د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "جودت یلمز : شمالي قبرس تورکي جمهوریت به بندیزونه یو د بل پسې مات کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلمز له ولسمشر ایرسین تاتار سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، "د شمالي قبرس تورکي جمهوریت به یو له بل سره هغه بندیزونه مات کړي چې د تورکیې په پیړۍ کې د کلونو راهیسې پدې ځمکو کې لیدل شوي او نړۍ سره به ډیرې ښې اړیکې جوړې کړي. "
حریت ورځپاڼې "د اسرائیلو په وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي چارواکیو لخوا د لویدیځې غاړې لږ تر لږه ۱۹ ښارونو کې د ۴۵۰۰ نویو غیرقانوني میشت ځایونو د جوړولو لپاره اعلان شوی پلان غندلی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې " نوې بې پيلوټه الوتکه د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د فضايي صنایع شرکت لخوا لاسلیک جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په هوایی نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه. د کارګو دا بې پیلوټه الوتکې د وسلو نه نیولې تر مهماتو ، د نفتو نه تر تجهیزاتو او ډوډۍ پورې مختلف اړتیاوې ، په ګړندۍ ، خوندي ډول او د هوايي لارې په پرتله خورا ټیټ لګښت سره رسولی شي.
د خبرتورک ورځپاڼې " د چینايي پانګه والو لخوا په تورکیه کې د بیترۍ په برخه کې پانګه اچونه " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د چین د بریښنایی موټر برانډ Skywell جوړونکي، اعلان وکړ چې په تورکیه کې به د بیټرۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د سټار ورځپاڼې " د ملي لوبډلې یو بل ستر بری" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا د اتلولۍ د غوراوي سیالیو په D ګروپ کې تیره شپه د ویلز لوبډلې ته د ۲ د صفر پر وړاندې د ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ کې خپله مشري حفظ کړه. په D ګروپ کې تورکي لوبډلې د ویلز لوبډلې ته ۲ د صفر پر وړاندې د ماتې ورکولو سره خپلې نمرې ۹ ته لوړې کړې.