د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان ۱۷مه بریا " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لومړي ځل لپاره د ټاکنو په دویم پړاو کې د دویمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. اردوغان په ټولو ولایتونو او بهر کې د خپلو رایو په زیاتولو سره د خپل سیال کمال قلیچدار اوغلو نه مخکې سیالي پای ته ورسوله او په محلي او عمومي ټاکنو کې یې خپله ۱۷مه بریا اعلان کړه.
حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان: د مې د ۱۴ او مې ۲۸ ګټونکي زمونږ ۸۵ میلیونه هیوادوال دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د ولسمشرۍ د دویمې دورې د ټاکنو نه وروسته خلکو ته وینا وکړه. اردوغان وویل "د مې د ۱۴مې او ۲۸ مې د انتخاباتو ګټونکی زموږ د ۸۵ میلیونو هېوادوالو دی، ما یوه بله خبره وکړه، موږ به داسې وګټو چې هیڅوک به يي ونه بایلي، د نن ورځې ګټوونکی یوازې ترکیه ده."
صباح ورځپاڼې " تورکیې ته د مبارکۍ پیغامونه راروان دی "د سرلیک لاندې لیکلي دي د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه راروان دي. ګڼو مشرانو د اذربایجان له ولسمشر الهام علیوف څخه نیولې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د لیبیا له لومړي وزیر څخه نیولې د پاکستان لومړي وزیر شریفه پورې د ټیلیفون په کرښه ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله.
همداشان د امریکا د ولسمشر نه نیولې د فرانسې پورې ولسمشر اردوغان ته مبارکۍ پيغامونه رالیږلي دي.
د سټار ورځپاڼې " په قطر کې د الجابر ټاورونه د ولسمشر اردوغان عکس او د تورکیې بیرغ پوښل شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د معلومیدو نه وروسته په قطر کې د الجابر ټاورز چې د قطر یو سمبولیک جوړښت دی، د تورکیې په بیرغ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انځور سره وپوښل شو.
وطن ورځپاڼې " د پوتین لخوا اردوغان ته مبارکي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي وویله.