د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2095013
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "موږ دا پروژه د خپل ملي انجینرۍ او ډیزاین سره سرته ورسوله" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان  د استانبول د هوايي ډګر د میټرو  کاغتخانې – غیرت تپې د برخې  د پرانیستو په مراسمو کې  په خپله وینا کې وویل « مونږ ویاړو چې د لومړۍ سروې پروژې څخه د میټرو لاین تر تطبیق پورې بهیرونه په خپل کورني انجینرۍ او ډیزاین سره ترسره کوو. په هره پروژه کې چې موږ یې پلي کوو د کورنیو او ملي پروژو د ونډې په زیاتولو تمرکز کوو."

 

د سټار ورځپاڼې  "د فیدان عکس العمل،  د لوی ناورین  او بحران نشاني ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په غزه کې روانې غمیزې ته په اشارې سره وویل ، په داسې حال کې چې مونږ په زرګونو خلک د ګولیو او بمونو له امله له لاسه ورکړي دي اوس په غزه کې په میلیونونو فلسطینیان چې د اسرائیلو له خوا یرغمل شوي د لوږې له امله د  قتل عام له خطر سره مخامخ دي . غزې ته د  بشردوستانه مرستو، درملو، طبي موادو او تجهیزاتو ننوتو ته اجازه نه ورکول په اصل کې په سیمه کې د یو ډیر ستر ناورین او بحران نشاني ده.  

 

حریت ورځپاڼې " هدف ۴۰ میلیون متر مکعب دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبعي منابعو وزیر الپ ارسلان بیرقدار د فیلیوس د طبعي ګازو د پروسس د فابریکې نه د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې وویل " زموږ تولید ۲.۷ میلیونه متر مکعب ته رسیدلی دی، موږ په پام کې لرو چې دغه تولید ژر تر ژره ۱۰ میلیون متر مکعب ته لوړ کړو او بیا په پای کې په ورځ کې ۴۰ میلیون متر مکعب ته."

 

صباح ورځپاڼې  "ترکسات په اړه  د بهرنیانو لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې د تورکیې له سپوږمکیو څخه د خدمتونو د ترلاسه کولو د بهرنیو چینلونو شمیر په دریو کلونو کې نږدې ۶۹ سلنه زیات شوی چې له ۸۳ څخه ۱۴۰ ته رسیدلی، د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې د ټولو چینلونو شمیر ۵۲۳ ته رسیدلی دی. په دې زیاتوالی کې د بهرنیو سازمانونو د ګټو زیاتوالی د پام وړ دی.

 

د خبر تورک ورځپاڼې "د نړۍ تر ټولو غوره ۱۰۰  ساحلونه لیست شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا سیاحتي شرکت لونلي پلانیټ د نړۍ د غوره ساحلونو لیست چمتو کړی دی. کبک خلیج چې د تورکیې د موغلا ولایت په فتحیه ولسوالۍ کې موقعیت لري په لیست کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه