د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې " تورکیې د اقدام نه وروسته ناروې په شا ګام اوچت کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اعلان وکړ چې د تورکیې د خبرداري په پایله کې ناروې د قران کریم د سوځولو اجازه لغوه کړه.
ینی شفق ورځپانې " ویاند چیلیک د هغو هیوادونو په اړه غبرګون ښودلی چې قونسلګرۍ یې تړلې دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د هغو هېوادونو په اړه غبرګون وښود چې د امنیتي دلایلو له مخې په تورکیه کې خپلې قونسلګرۍ تړلې دي. ویاند چیلیک وویل: تورکیه یو خوندي هیواد دی، زمونږ امنیتي ځواکونه او استخباراتي واحدونه په کار بوخت دي. هغه هیوادونه چې نن ورځ ناامنه بلل کیدای شي هغه ځایونه دي چې د مهاجرت ضد او د اسلام ضد سیاسي حرکتونو ډیموکراسي ننګوي او چیرته چې زمونږ مقدس کتاب پر قرآن برید شوی، مونږ دا څرګندونې ردوو.
د حریت ورځپاڼې " ورانک : یو زیات شمیر هیوادونه د تورکیې نه په وسلو سمبال او بې وسلې ډرون الوتکو د پیریدو لپاره په نوبت کې ولاړ دي " د د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک پرون په خپله وینا کې وویل چې تورکیې د دفاعي صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او ویلي یې دي چې هیوادونه د تورکیې نه د په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو د پیرودلو په نوبت کې ولاړ دي.
د صباح ورځپاڼې " د حورجیټ انجن په کار پیل وکړ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر پرون په خپل ټولنیز پاڼه کې ولیکل "د تورکیې د دفاعي صنعت په توګه، زمونږ د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت زمونږ کار په بشپړ سرعت سره دوام لري، د جیټ روزنې او سپکو بریدونو الوتکې هرجیټ خپل انجن فعالیت پیل کړ! اوس د الوتنې وخت دی. "
وطن ورځپاڼې " وزیر موش: صادرات په جنوري میاشت کې ۱۹ عشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلي ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ په میاشت کې د بهرنۍ سوداګرۍ د ارقامو په اړه په خپله وینا کې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل "تورکیه د تولید یو مهم مرکز دی، موږ په دې کې شک نه لرو چې دا به په ۲۰۲۳ کې لا زیات بریالیتوب ترلاسه کړي." .