د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1895381
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبر تورک ورځپاڼې  "ولسمشر اردوغان له زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د جګړې د وروستي وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان د دې خبرې په ټینګار  سره  وویل چې د دیپلوماتیکو مذاکراتو او حل لارې په خاطر  دروازې تل باید پرانیستې وساتل شي. دا بهیر باید ژوندۍ وساتل شي. هغه یو ځل بیا وویل چې  تورکیه د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول اړینې مرستې ته چمتو دی.

سټار "کلیبا: تورکیې په حیاتي مسایلو کې له مونږ نه ملاتړ کړی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وویل چې دوی د تورکیې لخوا پلي شوي توازن ډیپلوماسۍ باندې پوهیږي او ویلي یې دي چې تورکیې په مهمو مسلو کې له اوکراین سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې  "د فرانسې د افریقا استخباراتي سایټ د ترکي دفاعي شرکتونو ستاینه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فرانسې د افریقايي استخباراتو سایټ Afrıca Intelligence د «تورکیې دفاعي شرکتونو په نندارتون کې د ټولو پام ځانته رااړولی وو» تر سرلیک لاندې خبر کې لیکلي دي چې د تونس په حمامات ښار کې په دوهم نړیوال هوايي او دفاعي نندارتون کې د تورکیې دفاعي شرکتونو ډیر پام ځانته اړولی دی.

د حریت ورځپاڼې " فایننشل ټایمز د تورکیې د کور جوړونې تر ټولو د سترې پروژې په اړه خبر ته ځای ورکړی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د

جمهور رئیس اردوغان لخوا اعلان شوې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو ستره ټولنیزه پروژه د انګلستان  د فایننشل ټایمز په ورځپاڼه کې خپره شوه. خبر د تورکیې تر ټولو د سترې د کور جوړونې د ټولنیزې پروژې اهمیت باندې ټینګار شوی دی.

صباح  ورځپاڼې "هغه اروپایی صنعتکار چې تولید یې بند کړی خپل توکي په تورکیه کې تولیدوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، اروپایی صنعتکار چې د انرژۍ د لوړ لګښت له امله خپل تولیدات یو په بل پسې بندوي، خپل تولیدات تورکي شرکتونو ته سپاري. "ایا تاسو کولی شئ زموږ لپاره تولید کړئ" وړاندیزونه د نږدې هر سکتور څخه راځي ، په ځانګړي توګه د پلاستيک او اوسپنې فولادو سکتورونو کې.



اړوند خبرونه