د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1934414
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

ینی شفق ورځپاڼې  "رئیسي  ته د طبیعي ګاز پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان حضور ته قبول کړ. په دې لیدنه  کې اردوغان له ایراني وزیر څخه وغوښتل چې د طبیعي ګازو د کمښت د ختمولو غوښتنه دې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته ورسوي.

وطن ورځپاڼې  "چاووش اوغلو: په سویډن کې د څارنوالۍ دفتر پریکړه بې بنسټه ده"د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تورکیې او ولسمشر اردوغان په وړاندې د PKK د ترهګرې ډلې د پلویانو د هڅولو د رسوایۍ په اړه د سویډن د څارنوالۍ پریکړه  چې ویلي دي دا مسئله "څیړنې ته اړتیا نه لري" بې ځایه ده.، اجازه راکړئ چې ځواب ووایي چې آیا په سویډن کې د نفرت جرم ترسره کول جواز لري او که نه.

د خبرتورک ورځپاڼې "د سویډن پوهنتون د تورکي محصلې څخه بخښنه وغوښته" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په سویډن کې د ستاکهولم پوهنتون یو پروفیسور وروسته له هغه د یوې  تورکي محصلې نه بخښنه وغوښته  چې  دا خبره معلومه شوه چې هغه  د تورکیې لخوا د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب مخه نیول شوې  د ادعا په کولو سره د هغه د ستاژ غوښتنلیک رد کړی وو.  

د ستاکهولم پوهنتون څخه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  "په تورکي او سویډني رسنیو کې د یو کس د ستاژ  لپاره غوښتنلیک څرګند شو. د ستاژ د غوښتنې ردولو ته د ناټو په سازمان کې د سویډن د غوښتنلیک  سره تړاو ورکړ شوی دی .

 

صباح ورځپاڼې" د ایکانومیست : ناټو د تورکیې د لاسه ورکولو توان نه لري " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په لندن کې چاپیدونکې د  ایکانومیست ورځپاڼې لیکلي چې ناټو د تورکیې د لاسه ورکولو توان نه لري. ورځپاڼې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د منځګړي په توګه د ولسمشر اردوغان رول ته د پام اړولو په ترڅ کې ویلي چې تورکیې د غلو دانو د کړکېچ او د بندیانو په تبادله کې ډیر مهم رول لوبولی دی کړی دی.

سټار ورځپاڼې  "تورکیې خپل پیاوړي پرمختګ ته دوام ورکوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر نورالدین نباتی وویل چې تورکیه په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د ټولو لویو اقتصادي شاخصونو په نظر کې نیولو سره د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په ښه حالت کې ده او خپل قوي پرمختګ یې نویو لوړو پوړیو ته رسولی دی. نباتی ټینګار وکړ چې شاوخوا یو کال مخکې د تورکیې د اقتصادي موډل په پانګونې، کارموندنې، تولید او صادراتو متمرکزه وه، په دې اقتصادی بریالیتوب کې ډیره ونډه لري.



اړوند خبرونه