د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2009211
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

حریت ورځپاڼې  "ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر بایډن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر جوبایډن سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ټیلیفوني‌ خبر کې په ناټو کې د اوکراین پر دریځ، په ناټو کې د سویډن د غړیتوب، د F-16 الوتکو په مسئلې او اروپايي ټولنې ته د تورکیې د بشپړ غړیتوب د پروسې په اړه خبرې وشوې.

 

صباح ورځپاڼې "اردوغان: د تورکیې سره میاشت  ټولو مظلومانو ته امید ورکوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د سرې میاشتې فوق العاده عمومي غونډې ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې سره میاشت  زمونږ د هیواد د ویاړ په توګه له ۱۵۵ کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه مرستندویه فعالیتونه ترسره کوي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " جودت یلمز : د قطر امیر ال ثاني سره د اقتصادي همکاریو فرصتونو په اړه بحث وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د  تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلمز  او خزانې او مالیې وزیر محمد شمشیک د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدنه وکړه. یلمز وویل، دوی له ال ثاني سره د اقتصادي همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې او ویې ویل، موږ غواړو د دفاعي صنعت او انرژۍ په برخه کې خپلې همکارۍ لا ژورې کړو.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "د اروپايي ټولنې  هیوادونو ته د موټرو صادرات د کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۰ سلنه ډیر شوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، تورکیې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د تیر کال په لومړۍ نیمایي کې د اروپایی ټولنې هیوادونو ته د موټرو صادرات په سلو کې ۲۰ زیات کړي چې ۱۱ میلیارده ۹۸۸ میلیونه ۶۷۳ زره ډالرو ته رسیږي.

 

سټار ورځپاڼې "د ترکش ایرلاینز او استانبول هوایی ډګر بریالیتوب تورکیې شمله لوړه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د استانبول هوایی ډګر په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو چې په اوسط ډول هره ورځ ۱۵۲۵ الوتنو کوربه توب کوي. د استانبول هوايي ډګر نه هره ورځ یواځې ۷۳۸ الوتکې الوتنه کوي‌ او له دې ډیرې الوتکې نشست کوي. همداشان د تورکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز بیا په اروپا کې تر ټولو د ډیرو الوتنو سره دریم هوایی شرکت شو. د هوايي چلند په برخه کې د خپلې پانګونې سره، تورکیه د الوتکو د ټرانسپورټ او د مسافرینو ظرفیت کې د اروپا مشر شو.



اړوند خبرونه