د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې " له فیدان څخه د مونټریکس کنوانسیون بیان " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، په تور سمندرګي کې د سولې ټینګښت او د هغو نوښتونو مخنیوی چې دا ټینګښت له خطر سره مخامخ وي، د ده له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. فیدان وویل چې دوی به د مونټروکس تنګیو کنوانسیون ټکي په ټکي پلي کولو ته دوام ورکړي او وویل ، "ددې کنوانسیون سرغړونه خو پریکړه چې په اړه يي بحث کول هم باید د عقل نه تیر نشي."
د ینې شفق ورځپاڼې "په یوه کال کې د ترهګرو سازمانونو په وړاندې له ۲۸ زرو څخه ډیر عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ۲۸ زره ۳۱۵ عملیات ترسره شوي او په دغو عملیاتو کې ۹۲۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي.
سټار ورځپاڼې " یو اروپايي هیواد د تورکیې څخه د بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې غوښتنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، رومانیا ته د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان تر سفر مخکې، د تورکیې د تخنیکي خارق العاده بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو په اړه د پام وړ څرګندونې وشوې. په بخارست کې د تورکیې سفیر اوزګور کوانچ التان وویل، "په ۲۰۲۳ کال کې رومانیا د تورکیې نه ۱۸ په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې، پېرودلي. رومانیا هم د دغو تولیداتو د ګډ تولید غوښتنه کړې ده."
د خبرتورک ورځپاڼې "تېر کال تورکیې ۷۰ هېوادونو ته د صادراتو ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تېر کال تورکیې څه باندې ۲۴۰ هېوادونو او ګمرکي سیمو ته ۱۲ زره ۸۸۶ محصولات پلورلي او ددوې څخه يي ۷۰ هیوادونو ته په صادراتو کې ریکارډ مات کړی دی.
د حریت ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز ته درې جایزې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د ملکي هوایي چلند شرکت ترکش ایرلاینز په ډوبلین کې د ایرلاین اکنامکس ایوی ایشن ۱۰۰ جایزو په مراسمو کې د 'کال غوره تړون (نړیوال)'، 'د کال د JOLCO تمویل' او 'د کال د بیمې تضمین شوي تمویل' جایزې ترلاسه کړې.