د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1998514
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې  "موږ خبرو اترو ته چمتو یو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،

د سویلي قبرس ادارې مشر نیکوس کریسټودولیدیس په ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان له بریا وروسته  په تورکیې غږ وکړ او ویې ویل چې دوی د خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو دي.

د خبرتورک ورځپاڼې  "سږ کال به د تاناپ نللیکې  څخه تورکیې ته  لس عشاریه دوه میلیارد متر مکعب ګاز ولیږدول شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،

په انقره کې د اذربایجان سفیر رشاد ممدوف دې ته په اشارې سره چې د ټرانس اناتولي طبیعي ګاز نل لیکې (TANAP) پروژې ظرفیت لوړ شوی دی، وویل: سږ کال به ۲۲.۲ میلیارده متر مکعب ګاز چې  ۱۰.۲ میلیارد متر مکعب تورکیې ته او ۱۲ میلیارد متر مکعب ګاز به اروپا ته  انتقال کړي..

صباح  ورځپاڼې "د تورکیې څخه خلیج هیوادونو ته د یو عشاریه ۶ میلیارد ډالرو صادرات" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، خلیج هېوادونو ته د تورکیې صادرات د مې په میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه زیات شوي او ۱ میلیارد ۶۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

حریت  ورځپاڼې "د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۴ میلیون څخه واوښت" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۱۰مې نېټې پورې د هوا له لارې انتاليا ولایت ته د راغلو  سيلانيانو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۳۷ سلنه زيات شوی او ۴ میليونه ۶۲ زره ۸۹۱ تنو ته رسېدلی دی.

 

د وطن ورځپاڼې "د استانبول په هوایی ډګر کې د اویفا اتلولۍ لیګ لیګ ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د اروپا ترټولو بوخت هوایی ډګ  استانبول هوایی ډګر، د جمعې په ورځ، د جون په  د ۱۵۹۴ الوتنو سره نوی ریکارډ مات کړ،. د ویلو ده چې د اویفا اتلولۍ لیګ د سیالۍ په خاطر استانبول ته د راغلو فوټبال مینه والو  د بیرته ستنولو لپآره د استانبول هوايي ډګر نه په یو ورځ ۱۷۴۹ الوتنې وشوې.

پدې ډول استانبول هوايي ډګر په پرله پسې ډول ریکارډونه جوړ کړل.



اړوند خبرونه