د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1961000
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

خبر تورک ورځپاڼې  " د عدالت او پراختیا ګوند او ملیت پالو غورځنګ ګوند د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خپل نوماند اعلان کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند او د ملتپال غورځنګ ګوند پارلماني ډلو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه د رجب طیب اردوغان د نومولو په اړه ډله ییزه پریکړه وکړه.

حریت ورځپاڼې " اردوغان: زموږ ملت به د تورکي  دولتونو  ملاتړ هېر نه کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د تورکي دولتونو د تشکیلاتو  په فوق العاده سرمشریزه  کې  د تورکي نړۍ د هیوادونو مشرانو ته  وینا وکړه. اردوغان په خپله وینا کې  د فبرورۍ د شپږمې نیټې زلزلې ته په اشارې سره وویل چې ،  تورکي نړۍ لومړني هیوادونه وو چې د تورکیې مرستې ته راودنګل. د مرستو لاس يي اوږد کړ. زموږ ګران ملت به هیڅکله ستاسو مرستې هیرې نکړي.

د سټار ورځپاڼې  "اردوغان: موږ هڅه کوو چې پوتین او زیلینسکي خبرو اترو ته راستانه کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې دوی به د روسیې او اوکراین د دواړو غاړو ترمنځ د مذاکراتو مېز ته د راستنولو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي. اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې دوی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په منظمه  توګه د تماس په حال کې دي، د تور سمندرګي د غلو تړون چې موږ منځګړیتوب وکړ او د بندیانو پراخې تبادلې وښودله چې دواړه خواوې کولای شي په ګډه سره وګوري.

 

یینی شفق ورځپاڼې "علی یف ، تورکیه په نړۍ کې یو نفوذ لرونکی هیواد دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف د تورکي  دولتونو د تشکیلاتو په فوق العاده سرمشریزه کې د وینا پر مهال وویل چې تورکیه نه یوازې په سیمه کې بلکې په ټوله نړۍ کې یو مهم هېواد ګرځېدلی او د قدرت مرکز هم دی.

صباح ورځپاڼې  "ټوګ خپلو سیالانو نه مخکې دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې بریښنایی موټر  ټوک  لومړی ماډل T10X, C-SUV د چین ، سویلي کوریا او اروپایی برانډونو ماډلونو په ګډون د رینج ، چارج کولو او بیې له مخې په خپله برخه کې نورو بریښنایی موټرو څخه ډیر زیات مخکی دی. د Togg T10X په کاکپیټ کې د سکرین څخه، دا هم ممکنه ده چې د کور سمارټ وسایل، د سفر پلان جوړونه او آنلاین پیرود کنټرول کړئ.



اړوند خبرونه