د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2060823
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې  "اردوغان: د قتل عام مخنیوی زمونږ مسئولیت او دنده ده" د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي‌ ، د تورکیې  ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل: "دا زموږ دنده ده چې خپل فلسطيني وروڼه د اسرائيلو له ظلم څخه وژغورو او د نړۍ د سترګو په وړاندې په غزه کې د روانې   عام وژنې مخه ونيسو، موږ به هيڅکله په غزه کې خپل وروڼه بې وسه، بې کسه او  يوازې پرېنږدو."

 

د ینې شفق ورځپاڼې "کوحا: هغه کسان چې عاجل درملنې ته اړتیا لري تورکیې ته راوړل کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د روغتیا فخرالدین کوجا وویل: "موږ خپلو  د غزې د تورک – فلسطین د دوستۍ په روغتون کې بستر ۱۰۰۰ تنه سرطاني‌ ناروغان او ټپیان تورکیې ته د راانتقالولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوو، هغه وویل چې ددې کسانو معلوماتو مو وار د مخه د اسرائیلو سره شریک کړي‌‌ وو. همداشان دا کسان لومړی مصر ته او له هغه ځایه به بیا تورکیې ته رانتقال کړی شي. دا ناروغان به د امبولانس چورلکو امبولانس کښتیو کې تورکیې ته راانتقال کړی شي.

 

صباح ورځپاڼې " په ۸ ولایتونو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علی یرلیکایا راپور ورکړ چې د زمونږ اتلو ځواکونو د ترهګریز سازمان PKK پورې اړوند ۲۱ څمڅې او پټنځایونه د له منځه وړي‌ دي.

 

وطن  ورځپاڼې " بیرقدار ټي‌ بي‌۳  په بریالیتوب سره د الوتنې ازموینه بشپړه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت د بیرقدار ټي بي‌ ۳ په وسلو سمبال بې پیلوټې الوتکې یو بل ډیر مهم ازمایښت ترسره شو. بیرقدار ټي بي‌ ۳ په مارماره سیمه کې د سخت توپیان پر مهال چې  سرعت يي په ساعت کې ۱۳۰ کیلومتره وو دریم پنځه ساعته ازمایښټ په بریالیتوب سره سرته ورسو. ددې ازموینې سره الوتکې یوه بله ډیره مهمه ازموینه سرته ورسوله.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۱۵ میلیون  تنو څخه واوښت" د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل چې سږ کال انتالیا ته د راغلو  سیلانیانو شمیر له ۱۵ میلیونو تنو ته اوښتی دی.



اړوند خبرونه