د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې " د نړۍ سترګې تورکیې ته اوښتي دي "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې. همداشان د تورکیې د ۱۳ م ولسمشر د ټاکلو په خاطر ټاکنې د مې په ۲۸ مه نيټه ترسره کیږي. د ټولې نړۍ سترګې د تورکیې د ټاکنو دویم پړاو ته چې ایا څوک به ولسمشر شي اوښتي. دي. ډیری نړیوال ټلویزیونونه او ورځپاڼي د ټاکنو اهمیت ته په اشارې سره د تورکیې د ۲۰۲۳ کال ټاکنو نه ترټولو مهمو پیښو په توګه یادونه کړې ده او د ټاکنو وروستي پرمختګونه يي شیبه په شیبه ، د خپلو لوستونکو او لیدونکو سره شریکول.
د سټار ورځپاڼې "نړۍ د تورکیې په اړه خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د مې په ۱۴ مه د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو پایلو په اړه انعکاسات په ټوله نړۍ کې دوام لري. واشنګټن پوسټ لیکلي دي چې په تورکیه کې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې او د دویم پړاو کې د ولسمشر اردوغان د ګټلو چانس د هغه د رقیب په پرتله ډیر زیات لوړ دی. له بلې خوا فایننشل ټایمز لیکي چې اردوغان اوس هم ډیر پياوړی دی. د آلمان د شپیګل مجلې بیا ویلي دي چې د تورکیې ټاکنو ټولې نظر پوښتنې ناقصې کړې. اردوغان تر ټولو ښه پایله ترلاسه کړه.
د خبرتورک ورځپاڼې "د ټاکنو د عالي شورا لخوا په بهر کې د رایې ورکولو پریکړه"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ټاکنو عالي شورا پریکړه کړې په امریکا ، کاناډا، استرالیا، ایرلینډ او انګلستان کې چې د رای ورکولو موده دوه ورځې وه، د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رایې ورکولو لپاره ۵ ورځو ته وغځول شوه. د هیواد ننه بهر د رای ورکولو پروسه به د مې په ۲۰ مه نیټه د سهار په ۸ بجو پيل او د مې په ۲۴ مه نيته د مازیګر ۵ بجې به پایته ورسیږي.په بهر کې میشت تورکی اتباع کولی شي چې د یادو شوو نیټو ترمنځه په یاد شوو هیوادونو کې خپلې رایې وکاروي.
یني شفق ورځپاڼې "اردوغان: د ترهګرۍ پر خلاف زمونږ مبارزه به د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې دوام وکړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د شرناق ولایت په بیستلر دره لر سیمه کې د PKK د بیلتون غوښتونکو ترهګرې ډلې پر خلاف په عملیاتو کې د شهید شوو سرتیرو په خاطر د تسلیت پیغام خپور کړ. اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ، "موږ به د هیواد دننه او بهر د بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK او د هغوې د ملاتړ او پلویانو پر خلاف مبارزه د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې جاري وساتو."
صباح ورځپاڼې "په چاناق قلعه کې د شهیدانو لا درکه شوې هدیره وموندل شوه"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د چاناق قلعه ولایت د اوسیکیز مارت بوهنتون
اتاترک او د چاناق قلعه جنګونو څیړنیز مرکز رئیس ډاکټر بارش بورلات او د نظامي تاریخ متخصص عمر ارسلان د آرشیف ۱۰۰۰ اسناد وڅیړل او له ۱۰۸ کلونو وروسته د جونک بیري د جګړې ورک شوي شهیدان وموندل. ارسلان وویل: موږ په دې ځای کې د خپلو شهیدانو د کوپړۍ او هډوکو ټوټې او د قبرونو په بڼه د تیږو ټپې موندلي دي.