د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې " اردوغان: موږ به هغه کسان هېر نه کړو چې قربانۍ یې ورکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې پرون په قهرمانماراش کې د زلزله ځپلو کورونو د جوړولو او جوړ شوو کورونو د تحویلۍ په مراسمو کې وکړې. ولسمشر اردوغان د زلزلې د ناورین د کلیزې په مناسبت وویل چې مونږ به خپل هغه اتلان هیر نکړو چې د ژمي په سختو شرایطو کې يي په خورا انساني هلو ځلو سره د زلزلې ځپلو سیمو ته د سرښندنو په خاطر قربانۍ ورکړي دي. په دغو مراسمو کې ۹ زره ۲۸۹ جوړ شوي کورونه په مستحقینو وویشل شول.
د سټار ورځپاڼې " د تورکیې لخوا په لیبیا کې د قونسلګرۍ په اړه ګام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې خبرې ټینګار سره چې تورکیه نه غواړی په لیبیا کښې د ختیځ او لویدیځ ترمینځ کومه شخړه بیا پیل شی او یا په جنوب کې ښکیل شي . هغه وویل مونږ په بنغازی کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانستلو پریکړه کړې ده او ډیر ژر به پرانیستل شی .
وطن ورځپاڼې " د ختیځې تورې بحیرې سیمې څخه د تورکیې د سالمون کبانو صادرات زیات شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ په میاشت کې د ختیځې تورې بحیرې له سیمې څخه د تورکیې د سالمون کبانو صادرات په کلني ډول ۵۹ سلنه زیات شوي او ۱۱ میلیونه ۲۴۰ زره ۷۱۹ ډالرو ته رسیدلي دي.
صباح ورځپاڼې " د تورکیې نفوس اعلان شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د تورکیې نفوس ډیټا خپره کړه. په دې اساس د تورکیې نفوس د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې ۹۲ زره ۸۲۴ تنو زیات شوی چې ۸۵ میلیونه ۳۷۲ زره ۳۷۷ تنو ته رسیدلی دی.
حریت ورځپاڼې " له فیچ څخه تورکیې ته د سرمایې جریان انتظارات " سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د کریډیټ درجه بندي ادارې فیچ ریټینګ وړاندوینه کړې چې د تورکیې په ګډون د نړۍ نهو لویو پرمختللو هیوادونو ته به د سرمایې جریان به سږ کال ۲۰۰ ملیارده ډالرو ته ورسیږي چې په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیږي.