د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1889756
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "له اردوغان څخه ماکرون ته: هر څه د اروپا نه عبارت ندي"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د سیاسي ټولنې په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې تر سرمشریزې مخکې د اذربایجان له ولسمشرالهام علی یف او د ارمنستان له لومړي وزیر پاشینیان سره درې اړخیزه ناسته وکړه. اردوغان د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون سره هم خبرې وکړې. اردوغان د تورکیې د دولتونو د سازمان په اړه د خبرو په ترڅ کې ماکرون ته وویل "راځئ چې تاسو هم د تورکي ټولنو په شورا کې  شریک کړو. هغه وویل: "هر څه د اروپا نه عبارت ندي."

د صباح ورځپاڼې  "په پراګ کې ارمنستان او یونان ته د اردوغان غوڅ پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان په پراګ کې په یوه وینا کې وویل چې دی د ارمنستان سره د اړیکو د  پوره عادي کولو په هدف باور لري. اردوغان د یونان د لومړي وزیر میچسوتاکیس د پاروونکو اقداماتو په اړه وویل: «موږ دا مهال له یونان سره د خبرو لپاره څه نه لرو.

حریت ورځپاڼې "د  د تاناپ پروژې ظرفیت به دوه چنده شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې د  انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح دونمز د تورکیې – اذربایجان د انرژۍ په دوهمه غونډه کی چی په استانبول کی جوړه شوی وه ګډون وکړ. دونمز وویل، "مونږ په پام کې لرو چې یو بین الحکومتي تړون لاسلیک کړو چې زمونږ د انرژۍ په سکتور کې همکارۍ ته وده ورکړي،" هغه  وویل، "مونږ به د ټرانس-اناتولین طبیعي ګاز پایپ لاین تاناب ظرفیت له ۱۶ میلیارد متر مکعب څخه ۳۲  میلیارد مکعب مترو ته لوړ کړو."

 

 سټار ورځپاڼې  "د شمالي قبرس لخوا لګرو ملتونو سازمان پر خلاف سخت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  د بهرنیو چارو وزیر تحسین ارطغرل اوغلو ټینګار وکړ چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د قبرس د توکانو  خپلواکه دولت دی او وویل چې بهرني قوتونه چې په دې ځمکو کې کار کوي باید د شمالي قبرس تورکي جمهوریت چارواکو نه  اجازه ترلاسه کړي. ارطغرل اوغلو وویل، "د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک نشي کولی د یونان قبرس لوري په تصویب سره د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  په خاوره کې عملیات وکړي."

 

یینی شفق: "امریکايي  لوبغاړی رابرټ ډیوی د استانبول هوایی ډګر ستاینه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ مشهور امریکایی لوبغاړی رابرټ ډیوی د استانبول هوایی ډګر ستاینه وکړه. ډیوی په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې چې  کله ژوندۍ بڼه باندې نشرات پيل کړل سمدلاسه يي د استانبول او د هوایی ډګر په ستاینو يي پيل وکړ. مشهور لوبغاړی وویل: "دا واقعیا یو ډیر ښکلی هوایی ډګر دی. هغه وویل: "زه فکر کوم چې په امریکا هوایی ډګرونه واقعیا خپه کوونکي دي."



اړوند خبرونه