د تورکیې د ورځپانو سرټکي
د تورکیې د ورځپانو سرټکي
حریت ورځپاڼې : وزیر یرلي کایا: د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ مبارزې ترهګري د لمنځه وړو نقطې ته رارسولې ده ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې
د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا تیره ورځ د شرناق ولایت نه د لیدنې پر مهال د چاکرسوګت جاندارما کمانډو لوا قومانداني نه لیدنه وکړه او دلته په وینا کې وویل چې "هغه طریقه چې موږ د تروریزم سره په مبارزه کې په ځانګړې توګه په تیرو ۱۰ کلونو کې غوره کړې، ترهګري د لمنځه وړو نقطې ته رسولی دی.
د صباح ورځپاڼې " جودت یلمز : ایرجان هوایی ډګر نوی ترمینل به د جولای په ۲۰ نیټه پرانیستل شي ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلمز وویل چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د لف کوشا ښار کې د ایرجان هوایی ډګر نوی ترمینل به د جولای په ۲۰ پرانیستل شي
د سټار ورځپاڼې " د تورکیې ستر اقدام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربناو وزیر عبدالقادر اورال اوغلو وویل چې د زنګزور دهلیز فعالیت پیلیدو سره به ، د مینځني دهلیز ظرفیت به هم لوړ شي ، د کسپین په سمندرګې کې د اذربایجان سره د همکارۍ پروژو سره به د نخچیوان او روسیې سره د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخه کې همکاري او په سیمه کې د تورکیې موقف لا پسې پیاوړی کړي.
وطن ورځپاڼې " د ځايي حساس او لارښود زیرک توغندي سره هدف په بریالیتوب سره له منځه یوړل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د تکنالوژۍ او علمي څيړونو ادارې د دفاعي صنعت د څیړنې او پراختیا انسټیټیوټ طرحه او تولید شوي حساس او لارښود توغندي د ازمایښت په ترڅ کې ټاکل شوی هدف په ډیره دقیقه توګه له منځه یوړ.
د خبر تورک ورځپاڼې " د تورکیې د والیبیال ښځینه ملي لوبډلې ډومینیک لوبډلې ماتې ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکېې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د ملتونو ترمنځه د لیګ په سیالیو کې د دومینیکن جمهوریت ته ۳ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.