د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1894311
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې "یونان پر خلاف د چاووش اوغلو سخت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په خپله وینا کې د یونان د بې اساسه ادعاوو په غبرګون کې چې ویلي دي تورکیه له کډوالو سره ناوړه چلند کوي وویل ،  د یونان په څېر یو څوک  چې غواړي په رڼو سترګو کې  خپلې خطاګانې په نورو واچوي  انسان باید تر وروستي حده بې شرمه او بې حده وي.

 سټار ورځپاڼې  "د تورکیې دفاعي صنعت په نړۍ کې ټولو پام ځانته رااړولی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د  صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د تورکیې دفاعي صنعت په نړۍ کې د بایرقتار ، ګوک بي هیلیکوپټر ، TCG انادولو کښتۍ او اټاک جنګي  هیلیکوپټر سره د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی.

 

د صباح ورځپاڼې  "د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۱۲ میلیون څخه اوښتی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر د اکتوبر تر ۱۶ پورې له ۱۲ میلیون څخه واوښت. د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۱ سلنه زیاتوالی  پکې راغلی دی.

 

ینې شفق ورځپاڼې  "ترکوواک  واکسین نه وروسته هدف د کریمیا کانګو هیمرجیک تبې (CCHF)  واکسین جوړول دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

پروفیسور ډاکټر ایقوت اوزدرندرلي ، چې د تورکوواک  واکسین یې جوړ کړی، وویل چې دوی به د کریمیا - کانګو هیمرجیک تبې (CCHF) په وړاندې د واکسین پراختیا مطالعات بیا پیل کړي، کوم چې دوی د کوویډ - 19 ناروغۍ له امله ۲ کاله انتظار ځنډولي وو. هغه وویل  چې دوی پلان لري چې په لنډ وخت کې لومړي پړاو ته ورسیږي.

د خبر تورک ورځپاڼې  "د موټرو تولید او صادرات دواړه زیات شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په تورکیه کې د موټرو تولید ۴ سلنه زیات شوی چې ۹۶۲ زره ۱۸ ته رسیدلی دی. د جنورۍ او سپتمبر په موده کې، د موټرو صادرات د یو واحد په اساس ۲ سلنه زیات شوي. په دې موده کې ټولټال صادرات ۶۸۷ زره ۹۶۶ عدده او  د کوچنیو موټر صادرات ۳۹۶ زره ۶۰۴ عدده دی.



اړوند خبرونه