د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1877892
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  "ولسمشر اردوغان: پوتین  په ځینو مسئلو پر حق دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په کروشیا کې د غلې دانې د لېږد په اړه په یوه وینا کې وویل: «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ځینو مسئلو کې پر حق دی. تاسې وګورۍ غلې دانې بډایه هیوادونو ته روانې دي ، فقیرو هیوادونو ته نه ځي. همداشان هغه هیوادونو چې په روسیې بندیزونه لګولي دي پوتین نه غواړي چې هغوې ته غلې دانې ورکړي چې پدې برخه کې پر حق هم دی. همداشان مونږ به د روسیې نه د غلو دانو د صادراتو په مسئلې په سمرقند کې د پوتین سره خبرې وکړو. زموږ هیله دا ده چې د غلو صادرات به له روسیې څخه هم پیل شي.»

 

سټار ورځپاڼې  "د ملګرو ملتونو لخوا خپور شوي د "اویغورانو " راپور په اړه د بهرنیو چارو وزارت بیان ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د چين د شينجيانګ د اويغورانو په خودمختاره سيمه کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په اړه د تورکیې د بهرنيو چارو د وزارت وياند، سفير تنجو بلګيچ وويل، دا  راپور د  اویغور ترکانو او په سیمه کې د میشتو نورو مسلمانو اقلیتونو په اړه زمونږ د هېواد   د نظر او نړيوالو د اندېښنو تصديق کوي.

 

خبرتورک ورځپاڼې  "روسیې ته په صادراتو کې ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د اګست په میاشت کې روسیې ته د تړرکیې  نه د صادراتو کچه ۷۳۸ میلیونه ۵۲۷ زره ډالرو ته رسېدلې وه.

حریت ورځپاڼې " ترکش ایرلانیز  د اګست په میاشت کې ۷ عشاریه ۸  میلیونه مسافر انتقال کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکش ایرلاین د اګست په میاشت کې په ټولیز ډول ۷.۸ میلیونه  تنه  کورني او نړیوال مسافرین لیږدولي دي. د ۲۰۲۲ کال د اګست په پای کې د دغه هوايي شرکت د الوتکو شمېر ۳۸۷  ته لوړ کړی شو..

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د تولید په پوسټر کې د تورکیې لاسلیک چې اوباما د ایمي جایزه وګټله" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکي ډيزاينر علي ايدن، چې په هاليووډ کې يوه څانګه لري، د دې پروډکشن پوسټر چمتو کړی چې د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ته يې د ايمي ايوارډ په ترڅ کې د "غوره داستان ليکونکي" جايزه ورکړل شوه. آیډین وویل، "زه ډیر خوشحاله یم چې د نړۍ د ښکلا او طبیعت او ځنګلي ژوند په اړه د دې مستند فلم برخه یم."



اړوند خبرونه