د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې " شمشیک په استقرار او باور ټینګار وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر، محمد شیمشیک وویل، "د تورکي لیرې ثبات او امنیت د ډالرو د بحران څخه د خلاصون ترټولو مؤثر حل دی." شیمشیک وویل چې د تورکیې د پیړۍ بنسټیز فلسفه په دریو مفکورو کې شامله ده: ثبات، باور او پایښت.
وطن ورځپاڼې "د مرکزي بانک مجموعي زیرمې زیاتې شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې جمهوریت مرکزي بانک د پیسو او بانکي احصایې اونیز راپور خپور. په دې اساس د جون د ۱۶مې نیټې په پای کې د مرکزي بانک ټولې زیرمې د ۳ میلیارده ۱۸ میلیونو ډالرو په ډیریدو سره ۱۰۲ میلیارده ۸۰۱ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د فیچ وړاندوینه، تورکیه به راتلونکی کال ۳ سلنه اقتصادي وده وکړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارې فیچ ریټینګ ویلي چې تورکیه به په روان کال کې دوه عشاریه پنځه سلنه او د راتلونکي کال لپاره یې د ودې تمه په سلو کې درې ساتل شوې ده. په راپور کې، دا په ګوته شوي چې د ۲۰۲۵ لپاره د ۳ عشاریه ۸ فیصده وده اټکل شوی.
سټار: " په ۲۰۲۳ کال کې د تورکیې د ګرځندویانو هدف ۶۰ میلیونه ګرځندویان " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل: "موږ په ۲۰۲۳ کال کې د ۶۰ میلیون ګرځندویانو او ۵۶ میلیارد ډالرو عاید هدف لرو. سربیره پردې، موږ غواړو چې په ۲۰۲۳ کې د میشیلین لارښود ته د تورکیې څخه یو څو نور ځایونه اضافه کړو.
یني شفق ورځپاڼې "تورکیې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د نورو هېوادونو لپاره بېلګه جوړه کړې ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ساینسي او تخنیکي څیړنو ادارې رئیس پوهاند دوکتور حسن مندل وویل چې د تورکیې لیدلوری په ځانګړې توګه د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې زیات شوی دی او د اروپايي ټولنې کمیسیون د تورکیې بریا په ښکاره توګه لیدلې او ستاینه یې کړې او د نورو هیوادونو لپاره یو مثال یې ورته وړاندې کړی دی.