د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2052098
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې " د اردوغان له خوا د غزې په اړه ډیپلوماسي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بریتانیا له صدراعظم ریشي سناک او د یونان له صدراعظم کریاکوس میتسوتاکیس سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان  د رئیسي‌ سره په لیدنه کې د دې خبرې  په ټینګار سره وویل چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالی د زیاتوونکو اقداماتو نه باید ډډه وشي.  ولسمشر اردوغان رشي‌ سناک  سره په ملاقات کې وویل چې دا مهمه ده چې د فلسطین سره د کلونو کلونو ژمنې په یاد وساتل شي چې تر اوسه پورې ندي‌ ترسره شوي. ولسمشر اردوغان له میتسوتاکیس سره په لیدنه کې ویلي چې باید د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او په دې برخه کې نړۍ ته یو پیغام ورکړي او دا به سمه وي چې ژر تر ژره د غبرګونونو د کمولو لپاره اقدام وشي.

صباح ورځپاڼې " وزیر فیدان د حماس له مشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د اسرائیلو او فلسطین د شخړې له پیل وروسته د ډیپلوماسۍ په اوږدو کې خپلې ژورې ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي. دا ځل وزیر فیدان د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ملاقات کې د ملکي وګړو د خلاصون پر موضوع هم خبرې وشوې.

 

حریت ورځپاڼې " لویدیځ  پر خلاف  د عمر چیلیک سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک د غزې او اسرائیلو د پېښو په اړه د لویدیځو هېوادونو پر چلند سختې نیوکې وکړې. عمر چیلیک وویل: "د ډیرو لویدیځو هیوادونو په چوکونو او پوهنتونونو کې د فلسطین د ملاتړ په مظاهرو باندې فشار راوړل د ځینو لخوا د خپلو جرمونو د پټولو هڅه ده. هغه څوک چې حتی د ماشومانو مړینې ته په انتخابي عدالت سره ګوري د عدالت په اړه هیڅ څه نه لري. "

 

وطن ورځپاڼې " د نعمان کورتولموش لخوا مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې راغلي‌ دي ، د تورکیې د ملي شورا مشر نعمان کورتولموش وویل چې د ۱۹۶۷ کال د پولو سره د یو خپلواک  فلسطیني دولت د جوړولو لپاره باید هڅې وشي چې بیت المقدس یې وي. یواځې د کاغذ پرمخ یو فلسطین  دولت نه چې کلي‌ په کلي‌ ویشل شوی او تر اشغال لاندې وي. په واقعیت سره یو خپلواکه فلسطیني‌ دولت. یو داسې فلسطین هم دی چې ځمکنۍ بشپړتیا یې تضمین شوي‌ وي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " د  ترکسات ۶ الف  توغولو ته یواځې ۸  میاشتې پاتې دي "د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو پرون په خپل بیان کې وویل چې د TÜRKSAT 6A تر دې دمه ټولې ازموینې په بریالیتوب سره پای ته رسیدلي او ویلي یې دي، "زموږ نوې سپوږمکۍ TÜRKSAT 6A به د ۲۰۲۴ په جون کې وتوغول شي."



اړوند خبرونه