د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
خبر ترک ورځپاڼې "د سوریې د پخلاینې په اړه د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په یوه بیان کې وویل چې په سوریه کې د تلپاتې ثبات او سولې لپاره پخلاینه اړینه ده. مولود چاووش اوغلو ټینګار وکړ هغه ارزونې چې تیره اونۍ یې په سوریه کې د مخالفینو او رژیم ترمنځ د روغې جوړې په اړه وکړې په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د تورکیې د هڅو انعکاس دی.
حریت ورځپاڼې " وزیر اکار له خپل اوکرایني سیال رزنیکوف سره وکتل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د اوکراین له دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف سره وکتل. پدې لیدنه کې د اوکراين وروستیو پرمختګونو او د غلې دانې د خوندي لیږد په پروسې خبرې او تبادل د نظر وکړ .
صباح ورځپاڼې " تندوریک سیمه په بشپړه توګه له ترهګرو تصفیه شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې د اغري ولایت د تندوریک غر په بشپړ ډول له ترهګرو پاک شوی دی. د سویلو د بیان له مخې، وروستي دوه ترهګر چې یو یې نارنجي او بل یې په خړ لیست کې و، له منځه یوړل شول او په تندوریک کې د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شوې.
ینی شفق ورځپاڼې "هنګري : موږ پریکړه وکړه چې د تورکیې دفاعي صنعت محصولات واخلو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هنګري د ټکنالوجۍ او صنایعو وزیر لازلو پالکوویچ وویل چې تورکیې ته د خپل سفر په لړ کې د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه چې د هنګري پوځ پریکړه کړې چې د تورکیې د دفاعي صنعت تولیدات واخلي. د تورکیې لخوا تولید شوو جنګي واسطو دا وښودله چې د جګړې په ډګر کې نوې لاره شتون لري.
وطن ورځپاڼې "وزیر قصاب اوغلو: موږ د اسلامي پیوستون لوبو په تاریخ کې د مډال ریکارډ ماتولو ته دوام ورکوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ځوانانو او سپورت وزیر محمد محرم قصاب اوغلو وویل چې تورکیې په قونیه ولایت کې د اسلامي پیوستون په پنځم لوبو کې د مډالونو په برخه ریکارډ مات کړ. وزیر قصاب اوغلو وویل "موږ تر دې دمه ۲۳۸ مډالونه ترلاسه کړي دي چې د اسلامي پیوستون لوبو په تاریخ کې د یو هیواد لخوا ترلاسه شوي ترټولو لوړ مډالونه دي. تورکیه ددې لوبو په تاریخ کې تر ټولو بریالی هیواد شو.