د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2076361
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

یني شفق ورځپاڼې  "د غزې لپاره ډیپلوماتیکي‌ هلې ځلې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د وینو تویولو د بندولو په خاطر د پیښو د پیل راهیسې ۳۰ پرله  پسې غونډې او ۳۲ ټیلیفوني خبرې کړي دي. اردوغان وویل، موږ به هڅه وکړو چې د وینې تویولو مخه ونیسو. هغه وویل  "د غزې په اړه زموږ دریځ روښانه دی."

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "له غزې په اړه  د کورتولموش عکس العمل" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ملي شورا مشر نعمان کورتولموش وویل چې د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د وروستي قتل عام انځورونه د انسانیت لپاره د شرم وړ دي. د یادولو ده چې د امریکا په مشرۍ ۱۰ هیوادونو په ملګرو ملتونو کې په غزه کې د اوربند غوښتنه رد کړه. کورتولموش وویل؛ نړۍ  د اسرائیلو د جرم د شریکو  له لسو هیوادونو څخه لویه ده او یوه ورځ به  خامخا ددوې سره حساب وشي.

 

سټار ورځپاڼې  "تورکیه په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یاسین اکرم سیرم ټینګار وکړ په غزه کې چې اسرائیلو لخوا  په زرګونو ملکیان وژل شوي‌ دي‌ او وژنې دوام لري بیړني‌ دایمی اوربند ته اړتیا ده . سیرم وویل د داسې میکانیزم رامینځته کولو ته بیړنۍ اړتیا ده چې د فلسطین د خلکو حقونه خوندي کړي او د عادلانه او تلپاتې سولې ضامن وي او تورکیه چمتو ده چې مسؤلیت په غاړه واخلي.

 

حریت ورځپاڼې  "اروپایي اتحاد: تورکیه زموږ یو مهم شریک دی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د اروپايي ټولنې د مشرانو د سرمشریزې نه مخکې په خپور شوي پیغام کې راغلي‌ دي‌ چې ، په ترسره شویو پرېکړو کې ویل شوي چې تورکیه د ټولنې غړیتوب ته نوماند  او  په ډېرو برخو کې د یو مهم شریک په توګه يي موقف دوام لري.

 

صباح ورځپاڼې  " انګلستان او جرمني‌ ته د تورکیې د برښنايي توکو صادرات لوړ شوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د روان کال د جنوري او اکتوبر په موده کې د تورکیې ساخت د برښنايي داشونو  صادرات ۳۴۰ میلیونه ۶۲۶ زره ډالره او د برقی منقلونو صادرات  ۲۵۵ میلیونه ۸۷۸ زره ډالره  ته رسیدلي‌ دي. نږدې په هرو ۵ بریښنایی داشونو او منقلونو  کې یو انګلستان  او جرمني‌ تته صادریږي.



اړوند خبرونه