ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

1969027
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا تاسو پوهیږئ چې د  تورکیې د ارټوین ولایت  د ځمکې نیمایي برخه،  چې د تورکیې په شمال ختیځ پوله کې موقعیت لري، د درو، تپو او  شنو سیمو نه  جوړه ده؟

ارټوین ، چې ۵۱ سلنه یې له درو، تپو  او ښکلو تکو شنو سیمو څخه جوړه ده . دا ولایت د طبیعي سیاحت له پلوه د تورکیې یو له بډایه ښارونو څخه دی چې د عالي ځنګلونو ، ملي پارکونو ، سیندونو ، آبشارونو ، تاریخي کنډوالو ، جهيلونو او تکو شندو تپو سره ځانګړی شهرت لري.

کله چې موږ د ارټوین تاریخ ته ګورو،  تاریخ يي ډیرو پخوانیو زمانو ته نه رسیږي بلکې د منځنۍ پیړۍ  یو ښار دی.

 سره له دې، په شاوخوا سیمو کې د کیندنې په ترڅ کې د د میلاد نه د ۲۰۰۰ کاله مخکې  پورې ځینې استوګنې وموندل شوې. په هرصورت، کله چې آرټوین یادونه کیږي، لومړی شی چې ذهن ته راځي تاریخ نه دی، مګر د سیمې طبیعي ښکلاګانې ټول  حیرانتیا سره مخامخوي.

د ارټوین لوړو غرونو په مینځ کې چې د زرغون شنو سیوريونو سره سینګار شوي ، د په منځ کې د قشقار ښکلې دره پرته  پراخه ځنګلونه او د څړځایونو لري. یو فستیوال چیرې چې هر کال د جون په وروستۍ اونۍ کې د بیلو جنګونه ترسره کیږي د ښار په سویل لویدیځ کې د ۱۲۵۰ مترو په لوړوالي کې د کافکاسور دره او شنه سیمه  کې ترسره کیږي. دلته مدني‌ اوبه چې د معالجې اوبه  په نامه هم یادیږي‌ شتون لري. د هاتیلان دره، چې له ارټوین څخه ۱۰ کیلومتره لیرې ده، د نباتاتو ډیری ډولونه لري. د دې نباتاتو ځینې ډولونه، په شمول له ۵۰۰ څخه زیات او د ایډیمیک ډولونه، هغه نباتات دي چې د درملو په صنعت کې کارول کیږي.

قره ګول، چې د تور سمندر سیمې د جنت په توګه تعریف شوی، د بورچکا په ولسوالۍ کې د ارټوین ولایت په سرحد کې موقعیت لري. هغه سیمه چیرې چې جهيل موقعیت لري د طبیعت پارک اعلان شوی. کاراګول د طبیعت مینه والو لپاره د نړۍ ترټولو ښکلي او د پام وړ جهيلونو څخه شمیرل کیږي.

د هغو کسانو لپاره چې غواړي د ارټوین تاریخ او طبیعت وپلټي غوره دوره د می  میا او اګست ترمینځ ده ، کله چې باران ترټولو ټیټ وي. سیمه یو معتدل اقلیم وړاندیز کوي ترڅو پدې دوره کې ټول طبیعي ښکلاګانې وپلټي.



اړوند خبرونه