې توکم پالي هم د اروپا او هم د پراخوالي او نورو هیوادونو د غړیتوب سره سخت مخالفت کوي. د ویلو ده چې د اروپا پارلماني ټاکنو دا پایلې په ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب بهیر هم د ستونزو سره مخامخوي.
که چیرې دا ډلې او ګوندونه نور هم قوي شي او ځواک ترلاسه کړي په ټولنه کې د نوو غړیتوبونو مسلې ته به یوه ډیر لویه ضربه وارده کړي.
د یادولو وړ ده چې د نوموړو ډلو دا لوی پرمختګ کوم راض او یا هم کومه جادو نه ده . ددې پرمختګ شاته ډیر لاملونه نغښتي دي . د بیلګې به توګه په ټولنه کې روان اقتصادي بحران، ناقانونه کډوال ، بې کاري، په ټولنه کې د اسلام دښمني او د موجودو مشرانو چلند او دریځونه . دا ټول هغه لاملونه دي چې ددې ګوندونو په بریالیتوب کې ډیر مهم رول لوبولی دی .
په اروپايي ټولنه کې د ۲۰۰۶ راهیسې دا ستونزې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې ډیرې شوې او په ټولنې هم م بدې اغیزې وکړې. ددې ستونزو منفي پایلې تر ټولو ښه په ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په بهیر کې لیدلی شو. پداسې حال کې چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځه په ټولنه کې ډیری مشرانو د ترکیې د پوره غړیتوب پلوي کوله چې په ۲۰۰۷ کال کې هر څه برعکس شول او په کلاره کلاره د ترکیې د غړیتوب پر وړاندې ستونزې او مخالفتونه پيل شول.
د ویلو ده چې په جرمني کې د مرکل او په فرانسه کې د سرکوزي د ترکیې د غړیتوب پر وړاندې جدي مخالفت پیل کړ او د خنډونو په جوړولو يي پیل وکړ. ددې دوو مشرانو مخالفت په ټولنه کې ښې اړخي او افراطي ګوندونو ته لا زیات جسارت ورکړ. په ټولنه کې دې دوه مشرانو سره ددې چې روان اقتصادي بحران کې د حل کومه مناسبه لار پیدا نکړه د خپلو افراطي غبرګونونو او پریکړې سره يي جدي سیاسي ستونزې او افراطیت ته لار اواره کړه .
دا دوه مشران په اروپا کې د افراطي ډلو د پرمختګ یواځني لامل دي .
د ویلو ده چې په اروپا کې به یا خو د افراطي ډلو او ښي اړخو توکم پالو پرمختګ لا پسې دوام وکړي او یا به ددې خبرې د مخنیوي په خاطر جدي تدابیرو په نیول پیل وشي.
که چیرې په ټولنه کې موجود حالات په همدې شان دوام وکړي دا مسله د اروپا راتلونکې د جدي ګواښونو سره مخامخوي او حتا ددې ویره هم شته چې ټولنه وویشل شي.
دا بیا ددې په معنا ده چې اروپا د دوو نړۍوالو جګړو دورو ته بیرته ستنه شي. خو که چیرې په ټولنه کې روند اندي او خلک پدې پوه شي او هر څه ژر لاس په کار شي او ددې مسلې مخنیوی وکړي ددې لوی خطر ریښې به د غځیدو نه د مخه پرې شي.
د بله پلوه داسې امیدونه شتون لري چې په اروپا کې روند اندي او د ډیموکراسۍ پلویان او معتدله سیاستوال او ملکي ټولنې به ددې بدبختیو مخه ونیسي او ټولنه به ددې لوی ګواښ نه وژغوري. پدې هم نه پوهیږو چې په اروپا کې روند اندي او معتدله سیاستوال په څه اندازه توان لري. آیا دا دروند مسولیت به ادا کړي او که نه. ددې مسلې پایلې وخت ته اړتیا لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه