د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "ولسمشر اردوغان په ملګرو ملتونو کې نړۍ ته وینا وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو د ۷۷مې عمومي غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه. اردوغان په اوکراین او روسیې د سولې غږ وکړ او ویې ویل، زه پر ټولو هېوادونو غږ کوم چې د تورکیې د تل پاتې سولې د هڅو ملاتړ وکړي.
وطن ورځپاڼې "ګوتیرش د تورکیې ستاینه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په پرانیستلو کې د تورکیې په ملاتړ د غلې دانې د تړون ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا تړون د نړۍ لپاره "هیله" او "معجزه" ده.
ورځپاڼې "ایا مونږ ستاسو د کډوالو ګودام یو؟" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په بوسنیا او هرزګوینا کې د کډوالۍ د ډیالوګ په دویم کنفرانس کې وویل چې تورکیه هم د اروپا په څیر خپل داخلي موازنې لري او ویې ویل "انګلستان مونږ ته یو وړاندیز کړی چې البته په رسمي توګه يي نشي کولې ، وايي چې زمونږ هیواد ته د راتلونکو کډوالو یوه برخه به ستاسې هیواد ته درولیږو . سویلو د انګلستان ددې واندیز په غبرګون کې وویل چې ایا مونږ ستاسو د مهاجرینو ګودام یو؟" ایا موږ د اروپا د مهاجرینو ذخیره یو؟ مونږ تر دې دمه هر ډول بشردوستانه ګامونه اخیستي دي."
خبرټرک ورځپاڼې " په ایسکي شهر ولایت کې په موندل شوو ۴۵۰۰ کلونو تاریخي کاسو کې د درد ضد ماده تثبیت شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ایسکي شهر ولایت د کولبوبا تومولوس لرغوني ښار په تاریخي کیندنو کې، د اناتولیا لومړی ښاري جوړښت، چې د میلاد نه د ۳۰۰۰ کاله مخکې اړوند دی، کشف شو.
ویل کیږي ددې تاریخي کیندونو پر مهال ځانګړې کاسې چې د درد ضد درمل پکې ساتل شوي وو کشف شوي دي. ددې تاریخي کاسو تاریخي لرغونوالی ۴۵۰۰ کلونو دمخې ته رسیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت تورکش ایرلانیز څخه د ټکټ ګټور کمپاین" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلانیز د استانبول نه بالکان او سویلي اروپا سیمو ته په ټکټونو کې ځانګړی کمپاین پيل کړی دی.
ددې کمپاین له مخې ددې شرکت مشتریان کولی شي چې د ۱۱۹ امریکايي ډالرو د پيل شوي ټکټ سره بالکان او سویلي اروپا ۳۲ سیمو ته سفر وکړي.