د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1963440
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې "د تورکیې او عراق ترمنځ د پراختیایي لارې پروژه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په انقره كې د عراق له لومړي وزير محمد شياع السوداني سره په ګډه خبري غونډه كې ګډون وكړ. اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې له بصرې څخه تر تورکیې پورې د پراختیایي سړک پروژه به پلې شي، وویل: زه باور لرم چې دا  پراختیایي لارې پروژه به زموږ د سیمې لپاره د ورېښمو په نوي سړک بدله کړي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  " تورکیې خپلې اندېښنې اسرائیلو ته رسولې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،ولسمشر اردوغان د اسرائیلو د ولسمشر اسحاق هرزوګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې. اردوغان په لویدیځه غاړه کې د زیاتیدونکو بریدونو او تاوتریخوالو په اړه د خپلې ژورې اندیښنې په څرګندولو سره وویل، دا مهمه ده چې د مسجد الاقصی د تاریخي حیثیت او روحانیت په وړاندې پارونکي اقداماتو او ګواښونو ته اجازه ورنکړی شي.

 

حریت ورځپاڼې  "د جمهور اتحاد نوماند اردوغان دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې د مې په ۱۴ مه نیټه ترسره کیږي د نوماندۍ غوښتنلیک وړاندې کړ. د خلکو د اتحاد د عدالت او پراختیا ګوند او د ملتپال غورځنګ ګوند  استازو په ګډه د ولسمشر اردوغان د نوماندۍ لپاره د ټاکنو عالي  کمیسیون ته غوښتنلیک وړاندې کړ.

 

ینی شفق ورځپاڼې  " ایا صوفیا جومات د ګلابو په اوبو سره پریمنځل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۱۱ میاشتو سلطانې د رمضان المبارک میاشتې ته یوه ورځ پاتې ده. میلیونونه مسلمانان به نن ماښام لومړی تراویح ادا کړي او د روژې میاشت به د پیشلمي سره پیل شي. جوماتونه هم د هغه مبارک اقلیم لپاره چمتو دي چې په انتظار يي باسي. د استانبول جوماتونه ایا صوفیا او ایوب سلطان د ګلابو اوبو سره د پرمینځو نه وروسته  د روژې لپاره چمتو شوي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " د تورکیې هدف ۶۰ میلیونه ګرځندویان دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی ټینګار وکړ چې دوی په ۲۰۰ هیوادونو کې د هیواد د معرفي کولو چارې ترسره کړي  او وایی چې له ټولې نړۍ څخه سیلانیان تورکیې ته راځي. ایرسوی وویل، "موږ د ۶۰ میلیون سیلانیانو هدف  ټاکلی . تر  ۲۰۲۸ کاله پورې د ګرځندوی عاید ۱۰۰ میلیارده ډالرو هدف ټاکل شوی دی.»



اړوند خبرونه