د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
وطن ورځپاڼې "اردوغان: تورکیې په حقیقت کې په دفاعي صنعت کې ډیر جدي پرمختګ کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیې د دفاعي صنایعو په برخه کې تاریخ لیکلی دی او ویلي يي دي چې تیر کال مونږ د TCG انادولو ستره جنګي بیړۍ سمندري ځواکونو ته وسپاره او په خدمت يي پیل وکړ. مونږ د ډرون الوتکو په برخه کې د نړۍ د ۳ مخکښو هیوادونو څخه یو. زمونږ ملي جنګي الوتکې KAAN په بریالیتوب سره خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې تعرضي بې پیلوټه الوتکو کورنۍ نوی غړی او ځواک"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې بیرقدار اقنجي سي تعرضي بې پيلوته الوتکې خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه. پدې ډول د بیرقدار اقنجي تعرضي الوتکې دریم ماډل اقنجي سي په الوتنو پیل وکړ. د ویلو ده چې نوموړې الوتکې د تورکیې د اقنجي تعرضي الوتکو طاقت او قوت لا پسې پیاوړی کړ . ویل کیږي دا الوتکه په خپلو همزولو کې تر ټولو موثره او پرمختللې الوتکه ده.
د سټار ورځپاڼې "علي یف : تورکیه د اذربایجان د خلکو ریښتینی ملګری دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ په پیغام کې وویل چې تاسو د اذربایجان د خلکو رښتیني دوست یاست، ستاسو هوډ او څرګند دریځ او نه هیریدونکي ملاتړ چې تاسو تل د اذربایجان د عادلانه مسلې په اړه ښودلی دی هیڅکله هم زمونږ د خلکو لخوا هیر نشي."
د حریت ورځپاڼې " د اسرائيلي انتروپولوژست لخوا د عثماني دولت وړاندیز " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، اسرائيلي ارواپوه جيف هالپر د اسرائيلي اشغال پر ضد د عثماني نظام وړانديز وکړ. هالپر وویل: "زه د عثماني دولت په څېر د یوه داسې نظام خوب وینم، چې د فلسطینیانو او هم زما په څېر د اسرائیلو لپاره وي. خلکو هر ځای ته سفر کولای شو. هغوی ازاد وو. کېدای شي دا په منځني ختیځ کې په سلو کلونو کې بیا رامنځته شي."
صباح ورځپاڼې " د نړۍ د ذایقو په پلازمینو کې د تورکیې یو ښار هم داخل شوی دی"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ د ذایقو د پلازمینو په ډیټابیس کې د ۱۶۶۰۱ ښارونو په مینځ کې تر ټولو د ښه ذایقو خوړو لرونکو ښارونه وټاکل شول. ددې لست په لسو غوره ښارونو کې د تورکیې د غازي انتپ ولایت هم خپل ځای نیولی دی.