د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "د اسرائیلو سره په اړیکو کې نوې دوره" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو د لومړي وزیر یایر لاپید سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان په متقابل ډول د سفیر د ټاکلو پریکړې ته په اشارې سره وویل چې دوی به ژر تر ژره د نوي سفیر د ټاکلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
سټار ورځپاڼې "تورکیه یو لوبغاړی دی چې کولی شي له هرچا سره خبرې وکړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاحاتو په اړه غونډه جوړه کړه. په پینل کې د نړیوالو پالیسیو څیړنیز مرکز د تورکیې د څارونکو همغږي کوونکي والیریا ګیانوټا د وینا پر مهال، وویل، "موږ اړتیا لرو چې یو ځل بیا د تورکیې په څیر د مخ پر ودې ځواک د رول په اړه فکر وکړو. د هیواد د ډیپلوماتیکو هڅو او جغرافیایي موقعیت له امله، تورکیه یو لوبغاړی دی چې د هرچا سره خبرې کولی شي.
یني شفق ورځپاڼې "د عبدالحمید خان کښتۍ خپل لومړی برمه پیل کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چی د تورکیې څلورمه اکتشافي او برمه کارۍ بیړۍ عبدالحمید خان په ختیځه مدیترانه کی د یوروکلر-۱ څاه کیندلو کار پیل کړی دی. نوموړې و کښتۍ د اګست په نهمه نېټه د ولسمشر رجب طيب اردوغان په ګډون د يوروکلر-1 څاه خپل لومړي دنده ځای ته ولېږدول شوه.
حریت ورځپاڼې "د آلمان د مطبوعاتو له خوا د تورکیې ډرون الوتکو ستاینه ته " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د آلمان فوکس ویب پاڼې د تورکیې د پوځي صنعت په اړه د پام وړ تحلیل خپور کړ. په خبر کې ویل شوي چې Bayraktar TB2 وسله وال بې پیلوټه الوتکې "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون په ټوله نړۍ کې پیرودونکي هڅوي."
خبر تورک ورځپاڼې "د مالیزیا ملکه غواړي په کاپاډوکیا کې ژوند وکړي"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مالیزیا د پاچا سلطان عبدالله رعیت الدین المصطفی بالله شاه مېرمن ملکه تنکو عزیزه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته راغلې وه، د کاپادوکیا څخه لیدنه وکړه. د مالیزیا ملکې د کاپادوکیا په ستاینه وویل "ما واقعیا غوښتل چې دې ځای ته را شم. ما مخکې غوښتل چې راشم، مګر ما اوس فرصت پیدا. هغه وويل: "زه غواړم چې د ډبرې څخه جوړ شوی ځای واخلم او دلته ژوند وکړم."