د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "سویلو: بې پیلوټه الوتکو د ترهګرۍ پر خلاف د تورکیې د مبارزې تاریخ بدل کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د خپل ټویټر پاڼې له لارې خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "بې پیلوټه الوتکو د ترهګرۍ پر خلاف د تورکیې مبارزې تاریخ بدل کړی دی. په ځانګړې توګه بیرقدار په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو یو داسې معجره رامنځته کړې چې نړۍ ورته حیرانه ده."
د ینې شفق ورځپاڼې "د نړۍ د سترو شرکتونو پام تورکیې ته راوښتی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې لخوا په تور سمندرګي کې د ۷۱۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګازو استخراج او د پروسس پیل د نړۍ د انرژۍ د سترو کمپنیو پام تورکېې ته رااړولی دی. تورکیې د یو زیات شمیر شرکتونو د میلیارد ډالري وړاندیزونه رد کړي او ویلي دي چې "مونږ به طبیعي ګاز پخپله استخراج کړو او پخپله پروسس او خپل بازار ته عرضه کړو."
صباح ورځپاڼې "قره اسماعیل اوغلو: مونږ په نړۍ کې ۱۴م ځای لرو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو اعلان وکړ چې د تورکیې د کښتو ظرفیت ۴۱ میلیون ډیډ ویټ ټنو (DWT) ته رسیدلی ، پدې توګه تورکیه په نړۍ کې د ترټولو ډیرو کښتۍ لرونکو هیوادونو په کتار کې په ۱۴ م ځای کې قرار لري.
سټار ورځپاڼې "تورکیې تیر کال ۱۱۰ هیوادونو ته موټرې صادر کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې تېر کال ۱۱۰ هېوادونو او سیمو ته د ۹ میلیارده ۲۶۴ میلیونه ۸۰۷ زره ډالرو په ارزښت موټرې صادر کړي دي.
د خبرتورک ورځپاڼې "په اروپايي اتحادیه کې د تسجیل په لست کې د تورکیې ۱۰ نوي خوندونه اضافه کیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورنک وویل چې د تورکیې د امتیاز او سوداګریز برانډ ادارې (TÜRKPATENT) د تورکیې د ۱۰ خوندونو لپاره اروپایی کمیسیون ته د راجسټریشن غوښتنلیک وړاندې کړی او ویې ویل: " د اورپايی ټولنې تسجیل شوو توکو په لست کې به د تورکیې د جغرافیه د توکو شمیر ۱۰۰ ته لوړ شي.