د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2089246
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې " د پي ک ک ترهګریز سازمان ته سخت ګوزار" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر وویل چې  د جنورۍ په ۱۲مه د عراق په شمال کې د ترهګرو په برید کې د ۹ تنو تورکي سرتیرو د شهیدیدو نه وروسته د تورکې امنیتي ځواکونو د عراق او سوریې په شمال کې د عملیاتو په ترڅ کې  د ترهګرو اړوند یو زیات شمیر څمڅې، پناهځایونه، د تجمع مرکزونه  او د تیلو د تاسیساتو په ګډون ۷۸ هدفونه له منځه وړي دي. پدې بریدونو کې ۷۷ تنه ترهګرو له منځه وړل شوي دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " انکا ۳ المانیان  حیران کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انکا ۳ په نامه د تورکیې ملي او ځايي تعرضي او جنګي بې پیلوته الوتکې تیره اونۍ د خپل لومړنۍ الوتنې د ترسره کولو نه وروسته د المان په رسنیو کې د انکا ۳ په اړه یو ډیر په زړه پورې تحلیل خپور شوی دی.

آلمانۍ ورځپاڼې FAZ لیکلي چې د لویدیځ د وسلو د صادراتو د بندیزونو تر اغیز لاندې، تورکیه د بې پیلوټه الوتکو په ځواک بدله شوې او اوس د مخنیوي وړ نه ده.

 

د سټار ورځپاڼې " د تورکیې د صنعتي پارکونو نمونې نړۍ ته صادریږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، تورکیې د منظمو صنعتي زونونو د ماډل په صادرولو پیل کړی دی.  د ویلو ده چې د تورکیې د صنعتي زونونو ته ورته تر لسو  څخه زیاتو هیوادونو لکه مصر، اوکراین، عراق، بلغاریا، لیبیا او رومانیا کې ځانګړي صنعتي زونونه  جوړ شوي دي. د ویلو ده چې دا صنعتي زونونه د تورکانو لخوا جوړ او اداره کیږي. همداشان د وروستۍ په توګه په اوزبیکستان کې هم جوړ شو. اوزبیکستان ته په میلیاردونو ډالره صادرات کیږي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې "په هرو ۱۵ ثانیو کې یوه الوتکه د تورکیې له فضا څخه تیریږي"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تیر کال د تورکیې په فضایي حریم کې د ترانزیتي اوور پاسونو په ګډون د الوتنو شمیر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۴.۹ سلنه زیات شوی او ۲ میلیونه ۱۶۷ زره ۱۹ ته رسیدلی دی. د ویلو ده چې پدې موده کې د تورکیې د هوايي حریم نه په هرو ۱۵ ثانیو کې یوه الوتکه تیره شوې ده  .

 

د حریت ورځپاڼې  "په ایا صوفیا کې نوي مقررات پيل شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د ایا صوفیا جومات کې نوی انتظام د جنورۍ په ۱۵ پیل شو. د بهرنیو سیلانیانو لپاره د ننوتلو فیس چې غواړي د کلتوري موخو لپاره تاریخي جومات څخه لیدنه وکړي ۲۵ یورو ټاکل شوی دي. مقررات به هغه تورکي اتباع نه پوښي چې جومات ته د عبادت لپاره ورځي.



اړوند خبرونه