د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1887677
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د سټار ورځپاڼې  "د نړۍ په مطبوعاتو کې د ولسمشر اردوغان ستاینه" د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د مطبوعاتو څخه پولیټیکو یوه مقاله خپره کړه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډیپلوماتیکو هڅو او د غلو دهلیز او د بندیانو د تبادلې په تړونونو کې د بریالیتوب ستاینه کړې ده. د سیاسي ساینس پوه ناتالي توسي لخوا لیکل شوي مقاله کې ویل شوي چې په نړیواله کچه خورا مهم تړونونه د تورکیې له برکته رامینځته شوي.

 

د صباح ورځپاڼې  "د تورکیې او امریکا تر منځ مهمه لیدنه " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې د ولسمشرۍ  ویاند ابراهیم قالن په استانبول کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره وکتل. د ملاقات په مهال په دې خبره تاکيد وشو چې د F-16 په اړه د عمل بشپړېدل به د دواړو هېوادونو ستراتيژيکو ګټو ته خدمت وکړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د اسرائیلو لومړی وزیر لاپید: په تورکیه کې د سفیر ټاکل یو مهم ګام دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسرائیلو لومړي وزیر یایر لاپید په انقره کې د خپل هیواد د سفیر د ټاکل کیدو په اړه د څرګندونو په ترڅ کې وویل چې "دا د تورکیې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره یو مهم ګام دی".

 

حریت  ورځپاڼې "د زیلینسکي  لخوا سلجوق بیرقدار ته دولتي نښان " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندري یرمک له خپل پلاوي سره د اوزدیمیر بایرقدار ملي تکنالوژۍ له مرکز څخه لیدنه وکړه. د لیدنې په جریان کې، اندري یرمک د بایکار ټیکنالوژۍ مشر سلجوق بایراقدار ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لخوا ورکړل شوی د وړتیا عالي دولتي نښان وړاندې کړ.

 

خبرتورک ورځپاڼې "د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۱۱ میلیون څخه واوښت" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپتمبر تر ۳۰مې نیټې پورې د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو بهرنیو سیلانیانو شمیر چې له ټولې نړۍ څخه سیلانیان راجلبوي، ۱۱ میلیونه ۲۷ زره ۹۴ تنو ته رسیدلی دی.



اړوند خبرونه