د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "په ایژې سمندر کې د یونان څخه نوی پاروونکی اقدامات " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې یونان تېر کال د تورکیې له هوايي حریم او ځمکنیو اوبو څخه ۱۶۱۶ سرغړونې کړې وې، د روان کال په اتو میاشتو کې دغه شمېر ۱۱۲۳ ته ورسېد. د تورکیې جیټ الوتکې په ۱۴ جلا پیښو کې د ۳۳۷۲ ثانیو لپاره د رادار له بند له امله ځورول شوې وې.
د صباح ورځپاڼې "د بوسنیايي مشر زافیروویچ لخوا د ولسمشر اردوغان ستایل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، بوسنيا هرزګوينا د ولسمشرۍ د شورا رئيس سيفيک زافرويچ د سپتمبر په شپږمه نېټه بوسنيا او هرزګوينا ته د ولسمشر رجب طيب اردوغان د رسمي سفر اهميت ته اشاره وکړه او ويې ويل: دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا په برخه کې مهم دی. دا سفر به د سیمې په هیوادونو کې د ثبات او آرامتیا سره هم ډیره زیاته مرسته وکړي.
د سټار ورځپاڼې "د تورکیې دفاعي صنعت به د اروپا په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي د تورکیې د دفاعي صنعت شرکتونه به په د ۲۰۲۲ کال د ام اس پو په نندارتون کې خپل توکي او صنعت نندارې ته وړاندې کړي.
د ویلو ده چې دا نندراتون په مرکزي او ختیځې اروپا کې ترټولو لوی نظامي نندارتون دی.
تورکیه به په دغه نندارتون کې چې د سپټمبر د شپږمې او نهمو نیټو ترمنځه د پولنډ په کیلس ښار کې جوړ شي. تورکیه پدې نندارتون کې د دویم ځل لپاره د «مشر هیواد» په توګه ګډون وکړي.
هابرټرک ورځپاڼې "په قونیه کې د تورکیې پر تاریخ رڼا اچووونکی کشف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د قونیه په ولایت کې د ساوترا د لرغوني ښار د کیندلو په سیمه کې، د لومړي ځل لپاره د اسلام څخه مخکې د تورکیې تاریخ پورې اړوند یوه لیکنه وموندل شوه چې د "ترک" کلمه پکې شامله وه او په رونیک الفبا کې "ترکوغلو" لیکل شوې وه.
دا ویل شوي چې دا موندل شوې لیکنه د میلاد نه د ۱۰ نه تر ۱۱ پيړیو مخکې پورې اړوند ده . ددې لیکنې له مخې د ۱۰۷۱ کال څخه وړاندې په اناتولیا کې د تورکانو شتون ثبوت دی.
د ینې شفق ورځپاڼې "پاموک قلعه ته د راغلو سیلانیانو شمیره ۶۴ سلنه زیات شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په پاموک قلعه کې په تیرو ۸ میاشتو کې د راغلو سیلانیانو شمیر د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۶۴ سلنه لوړ شوی دی. د ویلو ده چې پاموک قلعه د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې ځای لري.
د تیر کال د ورته مودې په پرتله د ۶۴ سلنې ډیروالي سره ۱ ملیون ۲۸۵ زره ۹۹۰ تنو ته رسیدلی.