د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ینې شفق ورځپاڼې "اردوغان: هغه کسان چې دا نسل وژنه یې لاسلیک کړې د تاریخ په وړاندې مجرم اعلان شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په رفاح سیمه کې د اسرائیلو د بریدونو په اړه وویل: « ایا ملکي وګړو ته ویل چې دې سیمې ته لاړ شئ، دا خوندي ده، او وروسته بیا پر هغو بمونه غورځول د بشري ارزښتونو، د جګړې له قانون، نړیوال قانون او بشري حقونو سره مطابقت لري؟ بشریت باید هر څه ژر ددې مظلومینو غږ او فریاد واوري." "تاریخ به د هغو کسانو قضاوت وکړي چې د دې خلکو وژنو باندې سترګې پټې کړي. هغه چا چې دا نسل وژنه لاسلیک کړه د تاریخ په وړاندې مجرم اعلان شوي."
سټار ورځپاڼې "فیدان: اروپايي اتحادیه باید تورکیې پر وړاندې هویتي سیاستونه پای ته ورسوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې خبرې سره چې اروپايي اتحادیه باید ستراتیژیک فکر وکړي او د تورکیې په اړه په خپل چلند کې هویت سیاست ته د پای ټکی کیږدي، زیاته کړه: د تورکیې او اروپايي اتحادیې اړیکې باید د ځینو هیوادونو د سیاسي حسابونو قرباني نه شي.
حریت ورځپاڼې "د سټولټنبرګ لخوا د تورکیې بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې تورکیه د ناټو په جنوبي برخه کې یو مهم متحد دی.
د خبرتورک ورځپاڼې " د فضايي چارو په اړه نوي اقدامات او نوو ټیمونو چارې ګړندۍ شوي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې تورکیې خپل لومړی فضايي ماموریت په بریالیتوب سره ترسره کړ، دویم فضايي ماموریت به د اپریل په میاشت کې او سپوږمۍ ته سفر به په ۲۰۲۶ کال کې ترسره شي.
صباح ورځپاڼې "تورکیې د ۲۰۲۴ کال د نړۍ د ځواکمنو هوایی ځواکونو په لیست کې مهم ځای خپل کړی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ تر ټولو ځواکمنو پوځونو د اعلان نه وروسته د امریکا د ویب پاڼې ګلوبل فایر پاور لخوا په اعلان شوي نوملړ کې تورکیې بریالیتوب اعلان شوی دی. تورکیه د ۸۰ هیوادونو په نوملړ کې دوه درجې پورته شوې او اووم مقام ته رسیدلی دی.