د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې "د فرانسوي مطبوعاتو لخوا د ولسمشر اردوغان ستاینه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، فرانسوي ورځپاڼې لی موند ویلي دي پداسې حال کې چې نړۍ روسيې او اوکراین ترمنځه د جګړې له امله د جدي ستونزو سره لاس او ګریوان ده د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غلې دانې د دهلیز په تړون کې د خپل رول سره شاوخوا ۴۰۰ میلیونه خلک له لوږې وژغورل . اردوغان پر ځان د فوق العاده باور او اعتماد له امله په نړۍ کې د ټولو ستونزو سره سره سیاسي بحرانونه په فرصت باندې بدلوي. اردوغان پدې برخه کې ځانګړی استعداد لري.
سټار ورځپاڼې " د امریکا لخوا د F-16 ګام په اړه د چاووش اوغلو بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل "د ملي دفاع د واک د قانون په وروستي متن کې د منفي عنصر نشتوالی چې رایې ته به وړاندې شي یو مثبت پرمختګ دی، موږ یې هرکلی کوو."
حریت ورځپاڼې " قالن : د قبرس قضیه د ټولې تورکیې قضیه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل «د قبرس قضیه د ټولې تورکیې قضیه ده. د قبرس قضیه د حقوقو، قانون او عدالت قضیه ده. د خاورې مسئله د ادارې مسئلې نه زیات د بنسټیزو حقونو او قانون او نړیوالو نورمونو مسئله ده.
صباح ورځپاڼې "د کرنې له سکتور څخه د میاشتني صادراتو ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کرنې سکتور د ۳ میلیارد ۳۲۹ میلیون ډالرو سره د هر وخت ترټولو لوړ میاشتنی صادرات کړي دي.
د خبر تورک ورځپاڼې " تورکیه د ملکي هوایي چلند په برخه کې په نړۍ کې د الوتنې ترټولو لوی شبکه لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې دوی د نړیوالو الوتنې ځایونو شمیر چې په ۲۰۰۳ کال کې ۵۰ هیوادونو کې ۶۰ نقطې وې ، د ۲۸۲ نوو نقطو په اضافه کولو سره دا رقم ۳۴۲ ته لوړ شوی دی.
هغه وویل چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر د میاشتې نه په اعتبار سره زمونږ د هغه هیوادونو چې مونږ ورته مخامخ الوتنې لرو شمیره ۱۳۰ ته او هغه سیمو چې مونږ ورته الوتنې کوو شمیره ۳۴۲ ته لوړه شوې ده .